زمانه اخیره ده/ مجيد قرار

مجيد قرار

مجيد قرار

 وطن مطن مو په درد نه لګېږي. ګوندې له لوږې به نه مړه کېږئ. چې ټوپک خدای درکوي، ډوډۍ به هم درکړي. اسلام ضرریان ونازوئ، ډوډۍ ورکړئ، د غریب حق زکاتونه پرې وخورئ، ښې ښې نجونې مو د دوهمې درېیمې ښځې په توګه ور نکاح کړئ، په مېلمستیاوو او بېټکونو کې یې لوړ لوړ، تر ټولو پورته کښېنوئ. چې حکومت یې د بم خښولو یا جنګ پر مهال درته مړه کړي، لویې لویې جنازې پرې جوړې کړئ. اردوګان، قاضي حسین احمد، شیخ الحدیث شېرعلي شاه، شیخ سمیع الحق او نور چې هرڅنګه دي، خدای لوی کړي دي. خپل لغړزني پنجاب او کویټې ته د دین زده کولو لپاره ور واستوئ چې د سر او بېخ دواړو چاره یې در وکړي. پنجابیانو ته ډوډۍ ورکړئ. نېشنل اچار یې امانت ورته کېږدئ، چې کله یې مجاهدین راتلل، بیا یې له ډوډۍ سره ورته را اخلئ. په نیازبېګ، یکه توت او ارزان قیمت کې جوماتونو ته ښه ښه چاغ چاغ، سره سره، پنډ پنډ امارتي ملایان راولئ، د جمعې په تقریر کې به مو دوی په ښځو کې در غږېږي، فسق او فجور به یې درته بیانوي، تاسې ټیټ سرونه ذکر ورته کوئ.

زیارتونو ته ډله ډله ورځئ، د پیرانو لنګرونه مه پرېږدئ، پیران او ستانه قربان شم، ډېر معتبر خلک دي، په ډانګټرانو مانګټرانو څه نه جوړه، چې چېرته ښه او تکړه دمګری ملا صاحب پیدا کېده، هر چا ته یې صفت کوئ، چې چېرته د جمعیت الاصلاح حلقه وه، خامخا ځان ور رسوئ، تبلیغیانو ته کښېنئ چې ښه مو له ژونده زړه در تور کړي، که خارج ته تللئ، د سعودي او امارتو شیخان ډېر مطوع او تقوادار خلک دي.

مزدوري یې ثواب لري، عرب که زنا هم کوله، په شرعي طریقه به یې کوي، د پیغمبر علیه السلام قوم دی، سپک یې مه یادوئ. د کراچۍ او پنجاب ډېر نرم خلک دي. هم به خان صاحب درته وایي، هم به چوکیداري او دیاړي ماري درباندې کوي. ښه وطنونه دي، اوړی دلته جهاد مهاد کوئ، تربوربازۍ کوئ، ژمی پورې پنجاب ته اوړئ، مزدوري کوئ. د پنجاب ډېره ښه مزدوري ده. برکت دی پکې. د کابل روپۍ مردارې دي. دلته په دری سوه افغانۍ روزانه مه کوئ، په پاکستان کې یې په دوه نیم سوه کلدارې کوئ. د هغه ځای په پیسو کې خدای ځانته برکت اېښي دی.

که مو د جومات ملا صاحب هم مشران سپکول، سرورته ښوروئ، که طلوع تلویزیون هم ستاسې مشران ښکنځل، ورسره بدرګه کوئ یې، که پاکستاني ژورنالستانو یا ملایانو غندل، هغوی خو یې د دین لپاره غندي، بده یې مه وړئ.

پام کوئ چې له ملا، اخوند، او بغدادي او دهلوي پیر پرته هیڅوک درباندې دروند نشي. که چا ږیره خرېیلې وه د سړي ګومان مه پرې کوئ. که چا پتلون اغوستی و، چندان سړی یې مه بولئ. که څوک ډېر پاک ګرزېده، نو پوه شه چې کبرجن او کونواز دی، هیڅ لیفټ مه ورکوئ چې بیا یې غټه درباندې ونه وایي.

ښځې مو را ټینګې کړئ، چې خبره درڅخه ونکړي. که یې نن ستاسې تر مخ د خبرو چل زده کړ، سبا نورې نخرې زده کوي. که نن مکتب ته لاړه، سبا یې په پارک هم ولا که را ایساره کړئ، بله ورځ سینما ته هم ځي. که نن له دوکاندار سره وغږېده، سبا تار ورسره اچوي.
بچیان مو خبرو مبرو ته مه پرېږدئ. چې ډب نه وي، ادب نه وي. یو یو ډب احتیاطا تر غلطۍ له مخې هم ورکوئ. تلویزیون ملویزیون تر خپله وسه په کور کې مه پرېږدئ. د اخیرې زمانې یوه علامه دغه ده چې ساز او سروز به په هر کور کې چلېږي. دا یې همدا تلویزیون ښوولی دی.

نور نو دا افغان، پاکستانی، عرب، چینچنیایی ټول مسلمانان دي. که مو کلي ته له وسلو سره راتلل، جومات ته ډوډۍ ور وباسئ. که پولیس مولیس پسې راتلل، لاره مه ور ښیئ. عرب، وزیر او اوزبکستانی مو ورور دی، د ملي اردو سرتېري خو د کوپارو غلامان دي. خدای مو دې وساتي، د هیچا زامن نه دي. شکلونه یې ګرزېدلي دي. رب تعالی دي ټول د پنجابي، عرب او چنچنیایي مجاهدینو د تېغ خوراک کړي.
هو ریښتیا، له پاکستانه د بازانو ښکاریان راځي، بېچاره ګان سرو غرمو ته په خیمو کې پراته وي، مسافر دي. په مسافرو خیرات کېږي. دری دری میاشتې خواران په سپېره دښته کې پنځو بازانو ته پراته وي، هغه هم خدای خبر په لاس ورشي او کنه. چای، شیدې، مستې او ډوډۍ ور استوئ، عاجزان مسافر دي، او موږ تاسې هم پښتانه یو. بیا به وایي چې د مسافر او مېلمه خیال یې نه ساته.

لیکوال: مجيد قرار

دی پشتون ټایٔمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*