تشه خاوره نه ده غني /نوربادشاه یوسفزئ

غني خان

غني خان

پښتو ژبه د دنيا په زړو ژبو کې يوه ده چې د دين اسلام د وړاندې نه هم تر اوسه په يو مکمل حالت کې ژوندۍ ده، د پښتو ادب سره تړلو خلکو

پښتو ژبه کله هم خواريدو ته ورنکړه او د قلم په طاقت يې د هغې حفاظت او ساتنه په ډېر ښه انداز ترسره کړه او کوي يې.
پښتو ادب په دې لويې ميدان کې د اميرکروړ نه تر رحمان بابا، خوشال خان خټک، کاکاجي صنوبر حسين، امير حمزه شينواری، ملنګ جان، غني خان، اجمل خټک، صاحب شاه صابر، استاذ صديق پسرلۍ سليمان لايق، عبدالباري جهاني او رحمت شاه سايل په شمول په زرګونو ادبی هستيانو نثر او شعر د لارې خپل وس کړی دی او پښتو ژبه يې په نړۍ منلې ده.

پښتو ادب په دې ستر ميدان کې د چارسدې يو ستره هستئ ”  ليوني فلسفي ”  په نوم مشهور شاعر، مجسمه ساز، څيړونکی، موسيقار او سياستدار عبدالغني خان هم وو چا چې شعر او فن پر هر چا منلۍ او د زړه څخه ورته احترام لري.

عبدالغني خان مشهور په غني خان  په کال 1916  کې د عبدلغفار خان مشهور په باچاخان په کور چارسده کې وزیږدو،  د زده کړو پيل يې د خپل کلي څخه وکړ، د لسم ټولګي څخه روسته يې پلار د نورو زده کړو د پاره ډیلي هند ته وليږه چې هلته يې په جامعه مدينه مدرسه کې داخله وکړه.

23 جولائ  1929 کې د لوړو زده کړو د پاره په سمندري جهاز کې انګلستان ته روان شو، د هندو او انګلستان ترمينځه په دې اوږد سمندري سفر کې غني خان خپل لومړۍ نظم تخليق کړ او دغه رقم د پښتو ادب د يو بل ښه دور پيل وشو.
د انګلستان روسته غني خان د انجينئرنګ د زده کړو د پاره امريکه ته لاړو خو په دغه ورځو کې د انګريزانو حکومت باچا خان ونيولو او د پلار په نيولو سره حکومت په غني خان وظيفه بنده کړه چې په دغه وجه غني خان د امريکه څخه بيرته واپس شو.

غني خان چې کله د ليدو په غرض پلار له جيل ته لاړو نو دغه وخت د باچا خان سره جواهر لعل نهرو او مولانا ابوالکلام ازاد هم بنديان وو، باچا خان چې کله خپل ځوي په پينټ شرټ کې وليدو نو ډېر زړه بدی شو، جواهرلعل نهرو او مولانا ابوالکلام ازاد د باچا خان په خفګان پوهه شول دغه وجه وه چې بيا غني خان د هند پخواني وزير اعظم  جواهرلعل نهرو د لور سره په ټيګور انټرنيشنل پوهنتون کې داخل کړې شو، دغه وخت کې غني په ګوتو د انځورونو جوړولو چل زده کول پيل کړه، د کالج مشر د غني خان د انځورونو د چل نه ډېر متاثره وو.

1935 کې غني خان عملي سياست پيل کړ د مسلم ليګ پشمول د هندوانو متعصب ګوندونو د کلک زښت مخالفت باوجود غني خان د متحده هندوستان د پارليمان ممبر وټاکل شو د يادونې وړ ده چې غني خان د پارليمان تر ټولو کم عمر ممبر، د يو ښه تقرير کونکي، او د 11 رکني ايډوايزري کميټۍ ممبر هم وو.

غني خان د پښتون قام د خير ښيګړې د پاره  ” پښتون ځلمۍ تحريک ” په نوم يو تنظيم جوړ کړ چې په هغې کې 80 زره ځوانان ممبران وو، د ځوانانو د پاره  يو ښه قدم وو خو په کال 1950  کې بندي شو چې هلته يې د پنجرې چغار نوم کتاب وليکلو چې په 1956  کې چاپ شو چې په هغې بيا خان عبدالقيوم خان او فيلډ مارشل ايوب خان دوه ځله بنديز ولګولو چې څوک يې ونه لولي، په کال 1960  کې دويم کتاب ” فانوس ” په نوم وليکلو، دريم کتاب په کال 1980  کې د ” غني خان لټون ” په نوم چاپ شو.

غني خان چې څه رقم په پښتو ادب کې په نوي انداز ادب بيا کړ هغه د نورو شاعرانو څخه بيخي جلا دی د غني خان يو شعر دی

” چغې وايی اجل ملا ته اورې که نه اورې 
تشه خاوره نه ده غني څنګه به شي خاورې غني “

د ليوني فلسفي غني خان فکر شعر لوستونکيو انسانانو کې ژوند کولو حوصله، حق اخيستل، د مينې محبت، د ازادۍ اخيستلو جذبات، او د مقابلې همت بيداروي چې د هغې اندازه د غني خان په کتابونو د دوه ځله بنديز څخه اخيستلې شئ.

د غني خان په شعر کې تصوف او طنز هم شته لکه چې يو شعر يې دی

”  نور نو څه دي هشنغر کې 
يو غني دی نور ګني دي “

يو بل شعر يې دی چې

”  داسې مستي غواړم چې يې مرګ نشي وژلای
زه دې د غمونو د بيګا او سبا نه يمه “

غني خان د پښتو ادب يوه داسې ستره سرمايه وه چې په هر شعر يې يو کتاب ليکلٍ کیدلی شي، د پښتو ادب دې ستر اتل په 15  مارچ 1996  کې دا نړۍ پرېښوده ، روح یې دې ښاد وي.

لیکوال: نوربادشاه یوسفزئ

دی پشتون ټائمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*