تاسو کې پښتو چرته ايمان چرته دی/ نوربادشاه يوسفزی

نوربادشاه يوسفزی

نوربادشاه يوسفزی

د څو ورځو راهسې سوشل ميډيا د پاکستان او هندوستان ترمينځه د جنګ په خبرو ښه ګرمه ده، څوک وايي که هند حمله وکړه نو ښځې نر به مقابله وکړو، څوک وايي په ځان پورې به بمونه وتړي او د هندوستان فوځيان به په شاه کړي، څوک وايي دير باجوړ وس هم د جمات الاخرار او د البدر د سرتيرو نه ډک دے که هند حمله وکړي دا ځوانان به د پاک فوځ څنګ په څنګ وجنګېږي او غاښ ماتۍ جواب به ورکړي خو ځه ويم که غاښ ماتۍ جواب ورکړي او که نۀ خو خپل سرونه به خامخه ورکړي.

ځه دا نه ويم چې ولې يو پښتون د پاکستان ملاتړ کوي؟ ځه دا ويم چې ايا پاکستان پښتنو ته دومره حقونو ورکوي څومره چې د يو هيواد حق جوړېږي چې خپل اولس ته يې ورکړي؟ تروسه امن، تعليم، روزګار، ګيس، برق، اوبه، ټرانسپورټ يا نور سهولتونه پښتنو ته پوره ورکړل شوي چې د يو پښتون خوله خلاصه کړي او په رښتيا د پاکستان زنده اباد وېلو توان پکې پيدا کړي.

تاسو چې د ډېره اسمعيل خان د سره روان شې تر تر پېښور، مردان سواته پورې درباندې څو ځله لاسونه پورته کوي، څو ځله کميص درباندې وباسي، څو ځله دې بې عزته کوي؟ پوهيژم چې خپله دې دا هر څه ليدلي او احساس درته شته نو خوله دې څنګه نه ماتيږي چې ځانته ازاد وې؟ ځه داسې پښتانه پيژنم چې کراچۍ کۍ ژوند کوي خو د شناختي کارډ نلرلو په وجه پښتونخوا ته نه شي راتلی، دوي ځايی د پښتونخوا دي، دوي په لاره د وهلو څخه نه وېريږي خو ويره لري چې کورنۍ به راله بې عزته کړي، کوهاټ دره ادم خيل کې خو مې د شپې په دوه او درې بجو په وخت ليدلي چې واړه زاړه ټول يې د ګاډو کوز کړي او په سخته يخنۍ کې يې په کميصونه باسلي او تالاشيانې يې کوي، که څوک غږ کوي د مرګ ځای له يې وهي.

سپين ژيري پښتانه مشران مې د دسمبر او جنوری په يخو مياشتو کې ليدلي چې پنجابيانو ترې کميصونه باسلي وو او په يخ سړک سملول شوي وو، يو خو مې داسې وليدلو چې شناختي کارډ يې نلرلو نو په يخ کوهي اوبو کې ورته غوپې ورکړل شوې او پنجاپيانو ورپسې خاندل هم.

دا خبرې به پرېږدو خو ځه حيران دې ته يم چې دا د سوات او ملاکنډ خلک په کومه خوشالۍ کې پردي ډول ته ګډېږي؟ يو سواتۍ دی قسم وخوري که يې د کور په دروازه ورته په وچ کلک زور د پاکستان بيرغ نه وي جوړ کړې؟ يو سواتۍ دې قسم وکړي چې د خپلو زنانه په وړاندې فوجيانو نر په ناقه نه وي بې عزته کړې؟ يو سواتۍ دې قسم وکړي او و دې وايي چې په کومه ګناه د خپلې سيمې څخه شړل شوې وو؟ په کومه ګناه يې کلۍ او وطن وران شوې وو؟ په کومه ګناه دا سوات دا دومره خلک وژل شوي وو؟

دومره ډېرې خبرې دي چې کتابونه پرې ډکېدې شي خو ځني پرې نه شي پوهيدای، خو د فکر خبره دا ده چې د پښتونخوا پښتون ولې د غلامۍ او د قيدي ژوند تيره وي، ولې د هر پښتون د کور مخې ته يو فوجي ولاړ دی؟ ولې پښتون يواځې د خپل مړي د جنازې کولو حق نلري لکه مومند ايجنسي، ولې پښتون د شپې د 8 بجو روسته په کور ساتل کېږي او د بهر وتلو اجازت نلري.

پښتنو! خپل حقونه وغواړئ، پاکستان د هند سره 2900 کيلوميټر بارډر لري هلته دې د هند سره جنګ وکړي، خپل کور ته جنګ مه راوړئ، بس يواځې دې ته فکر وکړه چې ايا ځه دهشت ګرد يم چې د کيلوميټر مزل روسته مې په خپل کلي کې شناختی کارډ کتل شي؟؟

ستاسو جنازو کې قتل عام وشو کنۀ
ظلم د جمات په در او بام وشو کنۀ

لیکوال: نوربادشاه يوسفزی

دی پشتون ټایٔمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*