افغانستان په غور ولايت کې د جماعت اسلامي وسلوالې ډلې 36 ولسي وګړي وژلي

  • ghor

    افغانستان د غور ولايت د ګورنر ترجمان څرگنده کړې ده، چې دې ولايت کې تېره اوونۍ ۳۶ تنه ولسي وگړي د داعش له خوا نه، بلکې د جمعيت اسلامي د گوند اړوند يوې ډلې له لوري وژل شوي دي.

    د ځلند خبری ويب پاڼې د رپورټ ترمخه تېره اوونۍ د دغې پېښې له رامنځته کېدو سره سم د غور ولايت ګورنر رسنيو ته وويل، چې داعش جګړه مارو چې غوښتل يې د خلکو د پسونو رمې له ځان سره يوسي، خو د امنيتي ځواکونو او خلکو له مقاومت سره مخ شول، وروسته يې له دېرشو ډېر ولسي وګړي او د پسونو رمې ځان سره يووړل او دغه وګړي يې ووژل.

    خو د غور د ګوذنر وياند عبد الحي خطيبي اوس رسنيو ته ويلي، چې دغه کسان د جمعيت اسلامي اړوند د يوې ډلې له لوري وژل شوي، چې مشري يې د قاري رحمت الله په نوم يو تن کوي.

    د ګورنر ترجمان زياته کړې، چې دغې ډلې مخکې د غور په يو څلوېښتمه فرقه کې دنده ترسره کوله خو وروسته چې منحل شوه، غير قانوني وسله وال فعاليت يې پيل کړ، چې تېر کال يې څوارلس تنه لارويان هم ووژل. د هغه په وينا دې ډلې د يو امريکايي تبعه او د ملي اردو د سرتېرو په تښتولو او د يوې ښځې په سنگسار کې هم لاس لرلی دی.

    د رباني په مشرۍ جمعيت اسلامي که څه هم يوه لسيزه وړاندې د حکومت له لورې بې وسلې شوی و، خو داسې ښکاري چې د دغه گوند پخواني جنگيالي لا هم درنې او سپکې وسلې لري او په ځينو سيمو کې فعال دي. ياده دې وي، چې دې گوند تر دې دمه د ښاغلي خطيبي د ادعا په رد يا تاييد کې څه نه دي ويلي

    دی پشتون ټایٔمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*