اخ وړې ماشومې! کاش که ته يهوده وای هنوده وای

%d9%86%d9%88%d8%b1%d8%a8%d8%a7%d8%af%d8%b4%d8%a7%db%81

وړې ماشومې چې پرون په پېښور کې د خپل په سترګو ړوند پلار څخه پاتې شوې ډوډئ د لارې په سر خوړله نو د لکهونو مسلمانانو ښار پېښور کې داسې څوک نه وو چې د لارې د سره يې پورته کړې وې او په مړه خيټه يې ډوډئ ورکړې وې خو وړه ماشومه نه پوهيده هغه يواځې د پلار خوشالي غوښتله.

وړه ماشومه به 5 کاله روسته د سړک په سر پيغله شي, بيا به واده شي, لس کاله پس به مور شي او په ښکلی مخ به يې کرښې راشي, بيا به د بچو غم کوي.

وړه ماشومه به يو وخت د خپل ماشومتوب ارمان کوي, وړه ماشومه به هغه وخت ياده وي چې د سپين جمات بهر به ناسته وه او مسلمانان به د جمات نه را و وتل او د دې په پاسه به يې قدمونه تير کړل او تير به شول.

نو وس که زه و ويم چې د دې د زلالت څخه به غوره نه وه که دا ماشومه يهوده وای هنوده وای, دا ماشومه په اسرايل. امريکه اسټريليا او جرمني کې پيدا وای, دا ماشومه عيسويی وای, دې ماشومې د کهلونو او باربي ډول سره لوبې کولې, دې ماشومې په زمکه کې د کرښو باسلو پرځای په ټيبليټ ګيمونه کولې, بس چې ژوند يې ښه وای!

وړې ماشومې يو ځل بيا وايم کاش که ته يهوده وای هنوده. اسرايل او اروپاڼه وای خو چې ژوند دې جوړ وای, مسلمانانو ستا په سر خپې نه کېښودلې نه تيرېدلې,
اوړې ماشومې!

زما د وطن جانان ګلونه لکه زما جانان وطن د خاورو انبارونه په سر وړی

لیکوال: نوربادشاه يوسفزی

دی پشتون ټایٔمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*