ګوهر ننګیال ته د اجمل خټک خط

Ajmal13راته ډېر ګران او خوږ ګوهر ننګيالے ګل مِ!

ستا خط او نظم را ورسېدو ـ مننه ـ يو ادب برائے ادب دے بل ادب برائے زندګي وي ـ ادب برائے ادب دَ ذاتي مينې، محبت جذبات واردات تجربات او ذوق و شوق، شغل او مجلس ارائي سره دَ ژبې دَ خدمت او ادبي فنونو دَ پالنې، ساتنې لپاره ليکل وي ـ دا هم يو مقام اهميت او ضرورت لري ـ ادب برائے ژوند دَ انساني بنيادي حقوقو، بشري احترام، قومي ژوند دَ ترقۍ او ښکلا ، دَ معاشرې دَ اصلاح او سوکالۍ لپاره، ژوند (تمدن،تهذيب) ملي خصوصياتو، صلاحيتونو او حقوقو لپاره ، دَ معاشرې دَ امن، خوشالۍ لپاره، دَ انسانيت او معاشرې نه طبقاتي زور ظلم، نفرت، تعصب، تنګ نظري، تشدد، فساد وغېره لرې کولو او خوږه ورورولي او خوشالي وغېره راوستلو لپاره وي ـ مونږ پښتانۀ او خصوصاً ترقي پسند ليکوال تش ذاتي جذبات نا بلکې دَ ځان، خپلې معاشرې (قام) او انسانيت کښې دَ ښۀ ژوند، ارتقاء او سمون لپاره، دَ زمانې (عصر) نړۍ (دنيا) او خپل ولسي ملي ژوند، دَ نن، پرون او سبا دَ تعليم و ترقي لپاره دَ پوهې او شعور پۀ بنياد داسې ادب پېش کوو چې دَ فن (ادب برائے ادب) دَ ښکلا، صحت، ذوق و شوق تربيت هم کوي، دَ ژبې خدمت هم خو دا “تش شغل” او مجلسِ ارائي لپاره نا بلکې دَ خپل ولس او انسانيت دَ ترقۍ، سوکالۍ او خوشالۍ لپاره ـ يقين مې دے چې تۀ پۀ دې هر څۀ پوهه يې او ستا فکر او قلم شعوري ترقي پسند ادبي خدمت کوي ـ خو زما فرض دي چې ستا غُندې زلمو ته ګورم نو ځکه ډېر خوشالېږم چې دوۍ به ښۀ مخکښې تګ وکړي او پۀ دې مېدان کښې چې نن پښتو او پښتونولۍ ته کومه کشاله پېښه ده او چې نور قومونه دَ ژوند مېدان کښې دَ کاميابۍ ( ابادۍ او سوکالۍ ) پۀ هڅو او تکل کښې دي ـ مونږ ورځ تر ورځ پۀ شا پاتې کېږو بلکې پړمخې غورځېږو ـ دَ دې وجوهاتو بنيادي وجه دا ده چې مونږ تاريخي دښمنانو خپلو کښې دَ بې اتفاقۍ دوزخ ته غورځولي يو ـ هر څۀ هر څۀ يو، طبعي دولت (پټې خزانې) دَ همت او برکت مضبوطې مُټې، دَ وطن ښه آب وهوا، دَ جعرافيې ښۀ محل وقوع، دَ ژوند ښۀ تاريخ لرو ـ يوه خاوره او يو ولس، يوه مينه او يوه وينه لرو او دَ خپل بدني محنت خدمت او فکري او نظري قوت او رڼا، دَ دنيا پۀ مخ خوارۀ يو، دَ هر چا دَ خدمت زمري يو ولې خپل کور مو وران ويجاړ دے ـ ځکه چې پۀ پښتو او پښتونولۍ وياړو (فخر کوو) ولې يو پښتون قوم جوړېدو ته تيار نۀ يو ـ خپل ځان پۀ خپلو لاسو دَ “انا” ځاني ډلې بازۍ او نفاق پۀ وجه خرابوو ـ کۀ دا حال وي نو دَ دنيا زور آور او غاوِره خپل غرض ړاندۀ کړي قومونه به پۀ مونږ لوبې کوي ـ مونږ خوري (ختموي) او زمونږ خاوره (وطن) دَ خپل ضرورت او مفادو لپاره استعمالول غواړي ـ پۀ داسې حالت کښې پۀ حېث دَ پښتون باشعوره ليکوال (شاعر و اديب) اول مو ملي انساني فريضه دا ده چې مونږ “پښتون” پښتون کړو ـ يو قوم، يو جرګه، يوه فېصله، يو منزل، يو مَزَل ئې کړو ـ عقيده دَ هرچا خپله، سياسي ګوند دَ هرچا خپل خو مستقبل دَ ټولوشريک دے ـ دښمن چې مو کور ورانول غواړي نو وهلے ئې شو ـ دَ دې لپاره يو ملي جرګه او فېصله پکار ده ـ بايد چې قلم او ادب دغه لوري 1ته متوجه کړو او نن رېښتونے لازمي خدمت وکړو۔ بس سلامونه اجمل خټک

۲۰/۰۷/۲۰۰۵

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*