ډپریشن / لیک قاضي منظور موسی خېل

قاضي منظور موسی خېل

ډپریشن چې په عامه توګه ورته مونږ ټینشن وایو بقراط هغه اولنے یوناني طبیب او فلاسفر وو چا چې ۵۰۰ قبل مسیح په دغه مرض خبره کړې وه ـ ډپریشن په دوه قسمه وي یو ډپریشن ته سادہ ډپریشن وائیلے شي کوم چې وقتي وي او څه وخت پس ختم شي ـ دوئم قسم ډپریشن ته کلینکل ډپریشن وائیلے شي دا د شدید قسم ډپریشن وي او ډېر زیات اذیت ناک وي ۔ د دې علاج لپاره د یو ښه او ماهر سائیکاټرسټ (داعصابو او نفسیاتو پوهاند ) په هفتو هفتو اوکله کله د میاشتو توجو پکاروي ـ د ډپریشن مریض د ژوند د امروزہ ازمیښتونو سره مخ کولو کښې ډېر زیات تکلیف محسوسوي اووړوکي نه وړوکے خنډ یا خفګان د یو تېزې او جذباتي چپې په شکل کښې د هغه مخې ته راځي ۔ د ناکامۍ په حالت کښې د نا اُمیدۍ، مایوسۍ، بې زارۍ او د بې حیثیتۍ احساس يې تنګوي اودخپلو مقاصدو نه ورځ په ورځ لرې کیږي ۔
کوم کسان چې د ډپریشن په مرض کښې اخته وي نو ټولینز راشه درشه او د ذاتی تعلقاتو د سیوا کولونه پرهیز کوي ۔ د ډپریشن په مریض کښې ډېر علاماتونه ظاهریدل شورو شي لکه په یو مخ نا امیدي ، زړه راتنګیدل ، د مثبت هلو ځلو نه ډډه کول ، مسلسل خفګان ، فیصلي کولوکښې مشکلات ، د وجود ستړتیا ، بې چیني او اضطراب ، په لوګه کښې ډېر زیات کمے یا زیاتوالے او د دې له کبله وزن کمېدل یا زیاتېدل ، خوب کښې کمے یا بې ترتیبه کېدل ، دخود اعتمادۍ کمے ، د خودکش خیالاتو ډېروالے ، سُستي محسوسول ، د صفائي خیال نه ساتل ، د چاپېرچل په حالاتو کښې دلچسپي ختمېدل ، خپل خپلوان یاران دوستان نظر انداز کول اود هغوي لیدلو کتلو نه ډډه کول ، خپل ځان بې یاره مددګاره ګڼل ، هر وخت د مرګ خواهش لرل یا د بې نیټې مرګ یقېن کول ۔ ډپریشن یو داسې ذهني مرض دے په کوم کښې چې د مریض موډ (طبیعت )هر وخت د خفګان سره مخ وي او د ژوند په معاملاتو کښې يې زړه نه لږي ـ په ټولنه کښې ورته خپل ارزښت کم معلومیږي او کړي یا ناکړي غلطۍ باندې ځان د مرۍ نه نیول او هر وخت ځان پښېمانه ګڼل اوخپل ځان ډېړغټ ګنهګاره ګڼل او د مریض د خپلې خوښې مشغلو نه بېزاري محسوسول هر کله چې دا علامتونه تر ډېر وخته پورې موجود وي اوعلاج ته توجو اونه شي نو د ډپریشن مریض د خپل ژوند خاتمه هم کولے شي ۔
په نړۍ کښې ۱۰ لاکه خلک هر کال خودکشي کوي چې پکښې زیاتره د ډپرشن په مرض اخته وي ځکه د ډپریش مریض په کار کښې زړه نه لګېدل ځان بې وقعته محسوسول د خپلوخپلوانو او دوستانوسره تعلقات متاثره کېدل د هغه په زړه کښې دا خیال راپیدا کوي چې د هغه د ژوند هیڅ فائده نشته او د نورو خلکو په حق کښې هم دا ښه ده چې دے دې مړ شي دا د ډپریشن اخیري سټیج وي ۔
د ډپریشن مرض د نړي په هره خطه کښې موجود دے ترقی یافته او ترقی پذیر ملکونه دې یو شان متاثره دي ـ ډپریشن یو حقیقیت دے د کوم چې علاج یا ادراک کیدےشي ۔ دا دماغو کمزوري نه ده ۔ که څوک ځان د ډپریشن مریض ګڼي نو دې لپاره دي د یو ښه ماهر سائیکاټرسټ (داعصابو او نفسیاتو پوهاند ) نه علاج اوکړي اودهغه نه دې هیڅ هم نه پټوي ـ د خلکو نه لرې والےاو بې نیازي هم د ډپریشن یوغټ سبب جوړېږي ۔ دې لپاره د نورو خلکو سره تعلقات جوړول ، د هغوي په کار راتلل او د هغوي مدد کولو سره په ډپریشن باندې قابو موندلوکښې مددګار جوړېدے شي ۔
د نن مصروفه ژوند کښې ډپریشن یو عام مرض جوړ شوے دے ۔ هر درئم کس د ډپریشن ښکاردے ۔ په ژوند کښې کله نه کله مونږ پخپله یا زمونږ عزیز د ډپریشن ښکار کیدے شي ۔ مونږ له د دغه کس مرسته پکار ده خو مونږ د دې نه خبر یو چې څنګه مرسته ورسره اوکړو او بعضې وختونه زمونږ د لاعلمۍ له کبله د مریض مشکلاتو کښې نوره هم اضافه کیدے شي ـ
د طب او نفسیاتو پوهان وائي چې ډپریشن هرڅو که یوعام خو ډېر خطرناک مرض دے ۔ دا مرض دانسان جسماني او نفسیاتي صحت متاثره کوي او د مریض پاڅېدل اوده کېدل ، خوراک څښکاک تردې چې د سوچ کولوعمل باندې هم اغېز کېږي ۔ د نفسیاتو پوهان وائي چې د ډپریشن مرض په ختمولو کښې هر څو که اینټي ډپریشن دوایاني هم ضروري دي خو دې سره د مریض چاپېرچل ، خپل خپلوان ، یاران دوستان د اینټي ډپریشن نه غټ رول لوبولے شي په هغې کښې څو تجاوېز زه دلته ذکر کول غواړم زه پخپله هم د اخري سټیج ډپریشن نه تېر شوے یم نو زه هم دغه تجاوېز غوره ګڼم ــ
داعصابو اونفسیاتو پوهان پدې خبره متفق دي چې د ډپریشن ښکار کسانو سره د محبت اور شفقت رویه ساتل پکار دي ۔ دوي سره سخته رویه ساتل، د دوي حالتو باندې سترګي پټول یا معمولي ګڼل د مریض تکلیف یو په دوه کول دي ـ
د ډپریشن ښکار کسانو له اړخه د خرابې رويې د نامناسبو الفاظو په بدل کښې هغوې سره ښه رویه ساتل خو دې ته پاملرنه پکار ده چې د مریض رویه متشدده نه شي ـ
د مریض خیالات اوجذبات اورېدل پکار دي او په رو رو وړو وړو څیزونو ته د هغه خیال راګرزول پکار دي لکه د کوم خوندور خوراک ، د ټي وي د کوم خاص پروګرام په خاصه توګه د خندا پروګرام په خاندان کښې د راتلونکي کوم پروګرام د تیارو پحقله یا د کوم ځائے ته په چکر ته د تلو پحقله خبرې کول او هغه په دغه هلو ځلو کښې ځان سره شریکول داسې نورو تفریحي مشاغلو کښې د مریض مشغولول پکار دي ۔
دغه رنګ د ډپریشن ښکار کس په جسمانی توګه ځان سره نزدي ساتل پکار دي طبی پوهانو د ریسرچ نه دا ثابته کړې ده چې د نزدي رشتو لکه مور او پلار ، ورور او خور ، خپله کورودانه یا ملګرو سره په غاړه وتل د مریض په ډپریشن کښې ډېر کمے راولي ـ
د ډپریشن ښکار مریض سره خبرو کښې د لفظونو د انتخاب ته په خصوصي توګه پاملرنه پکار ده ۔ په داسې موقع مریض ډېرزیات حساس وي اوهغه معمولی نه معمولي خبره هم ډېره زیاته محسوسوي دې لپاره دې ته پام ساتل پکار دې چې کومه خبره یا ټکے د هغه په بیمارۍ کښې د زیاتوالي سبب جوړ نه شي ـ
د نفسیاتو پوهان وائي چې د ډپریشن مریض لپاره د الفاظ ډېر ګټور او په مرض کښې د کموالي سبب جوړېدے شي کوم چې د هغه متعلقه خلک د هغه لپاره استعمال کړي ـ
لکه ـ
ته یواځې د دې مرض ښکار نه يې ۔
ته زمونږ لپاره ډېر اهمیت لري ـ
مونږ ستا په کیفیت پوهیږو او کوښښ کوو چې ستا هر قسمه مرسته اوکړو ـ
وخت به بدل شي ډېر زر ښه وخت راتلونکے دے او ته به د دې کیفیت نه راوځې ـ
مونږټول تاسره ولاړ یو ستا دبیمارۍ د وجې به زمونږ اوستا په تعلقاتو هیڅ قسمه فرق را نه شي ـ
د نفسیاتو پوهان وائي چې د ډپریشن مریض لپاره چې څنګه ګټورالفاظ شته نودغسې بعضې خبرې نقصان ورکونکې وي او په مرض کښې د زیاتوالي سبب جوړېږي کوم چې د هغه متعلقه خلک د هغه دپاره استعمالوي
او دغه ټکي مریض لپاره د زهر قاتل کار ورکوي ـ
ډېرخلک لتانه هم په بدترحالت کښې دي ـ
ژوند د چالپاره هم خوندورنه دے پاتې شوےـ
خپل ځان د خود ترسۍ مه ښکار کوه ـ
ته خو د وخت دسر نه ډپریشن ښکار يې په دې کښې نوې خبره څه ده ـ
دخپل ډپرېشن ختمولو پخپله کوښښ اوکړه ـ
ته د خپلو غلطو له کبله دې حال ته رارسېدلے يې ـ
زه ستا په کیفیت پوهېږم زه هم څه ورځې د دې کیفېت نه تېر شوے یم ـ
خلک په کومو کومو رنځونو کښې اخته دي ـ
ته که پدې د خلکو توجو اغستل غواړې نو بیا ته په غلطۍ يې څوک هم د چا پکار نه راځي ـ
چې فلانکے کار دې نه وے کړے نو اوس به داسې نه وے ـ
دې زمانه کښې څوک هم په چا زړه نه سېزي ـ
په دې یوه خبره ځان پوهول غواړي چې د ډپریشن مریض که چرې مونږ ځان له د بیمارۍ مقابلې ته پریګدو نو د دې نتیجه به ډېره خطرناکه وي ځکه څومره چې مریض لپاره اینټي ډپریشن دوایانې ضروري دي نو دومره ورسره د خپل کورنۍ ،خپلوانو او د ملګرو مرسته هم ضروري ده ـ ډپریشن څه داسي مرض نه دے چې بیخي لاعلاجه دے نن سبا دې لپاره ډېرې ښې اینټي ډپریشن دوایانې موجود دي بس مریض مونږ نه لږه مینه او توجو غواړي ـ نور بیا ــــ
قاضي منظور موسی خېل

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*