چې کلي په نامه لري او خویې تر نورو ښه لري / نجیب زیری

لیک:  نجیب زیری/سوات

لیک: نجیب زیری/سوات

“چې کلي په نامه لري او خویې تر نورو ښه لري”

خوشحال بابا په دستار نامه کښې د ننګیالي په خصلتونو کښې پنځم خصلت د ” شرم او حیا” ښایي. خوشحال بابا په ذکر شوي کتاب کښې د رهبر (ننګیالي) هنرونه او خصلتونه په ګوته کړي دي. او د خوشحال بابا پیمانه د یو رهبر دپاره سمه ده. څوک چې پښتانه دي او رهبري کوي د هغوي دپاره بیخي مهمه ده.

د پاکستان د جوړیدو نه پس ډیر سیاسي رهبران تیر شوي دي. په دې کښې قام پرست، مذهبي، سرمایه دار او نورو فکرونو واله شامل دي. د پاکستان انتظامي وجود له اولې ورځې د بیلابیلو ستونزو سره مخ دی. په دغه وجود کښې یو غاصب د نورو محکومو قامونو حقونه تل د نظام د لارې لوټلي دي. که چرته یو سیاسي سړي یې د سمیدو هڅه کړې ده نو د هغه د روسته کیدو کوشش شوی دی، یا وژل شوی دی او یا بې عزته شوی دی. تر ننې ورځې دغه سلسله دوام لري.

نن سبا دغه درې طریقې د عصري تقاضو سره سمې کارول کیږي. او په دې کښې بې عزتۍ یا ښکنځلو ډیر پرمختګ کړی دی. کله چې ټولنیزې رسینې نه وي نو بیلابیلو لیکوالانو به د سیاسي رهبرانو په ضد کتابونه لیکل. خو د چا په مرسته به کتابونه لیکلی کیدو هغه قوت لا تر ننې ورځې په رڼا ورځ پټ دی. په دغه کتابونو کښې ” پارلیمنټ سے بازار حسن تک” نومې کتاب کښې د ډیرو سیاسي رهبرانو په زاتي ژوند ټکونه شوي دي. او دومره سنګینې خبرې پکښې دي چې یو استاذ یې د شاګرد د مخې نه شي کولی. اوس سوال په دې پیدا کیږي چې د ریاست ادارې ولې په دې قسم کتابونو بندیز نه لګوي. او عدالت د ائین په رڼا کښې دغه لیکوالانو ته سزا نه اوروي؟ خو د لیکوالانو نه نن سبا سیاسي خلک په ښکنځلو کښې دوه قدمه وړاندې روان دي. په ټولنیزو رسینو د اخلاقو نه پریوتې خبرې هر وخت زمونږ تر مخې کیږي. په داسې حالت کښې یو پلار د بچي تر وړاندې خپل فیس بوک هم نه شي خلاصولی.

د دې خبرو ډیر علتونه کیدی شي. خو یو علت یې د سیاسي فکر نیشتوالی دی. بل علت یې د تربیت د مکتبونو(حجرو) ختمیده دي. نن سبا چې څومره سیاسي ځوانان دي هغوي صرف ټوپۍ په سر کړي او د خپل ګوند په نعرو ذنده باد او مرده باد وایي. دوي د خپل ګوند لټریچر قدرې نه ګوري او نه یې مشران دغه خبره اهمه ګڼي. نو د نړیوال سیاست فکر لرل دلته عبس شي. د مطالعې سره د سیاسي ځوانانو تنظیمي هلې ځلې هم د نیشت برابر وي. ځکه چې زمونږ په وطن کښې د سیاست موسم نن سبا پنځه کاله پس راځي. او پنځه کاله د هر ګوند وګړي په زړو قیسو شخوند وهي. چې د خُلې خوند یې خراب شي نو کله په خپل مشر او کله په بل مشر پسې دوه درې خلې ښکنځلې وکړي. او په ښکنځلو دومره ورک لیوني دي چې د خپلو ښکنځلو ويډیو هم جوړه کړي. او د نورو سره یې شریکه کړي. د عام اولس نه به مونږ ګیله نه کؤ خو چې کله د داسې کورونو نه د مشرانو سپکاوی کیږي کوم چې د سیاست مرکز وي د تشویش خبره ده. یو بل ته د ښکنځلو په ځایې علمي او منطقي بحثونه پکار دي. خپلو ستونزو ته شریک حل لټول پکار دي.

پښتون ملت پاله ګوندونو ته خواست دی چې د دې خبرو نه ډډه وکړي. ځکه چې دومره بدې ردې مه وایئ چې بیا د یو بل سره سترګې نه شئ لګولی. او چې د یو بل سره د سترګو لګولو اهل نه شئ نو ترمنځ وو د بیلتون دیوال نور هم پلنیږي. پکار ده چې خپلې سیاسي مبارزې د عصرې اصولو او ضرورتونو په چوکاټ کښې وکړئ. پښتانه د رهبرۍ اصول داسې په متل کښې ښایي.

” چې کلي په نامه لري او خویي تر نورو ښه لري”

د رښتونې سیاسي مبارزې په هیله

په تیره تیره چې نن کوم سپکاوی د پرنټ او الیکټرانک میډیا له خوا روان دی دغه زمونږ د ماشومانو په کردار بد اثر غورځوي. د عایشه ګلالۍ خبرې به سمې یا غلطې وي خو دغه قسم پریس کانفرنس نشر کول هم سپک کار دی. پکار ده چې ټي وي چینلونه په دې عمل د خپلو کتونکو نه معافي وغواړي

لیک:  نجیب زیری/سوات

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*