پښتین: جنرل صاحب پلان شوي تنظیمونه خو تا جوړ کړي چې طالبان یې له سټېجه خبرې کوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین بېګا شپه ویلي، د پښتنو خویندو میندو له اوښکو سره روان پاڅون ته منفي ځواب ورکول کېږي، خو وایي دا اوس د دوی د ژوند مسئله ده، د ژوند حساب به له ریاست سره ضرور کوي او پاڅون به یې پښتونخوا ته امن راولي

منظور پښتین د پاکستاني پوځ د مشر د وروستۍ خبرې- چې وایي “یو نوی تحریک پیل شوی”- په ځواب کې وویل، پر دومره ظلم برسېره هم که د دوی پاڅون ورته حیراني ده، نو دا خو بیا څرګنده ده چې پوځ ځان بادار او پښتانه غلامان ګڼي

“ته پښتون ولس د دې حقدار نه ګڼې چې دوی دي هم خپل حق وغواړي او تر آیین لاندې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې ازادۍ دې ولري او نن داسې پاڅون ته د دوی لوی- لوی مشران انجنېرډ [پلان شوی] پاڅون وایي، خو په ۳۵ اربه ډالرو چې جګړه کېږي هغه ته انجنېرډ جګړه نه وایي، څومره متعصب دي”.

پښتین وایي ریاست د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو د پوره کولو هڅه هم نه ده پیل کړې، خو د هېواد خزانه لوټي او د دوی په خلاف یې نوی تنظیم جوړ کړی دی، چې جلسې ته په ورتګ یې هر کس ته دوه- دوه درې- درې زره روپۍ ورکوي:

“جنرل صاحب دې ته انجنېرډ [پلان] تنظیمونه وایي چې تا جوړ کړي دي، د طالبانو مشران یې له سټېجه ویناوې کوي او خلک په مختلفو طریقو د دې لپاره راولي، چې د هغو خویندو میندو- چې د پېښور په جلسو کې یې ژړاوې فریادونه کول خولې بندې شي او وا نه ورېدل شي”.

منظور پښتین دا خبرې په لاهور کې د پښتنو یوې غونډې ته وکړې. هغه وویل چې لاهور ته یې د خپل پیل کړي تحریک په مهال دا درېیم سفر دی، خو وایي کله- کله پکې خپل ړنګ شوي وزیرستان ته هم لاړ شي چې وایي د ډالرو لپاره ړنګ شوی وو:

“هغه د شیخ مجیب الرحمن خبره چې ویل یې (د اسلام اباد له سړکونو ماته د پټسن بوی راځي)، نو ماته هم کله- کله د دوی له موټروې او مېټرو بسونو نه د پښتنو د وینو بوی راځي”

پښتین خپل پاڅون ته د پاکستاني پوځ او استخباراتو له خوا امکاني خطر ته په اشارې سره وویل، چې خړ د خټو کورونه یې هسې هم وران شوي دي او له مرګ سره هم عادت شوي دي، خو وایي که څوک د دوی په ځپلو لاس پورې کړي هم دوی به د انسانیت لار پرېنږدي

“خلک ډارول کېږي، یو بل ته د دوی له رسمي پاڼې ویل کېږي، یوه ورځ به دا پاڅون نه وي بیا به له یو- یو سره زموږ اېجنسۍ حساب کوي چې څوک را پاڅېدلي دي، پښتنو هغوی تاسې په مرګونو وېروي”

پښتین د غونډې له ګډونوالو وپوښتل، که د ترهګرۍ مانا په خلکو کې دومره ویره خپرول وي چې هغوی د حق خبره له ډاره نه شي کولای، نو د پاکستان استخباراتي ادارو ای ایس ای، ایم ای او نورو خو هم په پښتنو کې ویره خپره کړې وه، نو بیا دې ته خلک ترهګري ولې نه وایي

پښتین د پاکستان پوځ او استخباراتو ته په اشارې سره وویل، چې دوی په ریاست کې یو بل ریاست جوړ کړی دی، ځکه چې وايي د غیرعدالتي وژنو اجازت خو آیین نه ورکوي خو دوی یې کوي، د خلکو جبري ورکول په آیین کې نه شته خو دوی ورکوي

پښتین وایي په پاکستان کې له ټولو پښتنو سره خصوصاً د قبایلي سیمو له خلکو سره بېساري ظلمونه شوي دي. وایي په قبایلي سیمو کې نورو خلکو هم د پیسو لنډې ګټې وکړې، چې پښتانه ځوانان به یې په خپلو ساتلیو خلکو ونیول او بیا به یې پیسې ځنې اخیستې

“که نن هم څوک وګوري زه په چېلنج سره وایم، په وزیرستان کې چې څومره هم ټیکنیکل مېجران یا د ای ایس ای کرنیلان او مېجران یا نور افسران دي، د هغوی آثاثې دي وکتل شي که دوی پخپلو تنخاوو او کاروبار کې راته ثابتې کړې، هغه د پښتنو په وهلو ټکولو ورکولو او پرېشر کولو جوړ شوی اقتصاد دی”.

پښتین وایي په پښتنو کې پاڅون هر وخت شوی دی او تر دوی مخکې هم خلکو د امن خبرې کړې دي، خو وایي هغه چا چې د وطن د سولې او امن خبره به یې کوله او د امن خرابوونکو ته به یې ګوته نیوله، په بې دردۍ سره و وژل شول او یواځې پاتې شول. وایي که هغه وخت د دوی ملاتړ شوی وای جنګ به دومره نه وای اوږد شوی او نن هم که د جنګ د مخنیوي او د سولې لپاره مبارزه ونه شي، نو کوم خلک چې جنګ غواړي هغوی به یې ختم نه کړي، ځکه چې وایي دا جګړه د اقتصادي ګټو لپاره روانه ده

منظور پښتین وویل دوی اوس له پښتنو سره د شویو ظلمونو د حساب لپاره را وتلي دي او له خلکو یې وغوښتل چې د دوی په سیمو او کلیو کې که هر څوک طالبانو، پوځ، ای ایس ای یا ایم ای په غیرعدالتي توګه وژلي وي دا ټول باید ولیکي او تفصیل یې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته ور ولېږي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*