پښتون ژغورنې غورځنګ ولې په لاهور کې ولسي غونډه کوي؟

پراګ – د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين اعلان کړی چې د اپرېل پر ۲۲مه نېټه به په لاهور کې جلسه کوي. دا به لومړی ځل وي چې غورځنګ په رسمي توګه په يوه غېرپښتني سيمه کې جلسه کوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر محسن داوړ وايي چې د تيرې يوې لسيزې راهيسې د ناامنۍ له کبله له فاټا او د پاکستان له نورو پښتني سيمو لسګونه زره پښتانه د پنجاب صوبې بېلا بېلو ښارونو ته د استوګنې او روزګار لپاره ولاړل خو هلته نسلي امتياز ورسره کېږي او د پوليسو لخوا ځورول کېږي. د نوموړي په وينا دا ستونزو د پښتنو کار و روزګار او تعليم ډېر زيات اغېزمن کړی دی. نوموړی زياتوي چې د همدغه ستونزو د هواري لپاره به غورځنګ د روانې مياشتې پر ۲۲مه نېټه په لاهور کې ولسي غونډه کوي.

((موږ غواړو چې هلته پښتنو ته دا ډاډګيرنه ورکړو چې دا تحريک د هغوی پر شا هم ولاړ دی او هغوی ملګرتيا به کوي.))

د نوموړي په وينا د پاکستان په هر ګوټ کې که پښتانه له ستونزو سره مخامخ وي نو غورځنګ به د يې ژغورنه کوي.

په پنجاب کې د پاکستان پټان اتحاد نومي تنظيم مشر حاجي اياز خان ترين وايي چې په وار وار يې پښتانه د پوليسو له منګولو راخلاص کړي دي. د نوموړي په وينا په پنجاب کې پښتنو ته د شک په سترګه کتل کېږي.

((چې کله په پاکستان کې مذهبي يا قومي تهوار وي نو په هغو ورځو کې پښتانه ډېر ځورول کېږي.))

د نوموړي په وينا دلته پوليس پښتانه ونيسي او د پيسو اخيستلو وروسته يې خوشي کړي.

حاجي اياز زياتوي چې په پنجاب کې د فاټا، خېبر پښتونخوا، بلوچستان او افغانستان په لکونو پښتانه مېشت دي او ده په وار وار د ډيورنډ د دواړو غاړ له پښتنو خواست کړی دی چې د يو بل پر ضد سپکي سپوري نه وايي.

نوموړی وايي منظور پښتين ته به فيصل اباد ښار ته د ورتګ بلنه هم ورکوي. حاجي اياز زياتوي چې لاهور ته به د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې د ګډون لپاره ځي خو د ده په وينا د غورځنګ مشران بايد د خپلو پنځو غوښتنو ور اخوا په ادارو پسې خبرې ونکړي.

دا چې پښتون ژغورنې غورځنګ خپلې ولسي غونډې ولې له پښتني سيمو نورو سيمو ته وغځولې؟ محسن داوړ زياتوي چې د پاکستان په هر ښارکې که د پښتنو تعليم، اقتصاد يا د دوی له ژوند سره تړلې هرې څانګې ته زيان رسېږي نو غورځنګ به يې د ساتنې لپاره ځان ور رسوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د اسلام اباد پرېس کلب مخ ته د فبروري له لومړۍ نېټې بيا د فبروري ۱۰مې احتجاج وکړ چې د پاکستان د بېلا بېلو سيمو پښتنو ګډون پکې کړی و. دوی د حکومت مخې ته پنځه غوښتنې کېښودې چې په کراچي کې د وژل شوي پښتون ځوان نقیب الله مسود د قاتلانو نیول، د ماوراعدالت وژنو په اړه عدالتي کميشن جوړول، د لادرکه کړل شویو کسانو موندل، قبايلي سيمې له ماينونو پاکول او په پښتني سيمو کې د پوځ لخوا امنيتي پوستې کمول او هلته د ځايي ولس ځورونه بندول پکې شاملې دي.

د حکومت لخوا د غوښتنو د منلو له باور ورکولو وروسته غورځنګ خپل احتجاج د يوې مياشتې لپاره وځنډاوه او کله چې غوښتنې حل نه شوې نو په بېلا بېلو سيمو کې يې بيا په ولسي غونډو لاس پورې کړ.

تر دې دمه د نقيب مسود په وژنه تورن پوليس افسر راو انوار نيول شوی، په ځېنو قبايلي سيمو کې د ماينونو پاکولو کار پېل شوی او د پخوا په پرتله پر ځېنو امنيتي پوستو د خلکو ځورونه بنده شوې ده او په مالاکنډ کې ولسي انتظاميې ته د پوځ د خېنو امنيتي پوستو سپارلو کار پېل شوی دی.

احمد شاه اعظمي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*