پوپولیسم يا “ولس پارول” او حکومتونه د بېلا بېلواغيزو او تګلارو يوه څيړنه/ وحید وطنيار

ښاغلى وحید وطنيار خپل ابتدایی زده کړی د آلمان په هايدلبرګ ښار کې سرته رسولی-خپل لوړ تحصیلات; لسانس او ماستري یی د سياسي علومو په برخه کې هم په هايدلبرګ ښار کې تر لاسه کړي-  چي اوسمهال ښاغلى وطنيار خپله دوکتورا هم په سياسي زدکړو کې د روپرغشت کارلس پوهنتون هايدلبرګ کې ترسره کوي

ښاغلى وحید وطنيار خپل ابتدایی زده کړی د آلمان په هايدلبرګ ښار کې سرته رسولی-خپل لوړ تحصیلات; لسانس او ماستري یی د سياسي علومو په برخه کې هم په هايدلبرګ ښار کې تر لاسه کړي- چي اوسمهال ښاغلى وطنيار خپله دوکتورا هم په سياسي زدکړو کې د روپرغشت کارلس پوهنتون هايدلبرګ کې ترسره کوي

له بده مرغه تر اوسه پورې په پښتو ادبياتو کې د پوپوليسم په اړه څه نه دي ليکل شوي ؛ له همدې کبله زه غواړم چې د لومړي ځل لپاره د دغې کلمې يوه لنډه پيژندنه او ورپسې ورته د پښتو يو نسبي معنا غوره کړم. پوپوليسم له لاتيني لفظ پوپولس(ولس) څخه اخېستل شوی . خو د اجتماعي او سياسي علومو له اړخه دا يوه تګلاره ده، چې ځينې چارواکي خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هغه کاروي.

د پوپولیسم تاريخي مانا او په علمي ډګر کې د هغه مفهوم او ګڼ شمېر آلهيزو موقفونو ته په کتو او د شته سياسي ژبو ته په لیدو سره زما په آند په پښتو کې ورته د (ولس پارولو) کلمې کارول مناسب او سم ښکاري البته دایي وروستۍ مانا نده، د پښتو ژبې اديبان هر کله کولاى شي چې خپل تنقيدونه او وړاندیزونه په دى اړه وړاندې کړي اوس پوښتنه داده چې کوم کسان د ولس پارولو هڅې کوي او کوم نظام کې داسې بهیر خپلې کړنې او تګلارې پیاوړې او پلي کولای شي؟

سياسي تګلارې او چلندونه تل نظام پورې تړاو لري – په بل عبارت د ولس لپاره د ځواکونو کړنې او دريځونه د يوه حکومت د جوړښتونو له غبرګونونو پورې تړاو لري، له همدې امله لومړی باید سياسي نظامونو ته يو چټک نظر واچوو. د سياسي علومو په ډګر کې غالباً سياسي نظامونه په عمومي ډول په لاندې ډولونو وېشل کېږي:

ديموکراسي، استبدادي او شاهي نظامونه، چې د دوی حکومتي جوړښتونه هم همدارنګه له يو بل څخه توپير لري- ځينې يې خپلو اتباعو يا وګړو ته بى ساري صلاحیتونو ورکوي لکه ديموکراتیک نظام او ځينې يې بيا محدود او يا هيڅ اختيارات نه ورکوي، د مثال په توګه استبدادي او يا هم ځيني شاهي نظامونه. له همدې امله ده چې دغه تګلاره اکثراْ هغو سياسي سيستمونو کې ليدل کېږي چې وګړي او يا هم سياسي او ټولنيز چارواکي يې هلته بشپړو آزاديو ته لاسرسى ولري – په بل عبارت، چې داسې پديدې يوازې په دموکراتیکو نظامونو کې را بريښي. نو؛ له همدې کبله اصولأ ایجاب کوي چې د ولس پارولو د څيړنې لپاره دموکراتیکو نظامونو ته یو نظر واچوو، ځکه د دوى په دولتي ادارو او جوړښتونو کې داسې فرصتونه برابریدای شي، چې ځینې مؤقف او قدرت غوښتونکي سياسي او ټولنيز چارواکي له هغه څخه خپلو اهدافو لپاره ناوړه او غير معقولې ګټى اخلي. کارين پريسته داسې چارواکو ته د کرغېړنو سياسي ماشومانو خطاب کړى دى ۲۰۰۷:۸ اړېنه ده پوه شو چې خپله ديموکراتيک هيوادونه هم خپلو منځو کې د دولتي کيفيت او حکومتي جوړښتونو له پلوه خورا ډېر توپيرونه لري. د فريډم هاوس انډيکس د راپورونو له مخې امریکا ۶۹ سلنه او اروپايي هيوادونه ۸۹ سلنه حکومتي کيفيت او ټولنیزې آزادۍ تر لاسه کړي دي چې د لوی توپير دلالت کوي. او له بلې خوا د دغو هېوادونو په ټولنيزو جوړښتونو کې هم زيات توپیرونه شته – له تاريخي تجربو څخه نيولې تر اجتماعي پوهې او تناقضاتو پورې، دوی مختلف او هر رنګه دي. خو که چېرې د اوسمهال غربي سياسي چارو ته پام وکړو نو داسې ښکاري چې د ټول غربي ولس پاروونکي ځواکونه خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره د حکومتي او د چارواکو د نيمګړتياوو څخه په يو شان ګټه اخلي – يعنې دوى د چارواکو په ضد څرنګه چې ولس هڅه وى، په تګلارو او بهير کې سره همغږي او همرنگي دي. او له بله اړخه د اوسنيو شرايطو په لیدو سره دوى خورا ماهرانه او په هوښيارۍ د سياسي نيمګړتياوو او د ولس له احساساتو څخه ګټې اخلي، چې په ځینو سیمو کې دغه تګلارې ولس پاروونکو ته ستر برياليتوبونه هم په برخه کوي لکه امریکا، چې ولسمشر ټرامپ د ستر ولس پاروونکي په نامه بلل کېږي.

د يورګن پوله په آند دوی ته په دموکراتیکو نظامونو کې د شاهي او استبدادي نظامنو په پرتله ښه زمينه برابريږي (پوله ۲۰۰۳) ځکه په ديموکراتیک وجوړښتونو کې ولس پاروونکي چارواکي د دغو نظامو د ځانګړتياوو څخه ناوړې ګټي اخلي؛ لکه ټولټاکنې او يا هم د بيان آزادي چې په استبدادي او شاهي نظامونو کې هغوی ته نه تر لاسه کيږې لکه په ایران، چین او عربستان سعودي کې. ستونزو ته په کتو سره نامتو فيلسوف او د سياسي زدکړو پروفيسور نووم چومسکي په دى اړه زیاتوي ؛ د ولس پاروونکو چارواکو په چټکتیا سره د پرمختګ لامل په „زمينو“ که نه بلکې په „فاصلو“ کې دى – د نوموړي په عقيده چارواکي په دې کې پاتې راغلي چې د ولس او دولت ترمنځ يوه ټينګه او سمه اړيکه جوړه کړې، چې له همدې امله واټنونه رامنځ ته شوې دي او له دغو حکومتي نيمګړتياوو او واټنونو څخه ولس پاروونکي کسان خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره ګټه اخلي.

د ولس پاروونکو کسانو تګلارو ته په کتو او د دوى دکارول شویو الفاظو او شعارونو څيړنې جوتوي چې دوى د يوې ونې د میوې په شان دي-یعنی د دوی ستراتیژی، اقدامات او سیاسي بیان یو شان او اکثره بی کیفیته دي. او له بلې خوا ستونزو ته د حل لارې کمې خو پر ستونزو نیوکې ، خورا ډېر لرې. په عمومي توګه مونږ کولاى شو چې ووايو : “ولس پاروونکي کسان قدرت طلبه چارواکي دي چې د ټولنیزو احساساتو او حکومتي نيمګړتياوو څخه کار اخلي.” که څه هم د دوي شعارونه تل بر حاله دولتي چارواکو او د هغوی کمزورتیاوو ته اطلاقېږي، خو دا هم حقیقت دى چې دوی هم د ستونزو حلولو لپاره کومې روښانه او منطقي طرحې نلري. مرين لپين د فرانس ناسيونال ګوند مشره په فرانسى کې، فراوکه پيټرى د آ. اف. دى ګونډ مشره په آلمان کې، همدا راز نور غربي ولس پاروونکي ځواکونه په خپلو سياسي چلندونو کې يو بل سره هيڅ توپیر نه لري بلکه د يو بل له ښو لاسته راوړنو هر کلى او تقليد هم کوي چې په حقیقت کې ټرامپ يې يوه ستره او مشهوره بېلګه ده. له بلې خوا بيا پوښتنه دا ده چې که دموکراتیک هيوادونه خپلو دولتي کيفيتونو کې مختلف وي، نو دوى په چلند او د دغو ستونزو په اداره کولو کې څه اغېزې لرلای شي؟

زه غواړم د دې پوښتنې ځواب د يو نامتو سياسي عالم په الفاظو کې ولټوم ؛ “آن کله هم سياسي چارواکي په ځېنو کارونو کې پاتې راځي، خو شتمن دیموکراتیک هيوادونه بيا هم تر يو حده ښې لاسته راوړنې لري.” (ويليم ايسترلى) نوموړی شتمني په دې بهیر کې يو فکتور بولي چې اغېزمنه واقع کیږي. دې لامل ته په کتو راتلونکی مثال غوره شوی دی؛ که څه هم نه ولسمشر غني په هغه اندازه ولس پاروونکی کس دى لکه ټرامپ او نه هم افغانستان دومره شتمن او له حکومتي اړخه دومره پیاوړی لکه امریکا دی، خو؛ ليوال يم د دغې پوښتنې په ځواب کې يو مثال ډالۍ کړم، چې په حکومتى جوړښتونو کې توپیرونه روښانه کوي؛

کله چې ټرامپ ولسمشر شو نو د خپلې ژمنې پوره کولو لپاره یي د یوه فرمان په ترڅ کې د ځينو اسلامي هيوادونو په وګړو یي، امريکا ته په سفر کولو بنډيز ولګاوه – چې د بې سارو ملي او نړيوالو غبرګونونو سره مخامخ شو- چې په پايله کې يوې فدرالي محکمې هغه فرمان رد کړ. دلته هغه اساسي توازن چې په يو ديموکراسۍ کې اړین ده ، روښانه کيږې- يعنې د درې ګونه قواوو (اجرائیه، قضائیه او مقننه) تر منځ توازن دی. ولسمشر ټرامپ د خپلې غوښتنې په موخه اوس بايد لوړو ارګانونو ته مراجعه وکړي، شايد غلطه هم نوى چې مونږ دلته دښي حکومتولي ذکر وکړو.

له بلې خوا د افغانستان تازه تاريخ ښودلې ده چې که په ولسي جرګه کې یوه پريکړه د حکومت د موخو او غوښتنو په خلاف وشي، نو ولسمشر (غني پخوا کرزی) دخلکو د استازو پرېکړې په پام کې نه نیسي او دهغو په وړاندې فرمانونه صادروي، چې اوسنی د بهرنیو چارو وزیر د دې پروسې یوه ژوندۍ بېلګه ده.

دا چې د يوه هېواد شتمنۍ د حکومتولۍ له کيفيت سره څومره تړاو لري، يو ستر او اوږد بحث دى. خو تازه څيړنو ښودلې ده چې د دغو فکتورونو تر منځ مستقيم تړاو شته – يعنې دوی یو پر بل اغېز لرلای شي چې له سياسي نظام سره اصلا ربط نلري ، دوى کولای شي چې هم شتمن وي اوهم با کيفيته لکه سنګاپور او قطر چې د نظام د جوړښت له اړخه استبدادي او شاهي هېوادونه دي اما شتمن دي او ښه حکومتولي هم لري – په لنډه توګه ويلای شو چې په افغانستان کې د اساسي ارګانونو تر منځ د توازن د نه شتون سربېره، هغوی مختلف الجهت هم دي.

د يادونې وړ ده چې ځینو هېوادونو کې څرنګه چې پورته ذکر شوه، داسې سياسي خوځښتونو ته فرصتونه برابر ندى، او څرنګه چې د افغانستان او امریکا مثالونو وښودله، چې ځينې دولتونه که پیاوړي جوړښتونه ولري او تر څنګ يي شتمن هم وي نو هلته به ولس پاروونکي کسان قدرت ته ورسيږي، ځکه ديموکراتیک نظام دغه زمينه برابر وي اما اساساتو کې بدلون راوستل او يا د اساساتو په خلاف کار کول دوی سترو غبرګونونو سره مخامخ کوي.

په پای کې دا فکر راپورته کيږې چې بېوزلي او دېموکراسۍ ته نوي رسیدلې هيوادونه چې ګڼ شمیر ټولنيزې او سياسي ستونزې او اختلافات لري، څنګه کولای شي چې ځانونه له دغو ګواښونو وژغوري – چې نظام يې دا زمينه ولس پاروونکو ته ورکوي؟ لیکن د دغه بهیر او تګلارې مخنوي لپاره د حل لارې او چارې يې محدودې او يا هم هيڅ نوى.

هغه څه چې شتمني فکتور پورې اړه لري، نو د دموکراتیکو او استبدادي نظامو مقايسوي څيړنې ښودلې، چې شتمني د حکومتي جوړښتونو په کيفيت او بلاخره تصرفاتو کې يو ځانګړې نقش لوبوي.

چې له دې اړخه استبدادي هيوادونه لکه سنګاپور، عربي متحده امارات او همدارنګه ځينې نور له ډیرو دموکراسيانو څخه له هره اړخه ښه او پیاوړي حکومتونه لري. پاتې شو د انساني ارزښتونو او آزادیو بحث، نو دلته استبدادي او شاهي نظامونه پاتې راغلي، په دې ډګر کې ديموکراتیک نظامونه زیاتې ښيګڼې او آسانیاوې لري خو په غرب کې روان سياسي حالات ښيي چې داسې جوړښتونه هم بى څه نه دي – لګ غفلت سره نظام له اوږدمهاله تجربو سره سره په خپلو په بنسټې جوړښتونو کې له سختو ننګونو- یعنی ولس پارولو سره مخامخ کيږې، چې اداره کول او حلول يې هرکولسي کار دي.

لیک: وحید وطنيار

دی پشتون ټایمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*