په غزني کې د پښتنو ځوانانو پرسر د چارواکو او وسله والو ترمنځ پټه سودا / زرغون شاه خروټی

Taliban 24

څنګه چې موږ او تاسو په تېرو دوولس کالو کې په غزني ولایت کې د سلګونو پښتنو دولتي او غیردولتي موسیسو د کارمندانو ځوانانو، پولیسو او نورو خلکو د ترور شاهدان یو، نو په دغه ولایت کې په دا وروستو کې د علاوالدین ځلاند او حمید ودان  تر وژنې وروسته داسې ګنګوسې دي چې په غزني کې شاید د ارګ د استازي والي عبداللکریم متین، امنیته قومندان زمان خوستي او ځینو نورو دولتي چارواکو د لښکرو او وسله والو ترمنځ د پښتنو په سر پټې سوداوې روانې دي، خو تر شا یې د غیر پښتنو قومونو غښتلی لاس شتون لری، چې یوواځي پښتانه ترور کړي.

که څه هم تر دې وړاندې به دا خبرې په پوسڼه پوسڼه کیدې چې په دغه ولایت کې یواځي پښتانه وژل کیږي خو په اوسني وخت کې د ولایت ټول خلک په خاصه توګه پښتانه په ښکاره د دغه ډول ترورونو نارې وهي او په خواله رسینو کې دا ډول خبرې لیکي چې یواځي د دوی ځوانان وژل کیږي، دوی دا خبره هم کوي چې کشفي ارګانونه هم د پښتنو د ترور او وژنو په مخنیوي چندان غوږ نه ګروي.

غزنی هغه ولایت دی چې په اتلسو کې څوارلس ولسوالۍ یې پښتانه دي خو د واک پر ګدۍ یې بیا هم په سلو کې ډیری برخه غیرپښتانه ناست دي، ځکه وجه یې هم همدا د پښتنو ځوانانو ترور او وژل کیدل بلل کیږي، خو مدني فعالان او روشنفکران دا خبره هم کوي چې شاید په دغه ولایت کې د وسله والو مخالفینو ترڅنګ د ځینو خاصو غیر پښتنو کسانو وسله وال ترورکوونکي هم شتون لري چې په پایله کې یې یواځي پښتانه ترور کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې له تیرو دوولس کالو څخه د نور افغانستان ترڅنګ په غزني کې د نورو قومونو په پرتله پښتانه زیات وژل کیږي، خو دلته دوه نور قومونه تاجک او هزاره که څه هم چې له ښار څخه په لري واټن کورونه لري نو سهار ماښام خپلو دولتي دندو ته له کلیو څخه دولتي دفترونو ته سهي سلامت رسیږي، نه پر لاره وژل کیږي او نه هم وسله وال ورباندې برابریږي.

لیک: زرغون شاه خروټی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*