پشتون قام د سياسى او مذهبى مشران څخه يوه تقاضه/ اورنګ زيب کاسئ

Aurangzeb Kasi
نن ټول لر او بر افغانانو پشتنو ته دا خبره څرګنده سوا چى په پاکستان کشى افغان کډوال او محکوم پشتون من حيث القوم دهشت ګرد . وران کار . قابل نفرت او ده تذليل علامت ګرځيدلئ دئ ؛ په طور خم او سپين بولدک ويش باندى ده لارو تړولو په وجه ده دواړو اړخه پشتانه افغانان وه ډير مشکل ته مخ امخ دى خاص کر ناروغه خلق ..تجار ..ټرانسپورټران ..مزدورکاره طبقه ..هم دغه شان دا ټولو طبقو ته په پنجاب او سنده کشى دا مشکل پيش دئ ؛؛ نيول.. بندى خانو کشى تړل.. ويحل کوټل.. بي عزتى رسه ول په خپل ځائ ستنزى دى ؛؛؛په دواړو ځائيو کشى ده کروړاٶ اراباٶ کالدارو تاوانونه هم لويه بربادى ده … راتلونکى حالات ده شه وخواته ده تلو امکان کم دئ ؛؛ افغانستان او پاکستان اړيکى ورځ په ورځ په بده اوړى .. افغانستان ته پيشه ده طالبانو څخه ده او ګيله ي دا ده چى پاکستان ي په شاء ولاړ دئ او کومک ور سره کئ ؛؛ الته مسله ده فکر يعنى ده مائينډ سيټ جنګ دئ ؛؛؛ پاکستان ته پيشه ده ډيورنډ کرخى ده تر دي هنده چى ګلبدين حکمت يار او مولوى محمد عمر هم په رسمى توګه دا کرخه وو نه منله…او ورسره ده پشتونستان او بلوچو ده آ ذادئ بنډار هم ځان له مسلي دى .. ګواکي پاکستان ته مسله ده مائينډ سيټ پيشه نه ده .. وه ملک ته ي ده ويشلو خطر سته .. په دي انداره کشى چى ورته وه ګورى پاکستان معنا پنجاب په نوم ده افغان او پشتون څخه کرکه کوى او ده يو قام او ملت په حيث ي خپل دشمن ګڼړى …او پاکستان ته اوس مسله دا پيشه ده چى ده باچا خان .. ولى خان .. اجمل خټک او افضل خان لالا پست ده ډيورنډ کرخى او پشتونستان مسله ختمه ګڼړى ..ولى چه نن اسفند يار ولى خان هم ده عبدالصمد خان اڅکزى شهيد او محمود خان اڅکزى په لاره روان دئ او ده پاکستان په چوکاټ کشى دننه ده پشتنو يوه صوبه مطالبه په ډاګه کوى او ده محمود خان اڅکزى په شان ده پنډئ پنجابى فوجى جنرال ي په دي خبره مطمين کړى دى .. او په ډاګه وائ چى ده خيبر پشتونخوا نوم ماته پنډئ راکړئ دئ او زه په دي خبره فخر کوم چى ما ده باچا خان او ولى خان ارمانونه سر ته ورسه ول. يعنى ده باباګانو هدف تش ده صوبه سرحد نوم پشتونخوا ټاکل وو .. زه چى ده اي اين پى بلوچستان صدر وم .. په ۱۳.مئ ۲۰۱۳ اسلام آباد ميرټ هوټل کشى ده پارټئ ده تهنک ټينک غونډه وه ما چى ده ډيورنډ کرخى او ده قرارداد بنو خبره وکړه .. مشر مخ راوګرځوئ او ډير په اخلاص او په سفا ټکو راته وو وئيل ” کاسى ! ده ډيوزنډ او ده قرار داد بنو خبرى داسى ختمى سوى لکه مړئ چى په لهحد کشي کشيژدي او خاورى په واچوي …”افراسياب خټک ده دي مجلس ګواه دئ ؛؛؛ نو غونډه چى ختمه سوا زه اسلام آ باد پريس کلب ته لاړم او ده پارټئ سره مى تړون ختم کئ ؛ ولى زما په سوچ چى ده پشتنو په سياست کشى چى دا دوه ټکى نه ئ بيا مسلم ليګ او پيپلز پارټئ ځنى شه ده ….

نن آفتاب خان شير پاٶ هم ده پشتون خبره کوى مولانا فضل الرحمان هم په خټه پشتون دئ؛؛ ووټ بنک ي ده پشتانه دئ؛ ده پشتون ملا په نوم تشخص لرى.. حزبى ملګرى ي ده پشتونولئ. کلتور. دود ودستور او ژبى ده ننګ خاوندان دى.. ميرمن نسيم ولى اي اين پى ولى په نوم نوئ حزب تشکيل کړئ دئ؛ وائي چى اسفند يار خان ده باچا خان هدف او ده ولى خان ده سياست لار غلطه کړه زه هغه ځوانانو ته چى ده بابا ګانو هدف و مرام سلسله جارى ساتل غواړى لار مى ورته جوړه کړه.. ډيورنډ کرخه نه منلو په هکله ي موقف واضع دئ.. ده پنډئ اسټبلشمنټ سره ي رسما” اړيکى نسته. مخ کشى څه کيژى دا به په تاريخ پريژدو؛؛

په دي هکله ذما خوائش دى چى ده باچا خان مرام او وژن بايد دئي چه ولى باغ ي رهبرى وکى. ولى په دا کور پشتانه راغونډ دى او که دلته تياره سوه بيا به هم “هم داسى بليژى ده بابا ده فکر شمع” خو څوک به ئ کله به ئ دا به ډير وخت وا نه خلى.. ولى ده نړئ او ده افغانستان حالات به ده دي فکر روزنه کوى او هسى هم نن په کوئټه.. پشاور ..فاټا .. افغانستان او خارج کشى بى شميره ځوانان خپل ده لوئ ملت بيا ده يوالى په هکله ډير ژور فکرونه او جذبى لرى او په يوه نوى حساسيت اړيکى لرى…

تر کمه هنده چى ده پنجاب خبره ده ..ده هغه دا سوچ دئ چه اوس ده باچا خان ده تحريک هغه خطر ختم سو چى پنجاب به ځنى پريشان وو.. ده ډيورنډ کرخى او ده پشتونستان مسلي اوس يوازى ده افغانستان ده سر درد دئ؛؛؛؛؛ ولى چه ده پشتنو څلور واړه مشران اوس ده پنجاب او فوج په انداره کشى سياست ته ترتيبات ورکئ؛؛ ده باچا خان او ولى خان ده وختونه هغه جنګى يعنى مزاحمتى سياست نور توام نلرى.. که ده پشتنو سره يو ذياتوب وو سئ بس ده اخبار تر هنده به خفګان شکاره کى او ګله به وو کى.. لکه ده کاريډور پشتنى لارى په هکله چى څه وسو… پنجابى روټ جوړ سو پشتانه مشران صاحبان وائي نواز شريف دى خپل قول پوره کى کنى موژ ملنګان يو بيا به دئ زموژ هزار وو وئي … تش شرا يعنى خيرى کوو….

چونکه اوس ده رياست مخالف يا ده آذادئ خبره نسته.. او څلور واړو ده پنډئ سره شه چارى دى پکار دئ چى دا خبره ده هغو سره سپينه کى چى اوس ولى هر پشتون ته ده باچا خان ده قام په نظر ګوري.. موژ خو ستاسو په امامت کشى روان يو او ده پلار نيکه سياست مو تر پشو لاندى کړئ.. نو نور به ده پشتون سره ده ميرزى ورور رويه نه ساتي؛؛ ده دا دومره قامى تاوان ورسته ده پشتنو سره په طورخم و سپين بولدک او په پنجاب و سنده کشى ناروا سلوک برداشت ول وه دا مشرانو ته ده پيغور سبب جوړيژى.. پکار دئ چه دا ټول مشران په يو پليټ فارم راغونډ سى او سى پيک غربى روټ.. په طور خم او چمن ويش بندپز ختمول او ده پشتنو من حيث القوم جانى مالى او ده عزت نفس تحفظ وکى… هغه ده باچا خان ده هدف او مرام څخه تشتيدل ده ګناه کفاره خو نه کيژى البته ده پشتون موجوده مشکلات به څه کم سى.
لیک:اورنګ زيب کاسئ

دی پشتون ټایمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*