ولس، اقتداري نظام او فرکسیونالیسم – یوچټک نظر قبائیلي سیموته/ وحید وطنيار

ښاغلى وحید وطنيار خپل ابتدایی زده کړی د آلمان په هايدلبرګ ښار کې سرته رسولی-خپل لوړ تحصیلات; لسانس او ماستري یی د سياسي علومو په برخه کې هم په هايدلبرګ ښار کې تر لاسه کړي-  چي اوسمهال ښاغلى وطنيار خپله دوکتورا هم په سياسي زدکړو کې د روپرغشت کارلس پوهنتون هايدلبرګ کې ترسره کوي

ښاغلى وحید وطنيار خپل ابتدایی زده کړی د آلمان په هايدلبرګ ښار کې سرته رسولی-خپل لوړ تحصیلات; لسانس او ماستري یی د سياسي علومو په برخه کې هم په هايدلبرګ ښار کې تر لاسه کړي- چي اوسمهال ښاغلى وطنيار خپله دوکتورا هم په سياسي زدکړو کې د روپرغشت کارلس پوهنتون هايدلبرګ کې ترسره کوي

پرته له شکه چې د سیاسي علوموله اړخه د پاکستان سیاسي نظام ” استبدادې” جوړښتونه څرګنده وې؛ د”ولفګنګ مرکل” په “تیپولوجی” یا “ډولیزه پوهنه” کې “استبدادي” نظام په دوه څانګو ویشي؛ اقتداري او انحصاري رژیمونه (مرکل ۲۰۱۳). یو چټک نظر د پاکستان تاریخي حوادثو ته، دا ثابته وي چی، له ۱۹۴۷ کاله را په دیخوا د دغه هیواد په سیاسي نظامونو جوړولو و یاهم ړنګولو کې ، پوځ په کې اغیزمنده رول لوبولي دي – په بل عبارت د نظام مشروعیت او جوړښت پوځ ته تړاو لري (شمس الله خان ۲۰۱۰) – د پاکستان د پوځ بیلا بیلو استراتیژیګاني د ملکي حکومتونو په ړنګونو،خپل اهداف او فایدو په لاس راوړنو او همداراز ګن شمير نور ځا نګړتیاوې هغه لاملونه دي, چې “اقتداري” رژیم ډولونه یي ښکاره کوي غالبا کله چې داسي نظامونه بحراني پړاو ته مخامخ شي، نو د “یو هانس ګرشوسکی” په قول د دریو بنسیټیزو تګلارو تر لاندي، اقتدار او قدرت ساتلو ته لیوال دې او ترینه کار اخلی: مشروعیت؛ زورزیاتي او ګمارول ( ګرشوسکی، ۲۰۱۲). د کوزي پختونخوا روان حالاتو ته په کتو د پاکستاني پوځ تګلاري ثابته ول یا ښودل کومه ستونزمنده کار ندی؛ ځکه دوي خپلي بقا او قدرت ساتلو لپاره د هیواد دننه او بهر, “مشروعیت” ته اړتیا لری، چې د یو اړخ نه په زورزیاتي یعني “رپریشن” اوله بلي خوانه بیا په “ګمارلو” تر لاسه کوي/ کول غواړی- چې ځیني وختونه داسي تګلاري د دوه مهمو مشروعیتي چینو په کچه غوره کیږی: افقې; د ملکي مشروعیت په کچه ” ټولټاکنې” او عمودي; د دولتي مشروعیت په کچه ” پارلمنت او نور دولتي څانګی” (شیدلر ۲۰۱۳).

خو؛ دلته بنسټیز شوي جوړښتونه لکه ” ټولټاکنې” او یا هم “پارلمنت” د نظام په مشرعیت کې شاید لګ مرسته وکړي – خو کله چې “اقتداري” نظامونه مشروعیت یي بحراني شي نو “روان سیاسي ګامونه” دي چې دوي ته بقا ورکوي- دغه سیاسي فیصلې یا د” زورزیاتي” په شکل عملی کیږي یا هم د ” ګمارلو” په شکل- چې په دواړو کې، د قدرت ساتل او مضبوتولو هدف دی. د ضرب العضب پوځي عملیات په ۲۰۱۴ چې د رسنیو په ویلو، د پاکستان د اردو فیصله و نه دملکي دولت، خو تطبیق یي قباېیلو ولسونو ته له هر اړخه بنیادي زیانونه ورته ورسول: د کورنو او ښارونو ړنګیدا یي اقتصادي زیان؛ ملکي تلفاتو سربیره مهاجرت او بي وزلي له بل اړخه – کولي شي چې د دولت مشروعیت بحراني پړاو ته ویسی. دغو ټکو ته په کتو د ګرشوسکي دوه ذکر شوي ټکي دلته واضح کیږي: د دولت مشروعیت چې په بحران کې دي او “زورزیاتي” چې د ضرب العضب په شکل عملي شوي دی. اوس له پاکستان د پوځ او هم د مرکزي د دولت له اړخه پوښتنه دا ده چې، څنګه خپلي کړني پټي او دا ځپیدلي ولس بوخت وساتی؟ ځکه د دولت مشروعیت خو بحراني دی، چې پوځي اقداماتو(یعني زورزیاتي) په ترڅ که تر سره شوي، نو پاتي شوه د ګرشوسکي دریم ټکي یعني ” ګمارلو” استراتیژی.

کله چې ولسونه په مختلفو معیارو ویشل شوي وی، لکه ژبه یز، منطقه یز، عقیدیز او همداراز ګڼ شمیر ځیني نور توپیرات، نو مرکزي حکومت دلته خپل موخو لپاره دغو اختلافنو نه د ګمارلو په شکل تري ګټي اخلی: د مثال په توګه هغه مرکزي اهداف چې له کوم سیاسي چاروکي له خوا، ښه او ګټور په منطقي او مشخصی ساحي کې پلي کیږی، نو هغه کس بل العکس بیا په دولتي چارو کې “ګمارل” کیږی- البته د داسي کسانو د اختیاراتو کیفیت یو ځانګړي جلا بحث دي چې مونږ یي دلته نه څییړو، خو د فاټا او هم د ځیني خیبر پختونخوا سیاسي چارواکو ته باید یو نظر واچو- ځکه دوي خو په دولتي جوړښتونو کې د ولس استازیتوب کوی، لیکن د خپل منځي د اختلافاتو له کبله دوي غالبا “الایز” رول په سیاسیت که لری، چې د مرکزي موخو په ترڅ کې کار ځیني اخیستل کیږې.

چارواکي په پختونخوا کی

دا به شاید ټولو د خپلو پښتني مندو څخه اوریدلي وی؛ ” چې کور کې را ته کورکي مه جوړه وه”. کله چې د کور دننه ځیني غبرګونونه او ختلافات را پاڅي نو اکثري مور ګاني دغه جمله کاره وي – که چیري د مورګانو دغي جملي په الفاظو کې پاتي شو، نو “کور” د حزب مانا زان ته رانسي او “فرکسیون” د کورکي تر لاندي باید وپیژندل شی. غربي ستر سیاسي فیلیسوفان لکه ولتیر، بولینګ بروک، هیوم دوي ټول په دي نظر وو، چې “فرکسیون” (کورکی) په ټولني کې یو خاصه ډله وی, چې اکثرا له یو کریسماتیک مشر له خوا رهبري کیږی- دوي بیا لومړي خپلو شخصي ګټو ته او بیا منطقه وي ګټو ته ژمن دی. د دغو سترو سیاست پوهانودافکارو په تداوم “جواني سرتوری” د داسو ډلو یو تیپولوژي یا ډولیزه پوهني هسي یي کړي – چې د نوموړي له تحلیل نه وروسته داسي ډلي خپلوموخو په اساس, لاندي مشخصات ښکاره کوی: سازماني، تحریکي یا انګیزیز، ایدولوژیکي اوپه اخیره که چپي او راستي ډلي (سرتوری، ۶۵)- چې د یو سیستماتیک میکانیزم د نه شتون له امله دوي د یو کس یا محدود کسانو له اړخه اداره کیږي او د هغوي موخو ته ژمن دي – چې له بده مرغه هغه د”ولس استازیتوب” مسولیت اوټولنیزه”دنده” دلته د ذاتي ګټو او اهدافو له کبله نابودیږی. د سیاسي علومو په ترڅ کې دولس او د ولس غږ نظام ته رسول د ” احزابو” دنده ده، چې سیاست پوهان هم په دي اړوند هم نظره دي- خو خیبرپختونخوا او فاټا کې د یو یا دوه ملي ګوندونو نه شتون او د بیساري سیاسي ” ډلی” حضور ښایي چې دلته په افقي کچه دولس موخي او غوښتني په ډلهییزه توګه ویشل کیږی: تحریک انصاف، عوامي نیشنل ګوند، جمیعت علماي اسلام وغیره. او له بلي اړخه په عمودي کچه مرکزي دولت ته خپلي موخي د کورکیو تر مینځ ډیر ساده او اغیزمنده پلي کولي شی- ځکه دغه ډلي خپل موقف ساتلو لپاره د مرکزي دولت ملاتړي ته اړتیا لري او بل العکس دولت په ځانګړو “ګمارلو” استراتیژی, لومړي د خپل اقتداراي جوړښتونه مضبوطه وي او بیا د سیمي په کچه غوښتني او ژمني د “ډلو” په شکل ویشي- چې له بده مرغه د ” ولس” غږ او غوښتني دلته دواړه نه اوریدل کیږي او نه هم اوریدونکي شته – چې په حقیقت کې د ډلییزو سیاسي ډلو له امله او د هغوي خپل مینځي ستونزي او اختلافاتو له کبله د ولس “هیلی” او”غوښتنی” قرباني کیږې. الجزیري شبکي هم ترخپلي څیړني وروسته په دي آند دی، چې ګن شمیر اختلافات د احزابو تر مینځ په پښتنو میشتو سیمو که شته، چې پایلې یي نظامي شکل نیسي – غواړم چې دلته روښانه کړم، چې فکري او ایدولژیکي اختلافات په یو سیسټسم د زغملو وړ دي او باید وزغمل شی، خو که آن دغه فکري توپیرات د منطقي ډیالوګ نه د تاوتریخوالي انځور نیسي نو دا عمل هیڅ یوي سالم سیسټسم سره تړاو نلری. د تحریک طالبان پاکستان پرله پسي بریدونه او وژني پر عوامي نیشنل ګوند یو ښکاره د سالم سیسټسم د ضعیفي یوه نمونه دی، چې د الجزیري د راپورونو پر اساس په تیرو پنځه کالونو کې ګن شمیر د عوامي ګوند غړي یي وژلی. همداراز څه چي د اقتداراي حکوموت ( پاکستان) د پالیسیانوموخي اواهدافو ته تړاو لری، نو په دي ډلو کې د هغه پلي کول، د “ګمارلو” او د “کورکیو” په جامو کې روښانه کیږي، او له بل اړخه که کومي ډلي یا ګوند د مرکزي حکومت د موخو خلاف عمل وکړ یا یي هم اساسي غوښتني درلودلی، نو دوه ډوله چلندو ته به یي مخه وشی: (۱) نرم زورزیاتي د احصارولو ګواښنو اختاریه، د مثال په توګه نوي غړي په ډلي که راپارول او یاهم سیاسي محدودیات، او (۲) شدید زورزیاتي د پوځي عملیاتو په شکل یا هم سلکتیف د ډلو د کدرونو وژل.

د فاټا روان او تیرشوي حالت ته په کتو داسي ښکاري چې ولس د دواړو اړخو څخه ځپیګی: مرکزي حکومت د خپلو اقتداري تګلارو سره له یو اړخه او د “کورکویو” ځانځانی غوښتني او موخي له بله اړخه – دولت ته دا زمینه ور برابره وي چې له “ګمارلو” او “زورزیاتيو” په وسیله خپل اهداف په ښه توګه پلي کړي – چې ملاتړ یي په دغه موخو کې ځیني خرڅ شوي مشران او نه تنظیم شوي ډلیزه ګوندونه کوی او یا هم وسیله کیږی – چې په حقیقت کې نه یي د پوځي زورزیاتیو د ولس په وړاندي مخه نیولی، او نه یي هم د مرکزي دولت تګلار ته خنډ او منطقي طرحي جوړي کړی. هسي هم په پاکستان کې د اقوامو د موقف څیړني ته اړتیا نشته ځکه، په سیاسیو او ټولنیزو رهتوریک کې وطنپاله او غداران ښکاره ویشل شوي دي – خو ټکوته په نا دیده کتو پښتانه، بلوڅان دوه هغه ولسونه دي چې د دوي اساسي لومړتوبونو او غوښتني تل ګواښنو سره مخ شوي دی؛ ټیټه علمي کچه، توپیرات په ټولنیز او سیاسي جوړښتونو کې، نه یواځي بحراني حالت لري بلکي له نابودي سره هم مخامخ دي. روان حالت ته په کتو د پښتونخوا ولسي تحریک مشرد ډاکټر سیدعالم محسود دا اندیښني دي، چې “پنجاب دا فیصله کړي ده، چې پښتون قام به هم به په فاټا کې ځپو اوهم به د ښارونو په کوڅو کې – د نوموړي په وینا؛ اساسي ستونزه د پښتنو دا ده، چې دوي یو وطنپاله ګوند هم نلري چې د دوي دانساني حقوقو په اړه غږ پورته کړي. ښاغلي محسود زیاتوی، چې ځیني مشران چې تل یي د پښتونپالي او وطنپالي تر لاندي ګټي اخیستي خو په روان حالت کې چې عام پښتون سختو بي عدالتیو او ترهګریو سره مخامخ دی، خپلو سیاسي اهدافو په موخه غلي دی”. د هفینګټون پوست په وینا اوس هم رواني ستونزي یا سیاسي فیصلي د تیرشویو حالاتو پر بنسټ کیږې؛ د پنجابیانو کلک استحکام په دولتي او پوځي څانګو کې او د هغوي ټیټ نظر نورو ولسونه ته ښکاره توپیر آمیز اوبد چلند دی، چې له بده مرغه په دي کې پښتنون ولس پیغوري ژوند ترسره کوي – چې ثبوت یي په ټولنیز او سیاسي دیسکورسونو کې واضح ښکاری.

دا چې په راتلونکي څه کیږي او د فاټا دولسونو غوښتني او موخي به اوریدل کیږي که یا؟ با ید ورته تردیدي وکتل شی، – قبائیلي سیمي خیبر پښتونخوا کې د ورګډولو پریکړه خو وشوه، خو پوښتنه دلته دا ده چي؛ آیا دغه سیمي به پرمختیایي، او بنسیټیز قانوني اصلاحات په حقیقي او ښه توګه ومومي؟

دغه اندیښنه ځکه، چي نظام له مخي غیر عادلانه وي او اقتصادي او ټولنیز پرمختیایي يي هم په ښکاره توګه توپیرې وي، نو اوس قبائیلي سیمي خیبر پښتونخوا کې ورګډول باید په هوښیاري پلی او تعقیب شي. تاریخ ګوا ده چی، کله لویدیځ آلمان له ختیځ آلمان سره په ۱۹۸۹ ور ګد شو نو تر اوسمهاله لویدیځي ایالاتونه بي ساري مالی مرستي يي له ختیځ آلمان سره کړي- ترسوختیځي جوړښتونه تر یو حده پوري له غربی آلمان سره برابر کړي – خو اوس هم سربیره پر دي کافې ستونزي لیدل کیږي. نو دغو ټکو ته په کتو بیا د پاکستان سیاسي او اقتصادي نړی کي د پنجاب/اسلام آباد او پیښور یو توپیر هلته بیا د پیښور او د قبائیلي سیمو بل سترتوپیر چی د لته د فاټا د سیاسي او اقصتادي د جوړښتونو معیار پورته کول را ته غبرګوونکي را بریښي.

بیا له بل اړخه د پاکستان تازه پوځي پلان “رد الفساد” تر نوم یو غبرګونکي خبر دی، ځکه د دي پلي کیدل پښتون ولسونو ته به بیا په فاټا او نورو سیموکې هغه تریخ زیري به په پایله ولري چی، د ضرب العضب څخه پاتي شوي ویجاړونه به له سره ړنګي ډنګي شی- یو ځل بیا پښتنو ټولني ته به د مرګ ژوبلي تر څنګ اندیښنونکي بنسیټیز ګواښونه به پلي کړی. دا له دي کبله ده چې دغه موخه پاکستاني اقتداري نظام ته ویشل شوي “کورکی” وربرابره وی،هغه ډلي، چې د ولس ستونزي ثاني ګني او په ګن شمیر ایدولوژیکي او موخهیزو څانګو ویشل شوي دی. اوله بله اړخه مرکزي حکومت یا دپاکستاني پوځ له همدغي سیاسي خلاووڅخه اوهمداراز نویو پارونکي ډلو نه, چې کله ترهګریز او کله هم مودرات شکل نیسي اغیزمني ګټي تري اخلي او په دغو تعاملو کې د”ولس”غږ او غوښتني لکه بیوزلي اوښکي څاڅکي څاڅکي پر مخ یي رابیږی. تر ټولو ستر غبرګون دا دی، چې اوسمهال کومي قومیزي تاوتریخوالي د میشت پښتنو پر مخ په نورو سیمو کې روان دی، دغه ستونزه خپلي دوهمي پړاو ته ځی، یعني تر اوسمهاله سیسټیماتیک د پښتنو ځپول ټولنیز ډګر ته اوړي – په بل عبارت حکومتي بد چلند اوس فردي یا ملکي په کچه پلي کیږې، چې د عام پښتون ځورول او اقتصادي او ټولنیز بندیز او احصارول په پنجاب میشتو سیمو کې دغي پروسي یوه ژوندي جوګه ده.

لېکوال: وحید وطنيار

دی پشتون ټایمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*