نیلوفر رحماني ولې پنا وغوښته؟

2786b88d00000578-0-image-a-94_1428932431562 د افغانستان نوم وتې پیلوټه نیلوفر رحماني چې د څو کالونو راهسی یې د هیوادوالو په خذمت کې خپله دنده ترسره کوله. اوس ډیرئ افغانان دغې خور ته سپکې سپورې وايي ځکه چې د هیواد ساتونکي وه باید هیواد یی نه وائ پریښودلئ. خو په دې نه پوهیږي چې نیلوفر رحماني د همدوئ د لاسه هیواد پریښود. له یوې خوا همدا خلک د جهادي ورانکارانو او قاتلانو هرکلئ کوي او ستاينې یې کیږي. له بلې خوا د هیوادوالو ساتونکو نه د هیواد جوړولو او ساتلو غوښتنې کوي. ددې پنځلسو کالو مونږ شاهد یو چې همدې ملت خپل جهادي قاتلان په ځانونو واکمن کړل. له یوې خوا یی دولت وخوړ له بلې خوا یی ملت نړیوالو ته جهادي فکره معرفي کړ. اوس نو د نیلوفر په شان ښځې په کوم دلیل د داسې جهادي ملت او خاینانو ساتنه وکړي؟ هيڅکله نه اوس داسې ښکاري چی د هیواد حالت به همدا د سولې په نوم راغلي جهادیان خراب کړي ځکه چی تر شا یې جهادي فکره ملت ولاړ ده. ډیرئ هغه افغانان به هیواد پریښودو ته اړ شي چې دلته یې صادقانه خذمت کولو ځکه دلته هیواد او ملت ته څوک خذمت نه کوي. نیلوفر رحماني د هیواد سره کوم خیانت نه ده کړئ بلکې همدا ستاسو جهادي مشرانو او کشرانو خیانت کړئ چې د کار خلک یې د خپل هیواد پریښودو ته مجبور کړي دي.

لیکنه: امیرخان منګل

دی پشتون ټایمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*