نیلسن منډیلا او باچاخان / ګوهر ننګيال

10577050_548001851995734_1448620891061560862_nنیلسن منډیلا  هم لکه دَ باچا خان دَ خپل قام لپاره ډېرې سختۍ تېرې کړې دي، دَ خپل قام يو حقيقي ليډر وو ـ هغه چې کله ۹۹۰ کښېنیل امريکا ته تلے وو، پۀ آرون ډيوس هال کښې يو صحافي کن اېډلمېن ترېنه وپوښتل چې هغه کسان (مونږ امريکايان) څوک چې دَ بشري حقوقو لپاره ستاسو مبارزې ته پۀ درنه سترګه ګوري، هغوي پۀ دې خبره ډېر مايوسه شول چې لۀ بنده ازادېدو پس ايله شپږ مياشتو کښې تاسو درې وارې ياسر عرفات سره ليدل کتل وکړل، دَ هغوي مو ډېر تعريف وکړو، تاسو دَ کرنل قذافي سره ملاقات دوران پۀ ټوله دنيا کښې دَ هغوي دَ امن او ازادۍ لپاره دَ مرستو ستائېنه وکړه ـ تاسو دَ فيډرل کاسترو سره دَ ليدو کتو پۀ وخت هغۀ ته دَ بشري حقونو دَ ليډر خطاب ورکړو ـ تاسو وويل چې دَ بشرو حقونو دَمبارزې پۀ قطار کښې کيوبا تر ټولو سرلوړه ده حالانکه پۀ کيوبا کښې تر ټولو زيات دَ بشري حقونو استحصال کېږي
نيلسن منډيلا ورته وويل چې تاسو سياسي مبصران اکثر دا غلطي کوئ چې ستاسو خيال دے ګنې ستاسو دشمن به دَ هر چا دشمن وي ـ خو داسې نۀ ده، دَ يو ملک پۀ حقله زمونږ خيال، رويه او ورسره تعلق دَ هغه نظر پۀ بنياد وي پۀ کوم چې هغوي مونږ او زمونږ تحريک ته ګوري

ياسر عرفات، کرنل قذافي او فيډرل کاسترو زمونږ تحريک ته همېشه پۀ درنه سترګه کتلي دي او زمونږ حمايت ئې کړے دے ـ

اوس پۀ دې انټروېو کښې دَ پاکستان دَ يو قام پرست ګوند ځېنې مشرانو لپاره ډېر لوی سبق پروت دے، چې هندوستان او افغانستان دَ باچا خان خدائي خدمتګار تحريک ته، خدائي خدمتګارو ته، دَ فېرنګي خلاف دَ پښتنو مبارزې ته همېشه پۀ درنه سترګه کتلي دي او پۀ هر ډګر ئې حمايت هم کړے دے ـ نن کۀ دَ افغانستان سره يا دَ انډيا سره دَ پولې پۀ سر دَ پنجابي فوځ شخړه راځي نو زمونږ پکښې هېڅ کار نشته، پنجاب پوهه شه او لانجې ئې پوهه شه ـ هغه پښتو کښې متل دے وائي “لنډے حلال نۀ دے او خانک پۀ سر” ـ يا “ما مۀ شمېره در ګډ يم” ـ زمونږ دا ډومېن نۀ دے، مونږ دَ باچاخان دَ خدائي خدمتګار تحريک سياسي وارثان يو، زمونږ جدوجهد او سياست پۀ عدم تشدد ولاړ دے ـ زمونږ سره دا نۀ ښائي چې اعلانونه وکړو چې پاکستانه!جرنېل صېب!!! تۀ وروستو شه اول به زۀ او زما دَ سرې جنډې سپاهيان جنګېږي ـ مونږ سره به دا ښائي چې مونږ دا اعلان وکړو چې وړو قلار کېنئ ، دنيا کوم ځای ته اورسېده او تاسو پۀ کومو اوتو بوتو سر يئ، خبردار جنګ ونۀ کړئ، دَ جنګ هغه پېسه دَ قام پۀ صحت، تعليم او دَ بچو پۀ روښانه مستقبل ولګوئ ـ

مونږ سره به دا اعلان مزه کوي چې کۀ خدای مۀ کا چرته جنګ ونخلي نو زمونږ کردار به پکښې دَ يو ثالث وي ـ مونږ به حتې الوسع کوشش کوو چې جنګ ونۀ شي، او کۀ پېل شي نو چې زر ئې سفارتي حل راوباسو ـ
لۀ ډېره سوخته

لیک: ګوهر ننګیال

دی پشتون ټائمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*