نائی او ټولنه

افتاب ملاڳوری

افتاب ملاڳوری

 پُښتَنه ټولَنه کښې ډیرکِردارونه دی چې زَمونږ اَمروزه ژوَند دَ هغوۍ نه بغیر نیمګړۍ ښکاری. دا کِردارونه کَه په یو پلَو زمونږ ټولنیز ژوند له ترتیب ورکوی نو په بل پلَو زمونږ د شریک ژوند ښایست هم سیوا کوی. په دې کِردارونو که یو نوم د نائی هم دې. نائی د ټولنې یو ډیر مهم کردار وو (او په ډیرو سیمو کښې اوس هم دۍ). د نائیانو یوڅو زمه وارۍ دا وې.

۱) د غم ښادۍ سوال ځواب نورو کلو او خپلوانو ته رسول

۲) په غم ښادۍ کښې د میلمنو خدمت ته اودریدل

۳) په ډیرو سیمو کښې د ماشومانو سونتونه هم د نائیانو یو ذمه واری وه

۴) ویخته جوړول

نائیان څه بیل قام یا قبیله نه ده خو چې په کومه سیمه اوسی هم د هغه قام یا قبیلې برخه وی خو افسوس چې اکثره پښتانه قامونه دوۍ په خپل ځان نه ګَدوی. او سپک ورته ګوری . په دې مضمون کښې زه په دې خبره رنړا اچوم چې نائیان چِرته نه راغلل او دا خبره ښکاره کول غواړم چې دوې هم دومره پښتانه او محترم دی څومره چې هغه خلق دې چې ځان ته درانه او دوئ ته سپک ګوری. د بشر پوهانو او ټولنپوهانو د پوهې نه مونږ ته دا پته لګی چې پخوا ټولنې ساده وې او د انسان ضرورتونه ډیر کم وو. په دغه زمانه کښې هُنر دومره مخ په وړاندې نه وو او بنیادی هُنرونه ډیر حده پورې د هر چا ذده وو. وخت سَره سَره د ساده ژوند په یو ډیرګران کښې بدل شو په دغه وخت کښې انسان د دې جوګه نه وو چې خپل ټول کارونه خپله تر سره کړی. په داسې حالاتو کښې ټولنه په داسې رنګ تقسیم شوه چې کوم خلق په کوم هنر ښه پوهیدل هغه ئی راخپل کړو. بیا یو رواج دا هم جوړ شو چې خلقو به خپل هُنرخپلو بچو ته خودلو. دا رنګه دا روزګارونه د دغه خاندانونو پیژندګلا جوړه شوه لکه نائیان، کولالان، ترکاڼان (یاده دې وې چې میاګان هم داسې یو پیژندګلا ده دوۍ مذهبی ذمه وارۍ تر سره کولې چې وخت سره د دوۍ بیله پیژندګلا جوړه شوه. په بعضې ځایونو کښې دوۍ د مشرانو د بزرګئ او مذهبی خدمت په وجه میاګان یادیګی)-

اوس د قیصې بل اړخ ته ځو. د ټولنې په ارتقاء ډیر څیزونه اثر غورزَوی و په دې کښې یو مهمه اداره “مذهب” دې. کله چې په دې سیمه هندو مذهب خور شو نو د ټولنې په هر اړخ کښې د دغه مذهب رنګ ښکاره شو. هندو مذهب ټولنه په څلورو ډَلو کښې ویشی. هره ډله خپله ذمه واری تر لاسه کوې او په ټولنه کښې د هرې ډلې قدر د کار په بنیاد د بل نه کم یا زیات دې. دا ډلې برهمن، ویش، کشترېا او شودر په نومونو یادیږی. برهمن ذات یا ډله مذهبی ذمه وارۍ تر سره کوې، ویش کاروبار او کرکیله کوی، کشتریا جنګیالیان دې او شودر د دې دریو ذاتونو خدمت تر سره کوی. په دې نظام کښې شودر په ټولو کښې کم ، سپک او کمزوری ګڼل شی ولې دا نور ذاتونه ځان غوره او اوچت ګڼی.

اوس که مونږ اوګورو مونږ پښتنه ټولنه هم په دغه ډول تقسیم ده. قامونه مذهبی خلقو، د زمکې خاوندانو او کاروباریانو ته د قدر په نظر ګوری خو کوم خلق چې هنرمندان دې اوخدمتونه کوی هغو ته سپک او کم ګوری. دلته زما نظر دې چې مونږ اصل کښې د هندو مذهب دغه د ذاتونو نظام په کلتوری شکل کښې را خپل کړې دې. اوس راشۍ د دې دوه مخی ټولنې نوې مخ اوګورۍ. هم دغه د نائیانو کار په نوی زمانه کښې کاروباریان تر لاسه کوی خو هغوۍ پیسې هم ډیرې ګټی او څوک ورته په هم دغه کارونو سپک هم نه ګوری. نَن سبا په ودونو کښې د بازار نه میزونه ، کرسۍ، تمبوان، شامیانې او خدمتګاران په کرایه میلاویږې. مالداره خلقو په دې کاروبار کښې لکونه روپۍ بندې کړې دې او د کروړونو روپو امدن د دې روزګار نه پیدا کوی خو نه ورته چا سپک اوئیل او نه ئۍ ورپورې اوخندل. زه په ذاتی توګه داسې ډانکتران پیژنم چې د ماشومان سنتوی او دې روزګار نه ورته ښه ګټه راځی. چا هم ورپورې اونه خندل . یو داسې سړې هم راته مالوم دې چې ښه سرمایه دار دې او یوه نائی خانه يۍ پرانستی ده. دوه کسان یه ورته په دیاړئ نیولی دی او ماښام چې حساب کوی نو په زرګونه پیسې يۍ ګټلی وی. زه به دا خپله خبره په دې راټوله کړم چې دا دوه مخی ټولنه ده . د انسان احترام د انسانیت په پیمانه نه کیږی. دلته د انسان قدر د زمکې، سرمائې، دولت او د خاندان په نوم کیږې. دلته هنرمندی او خدمت کنځل بللې شی. دلته غریبی او بې وسی پیغور دې. زه په ډیرو فلسفو خو نه پوهیږم خو دومره راته پته لګی چې تر څو مونږ خپل هنرمندان او خدمتګاران وروڼه د ځان برابر نه وی ګڼلی او د زړه له د خلاصه مو په قام نه وی ګډ کړی تر هغی مونږ یو قام نه شو جوړیدلې. او دا تمه لرم چې زما دا خیال به ضرور د حقیقت رنګ اخلی.

 لیک: افتاب ملاګورې

دی پشتون ټایمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*