مکان زمان ملى سياست

15310490_1838528363059942_61026521_n

د اسيا زړه غونډه کې د اولسمشر محمد اشرف غنى پاکستان ته ګوتڅنډنه ددى لامل شول، چې د پاکستان زياترو رسنيو د تودو بحثونو خپرونو موضوع د اولسمشر غني هغه دوې غونډلې دي چې هغه په خپله وينا کې د پاکستان د بهرنيو چارو صلاح کار سرتاج عزيز ته کړي دي چې پاکستان د هغه 500 مليونه ډالره ژمنه شوي مرسته افغانستان ته د ورکولو پرځاې د پاکستان دننه د ترهګرو په ځپلو وکاروي ترڅو افغانستان ته يې له ډيره ګټه ورسي.

 که څه هم اولسمشر غني پس له ټولټاکنو د ګټلو وروسته د محترم پخواني اولسمشر حامد کرزى د سياسي تګلارې چې د پاکستان په هکله يې درلوده د زمان او مکان په کتو سره بدلون ورکړ، او خپل لومړنى بهرنى سفر ې پاکستان ته په داسې حال کې وکړ چې د افغان اولس د غبرګون سره هم مخ شو څو لوظنامې ې ورسره لاسليک کړې د پاکستان د صدراعظم نوازشريف سره سره د توقع خلاف د پاکستان د اردو پخوانى مشر لوى درستيز راحيل شريف سره د پلازمې اسلام اباد پرځاې د اردو مرکز چې جي ايچ کيو بلل کيږي ليدنه کتنه وکړه، خو پاکستان که څه هم تود هرکلى وکړ، خو د افغانستان ستونزو ته چې پاکستان سره ې لري ژمن پاتې نشو، د تالبانو سره د خبرو اترو په مهال که څه هم پاکستان يو څو تالبان غونډو ته را اوبلل خو د سولې بهير مخ په وړاندې نه لاړ.

 په همدى زمان کې چې د تالبانو پخوانى امير ملاعمر له پخوا مړ ٶ د مړينې خبر افشا کړل شو يو ځل بيا د تالبانو سره د روغې جوړې خبرې تم کړل شوې اولس مشر په همدى زمان د افغانستان د بيا رغونې او اقتصادي پياوړتيا بوخت ٶ او تر څنګ هيله مند ٶ چې د تالبانو سره روغه جوړه وشي خو بيرته د تالبانو نوى امير ملا منصور د محکوم بلوچستان په نوشکي سيمه کې اووژل شو د ملا منصور وژنه پرته له سيميز استخباراتى مرستې ناشونى کار بلل کيده.

 داسې خبرونه ول چې ملا منصور غوښتل چې د افغان دولت سره خبرو اترو ته کښيني خو دا خبره د افغانستان دښمنو نه غوښتله او د داسې مکان او زمان انتحاب وکړل شو چې يو ځل بيا د روغې جوړې پروسه په ټپه ودرول شوه، او په افغانستان دولت کله په کندز کله کله کونړ کله په هلمند کې توده جګړه پيل وساتل شوه، سره ددى په کابل او نورو ښارونو کلو کې افغان اولس او امنتي ارګانونه ته بى شميره تلفات ورسول شول، چې د استخباراتو د قوي ثبوتونو په بنسټ کړۍ ې د پاکستان سره نختي دي، اولسمشر په خپله له پاکستان لخوا اړ کړل شو چې يوځل بيا په خپله تګلاره غور و فکر وکړي چې پاکستان اسټبلشمنټ په هکله د زمان او مکان سره تګلاره کې بدلون راولي ـــــ ځکه چې پاکستان تل دوه مخى چلن کړى او هغه څه چې د افغان دولت څخه په پټه ښکاره اميد لري لکه د افغانستان په ټټر د ډيورنډ ناوړه کرښه په رسميت د منلو اميد نو پاکستان کله د خپلو لاسپوڅو په واکدارى کې په افغان دولت ونه منله نو حامد کرزي به څنګه منله او ځاې ناستى اولسمشر غني به څنګه د پاکستان اميد ورپوره کړى وى. د اولسمشر اوسنى تګلاره او خبره د هر افغان خبره ده دا د ټول ملت د زړه غږ دى پدى تګلاره او وينا د افغانستان دننه د اولسمشر په محبوبيت کې يواري څو سلنه لوړوالى راغلى.

 زما په اند مونږ ستر افغان ملت که په محکومه خاوره يو او که په خپلواکه خاوره يو قدم بل هم د زمان او مکان واخيست هيله مند چې د دواړو خواوو مشرتابه پدى هکله نور فشارونه د خپلو سياسي پليټ فارمز څخه په پاکستان واچوي؛ لکه د پاکستان په پارليمان کې د ملتپالو پښتنو افغانو مشرانو د پاکستان په اولسواکو او زورواکو ته ګوتڅنډنه مهم رول لوبولى شي او د پاکستان په رسنيو کې د وطندوسته ليکوالوانو څيړنکارو او رسنوالو نيوکې او افغان دولت د پيښور کوټه کراچۍ قونسلرو ته تکړه با استعداده د سيمې په سياست او د ملتپاله وطندوسته وګړو سره په ټينګو اړيکو ساتلو نور هم په پاکستان فشار راوړلى شي ورسره په نړۍ والافغان سفارتخانو او نړۍ والو سازمانونو د عالمى سياست پوه نوى کهول په ګمارلو د نړيوالو قوتونو توجه د پاکستان په لورې د فشار په توګه کارولى شي.

لیک: صابر نور

دی پشتون ټایمز

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*