مکان او زمان ملى سياست

  • نور صابر

    نور صابر

    سياست په احساساتو او خيريه موسيسو نه کيږي؛ که څه هم د ملت قام خاورى وطن لپاره احساسات لرل د فطرت برخه ده، او د خير ښيګړى کار د انسانيت معراج دى خو د سياست لوبغالۍ خپل لوبغاړي لري او دا لوبه خپل هنرونه تدبيرونه اندونه موخې تګلارې لري چې هر يو هنر تدبير اند او موخه ې د تګلارو په ټاکلو کې د وخت او ځاې ( مکان و زمان) سره د سمون په سانچه کې جوړول غواړي؛ زمونږ ملى سياست څو ځايه څو وخته بيله بيل پړاونه شکلونه لري؛ مونږ که په محکوم افغانستان کې ملي سياست کوو خو د توکم قامى ( پښتون نشنلزم) هم کوو لامل ې دادى چې د محکوم افغانستان د مکان او زمان ته په کتو ګټور دى، زمونږ قام دا زمان د محکوم افغانستان په مکانيت کې محکوم ښکيل او په يو شکل کې که مونږ حقيقت ته ځير شو نو د پنجابى تر تسلط لاندى دى د پنجابى په بيله بيلو قانونى او غير قانوني بيړيو کې تړل شوى دى، ددى محکوم افغانستان د حالاتو تقاضې بيلې دي؛

    د همدى ملى سياست همدغه برخه چې پورته مو ياده کړه پښتون نشنلزم کچيرته مونږ خپلواک افغانستان کې کوو نو ددى زمان او مکانيت په رڼا کې تقاضې بيلې دي دلته دا زمان او په دا مکان کې پښتون قام د نورو قامونو تر تسلط لاندى ندى بلکه په حيث د قام خپلواکه او خودمختار دى د ټول وطن زيات نفوس لري دلته ملى سياست د افغانزم بڼه خپلوي تر څو د نورو توکمونو د دود دستور ژبې حقوقو سره انصاف ولري او حاکميت او محکوميت ونه لري،اوس راځو چې د محکوم افغانستان او د خپلواک افغانستان ملى سياست په دواړو خواٶ کې څنګه د مکان او زمان د تقاضو سره په يو داسې ملى سياست بدل کړو چې دواړو خواوو ته د حالاتو سره سمون ولري داسې ډېرى تګلارې او خبرې لرو چې په يوه وخت ې دواړه په يو غږ نشو کولاې خو دواړه خواوې هم هغه يوه تګلاره او خبره په دوو جلا تګلارو او خبرو کې په بيله بيل مکان او زمان کې کولاې شو؛ او دواړه زمونږ د ملى سياست ټاکلي موخې ته رسيدلاې شو، دلته د محکوم افغانستان خپل مسوليت تر خپل وس سره دى او د خپلواک افغانستان مسوليت تر خپل وس سره دى،،، اوس نو دلته بلها مسايل او ستونزې لرو چې د سياست په تدبير ورته د حل لاره موندلاې شو او زمونږ د ملي سياست معراج چې د خپلواک افغانستان دفاع او د محکوم افغانستان خپلواکي ده ترلاسه کولاي شو۔

    لیک: نور صابر

    دی پشتون ټایمز 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*