ملکه کوهسار ګلنار بیګم څوک وه : لیکوال غازی سیال

Ghazi Siyaal profile pic

د ګلناربیګم خپل اصلی نوم شیرینه وو. فنی نوم یئ ګلناربیګم ورته رشیدعلی خان دهقان خوښ کړ ے وو. په قام مومنده خوږه خیله وه. په پښور کښي لویه شوې وه.

د پلار نوم یئ ګل محمد وو، عبدالله جان عرف دلاور د ګلناربیګم خاوند وو، او دلاور د مشهورې سندرغاړې ګوهر بیګم ورور وو.

ګوهر بیګم د خپل وخت منلې شوې سندرغاړې وه. ګوهر بیګم چې د ګلنار بیګم آواز واوریدهٔ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍. د هغې پهٔ آواز کښې یئ هغه ټول اوصاف اولیدل کوم چې د یو ښې سندرغاړې پهٔ آواز کښې وی. ګلنار بیګم پهٔ مستقل طور د بنو پهٔ آریه سماج ګلی کښې اوسیده. د  فن ابتدا یئ پهٔ نولس سوه یو کم شپتهٔ (۱۹۵۹) کښې کړې ده. ریډیو ته رشیدعلی دهقان د ګوهر بیګم پهٔ ذریعه راوستې وه. اول اول سندرې

د کړاکړ مزل د برمه اویستمه

او  راشه پالی پالی لاس مي اوګوره

او نرې باران دې پاس پهٔ لوړ یئ وروینه

ابتدائی سندرې دی. د فلم جمعه خان د پاره ئ آخری سندره ریکارډ کړې وه. د سندرې د سر ټکی داسې دې چې

دا تهٔ چې ځې نو ځما روح درسره ځینه،  جار لوانګینه

د ګلناربیګم د خواښې موسیکاران شیرآفګن استاد او رفیق شنواری وو. د خیال محمد یئ پهٔ پښتو کښي او پهٔ اردو کښي یئ د لتامنګیشکر آوازونه خواښ وو. لتامنګیشکر یئ روخانی استازه منله.

 د ګلناربیګم د زیږدنې نیټه د شناختی کارډ مطابق کال نولس سوه دوه څلویښت (۱۹۴۲) او د مړینې نیټه یئ کال نولس سوه پنځهٔ نوی یو اکتوبر ده. پهٔ ترنګ قبرستان کښې دري بجې خاورو ته سپارلې شوې ده. پهٔ قبر یئ نور شه.

موسیقی یو داسې سمندر دې چې کناره نهٔ لری. موسیقی همیشه د پاره د انسان د روح د تسکین سبب ګرځیدلې ده. هم دا وجه ده چې موسیقی پهٔ کوم رنګ او کوم شکل کښې وی اثر پهٔ انسانی ژوند ضرور پریوځی. او د موسیقی دغه اثر ګلنار بیګم هم پهٔ خپل جال کښې رانغښتلې وه.

وییٔلې شی چې دنیا یو سټیج دې. او انسان د دغه سټیج کردارونه دی. او د خپل قسمت مطابق یئ د دنیا پهٔ سټیج خپل خپل کردار ادا کړې دې او پناه شوې دې. د ازل نه د الله پاک دا نظام هم دغه سې راوان د ے. او تر ابده به هم داسې جاری وی. مګر پهٔ انسانانو کښې ځنیئ داسې خلق هم راغلی دی چي پهٔ جسمانی طور خو د دې دنیا نه تلی دی خو پهٔ روخانی طور مونږ سره موجود دی. پهٔ دغو کښې یو نوم ګلنار بیګم هم د ے ، چې پهٔ جسمانی طور مونږ سره موجوده نهٔ ده خو پهٔ روخانی طور سره همیشه د پاره زمونږ پهٔ زړونو کښې موجوده ده. او ترڅو چې یو هم  د موسیقی شوقین موجود وی، ګلنار بیګم ژوندئ ده، ګلنار بیګم نهٔ مریٔ.

ګلنار بیګم یو داسې هستی وه چي که زمانې یئ هر څومره دورکولو کوشش کړې دې خو ګلنار بیګم د خپل فن پهٔ زور خپل ځان ژوندې ساتلې دې.

موسیقی د چا میراث نهٔ دې. دا د هرچا دې. موسیقی شوق سره تعلق لری. او د شوق هیڅ قیمت نهٔ وی. داسې ګلناربیګم هم دغه شوق د موسیقی دنیا ته راوستې وه. د خپل خاندان د مخالفت باوجود د هغې شوق ختم نهٔ کړې شو. او د خاندان د ټولو قدغنونو نه ورتیره شوه. او د موسیقی پهٔ دنیا کښي ورګډه شوه. او داسې ورګډه شوه. چې پهٔ ډيره لږه موده کښې د موسیقی پهٔ دنیا خوره شوه. او بیا د ښو ښو سندرغاړو د صف سرخیله شوه.

ډیرو سندرغاړو د ګلناربیګم د انداز د خپلولو کوشش اوکړو خو تر اوسه یئ چا هم انداز خپل نهٔ کړې شو. عجز او انکساری د ګلنار بیګم پهٔ خمیر کښې اغیږلې شوې وو. هغې چیرې هم پهٔ فن غرور نهٔ وو کړې. ساده باده د پردې سخته پابنده. پنځه وخته نمونځ یئ په خپله هم کولو. او پهٔ ټول کورکښې یئ دا پابندی لګولې وه. حج یئ خپله هم کړې وو. او پهٔ خپل خاوند هم. سخا د هغې لوېٔ کمال. چیرې هم سوالګر ے د ګلنار بیګم نه تش لاس نهٔ دے تلے.

ګلناربیګم د چا سندرغاړی یا د موسیقار پهٔ کور کښې نهٔ وه پیدا شوې. هغې پهٔ یوه مذهبی کورنئ کښې سترګې غړولې وې. هم دا وجه ده. چې پهٔ هغې د مذهب رنګ غالب وو. ګلنار بیګم د هرې طبقې پهٔ زړونو پرون هم راج کړے وو. او نن یې هم کوی.

ګلنار بیګم ته د چا استاذ ضرورت نهٔ وو. قدرت د هغې خپله استاذ وو. ګلنار بیګم خپل آواز د پښتون قام امانت ګڼی. او هغې پهٔ دغه امانت کښې خیانت نهٔ دے کړے.

کله چې د ګلنار بیګم آواز د هوا پهٔ څپو خوریږی، نو داسې معلومیږی لکه چې ټول سرونه یو ځاۓ شوی دی. پهٔ روحونو کښې تازګی ویشی. ګلناربیګم د جذبې اظهار د سر پهٔ ژبه کوی. هغه کله کله د خپلې ماضی او د حال پهٔ لټون کښې له ځانه ورکه ښکاری.

ګلنار بیګم د خیبر پښتونخواه هغه پرده داره فنکاره وه. چې خپل فن صرف د ریډیو او فلم د پاره محدود کړے وو. د ټی.وی پهٔ پرده ېٔ د خپل فن مظاهره چیرې هم نهٔ ده کړې. او نهٔ چیرته پهٔ سټیج راغلې ده. ګلنار بیګم د سر او د لې ملکه وه. او دا دواړو سر او لې پهٔ موسیقی کښې وی. چې د سُر او د لې نه بغیر فنکار نیمګړے د ے. او د سُر او لې د ګلنار بیګم سره دواړه وی.

ګلنار بیګم یوه باحبا فنکاره وه. د هغې پهٔ سترګو کښي د واړو د پاره مینه او د سترو د پاره عزت او اخترام وو. هغې چیرې هم د چا فنکار دل شکنی نهٔ ده کړې.

د آواز پهٔ خواله د اردو او پنجابی ژبو سترې سندرغاړې نور جهان هم د ګلنار بیګم د آواز تعریف کړے د ے. او وییٔلی یئ دی. چې

داسې معلومیږی لکه چې د ګلنار بیګم پهٔ غاړه کښې الله پاک د اؤو سُرونو نه زیات سُرونه ایښی دی

حالانکې پهٔ یو ایوارډ شو کښې چې پریشان خټک د سټیج سیکرټر وو، او هلته نورجهان هم ناسته وه نو چې کله پریشان خټک د سټیج نه ګلناربیګم د ملکه کوهسارګلناربیګم پهٔ نوم محاطب کړه نو په‍ هغه دم نورجهان د حسد او د غصي نا تکه سره شوه.

WP_20150717_17_48_29_Proګلنار بیګم پهٔ طبیعت کښې جلت بازه نهٔ وه. خو د مرګ پهٔ معامله کښې یئ ډیره جلتی اوکړه. او د خپلو اوریدونکو سره یئ ټولې رشتې پرې کړي.

نن ګلنار بیګم پهٔ مونږ کښې موجوده نهٔ ده. خو د هغې د ریکارډنګ پهٔ فیته د هغي د آواز او د هغې د زړهٔ راښکونکو دهنونو سندرې ژوندئ دی. او ترڅو چې د ګلنار بیګم آواز محفوظ وی. ګلناربیګم به ژوندی وی.

لیکوال: غازی سیال/بنو

د خدایئ  بښلې ګلناربیګم قبر د  بنو پهٔ ترنګ قبرستان کښې

ALL RIGHTS RESERVED WITH THE PASHTUN TIMES

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*