له بېګم نسيم ولي خان سره د ملي سیاست او د ډېورنډ کرښې په اړه یوه مرکه

b

بېګم نسيم ولي خان د عوامي نېشنل ګوند (ولي) سیاسي مشره ده. نوموړه د عوامي نېشنل ګوند پخوانۍ صوبایي مشره هم پاتې شوې، او د پاکستان په پارلېماني تاریخ کښې هغه لومړۍ مېرمن ده چې اولس له اوسنۍ خېبر پښتونخوا څخه د ۱۹۷۷ م کال په ټولټاکنو کښې پرلېمان ته ټاکلې وه.

تپوس: زه نن هغه تپوسونه کول غواړم کوم چې د نن وخت نوي کول را برڅيره کړي دي. بی بی، تاسو د وخت ټي وي له یوې همکارې فریحه ادریس سره یوه مرکه کړې وه، چې تاسې دا خبره په ډاګه په کښې وکړه

چې نه چېرې تاسې د ډورنډ کرښه منلې ده او نه خو ستاسو لپاره دا د منلو وړ ده. ستاسو د دې کیسې نه څه مطلب وو؟

نسیم ولي : دا خبره زه نن هم ډېره په کلکه وایم چې مونږ دا کرښه نه منلې ده او نه ېې منو. دا خو یوه عارضې کرښه ده چې پېرنګيانو راښکلې ده. د دې کرښې سل کاله اوشوـ د برلن دېوال مات شو چې ډېر مظبوط دېوال ووــ جرمنیان راپاسیدل، وې چې مونږ دا دیوال نې منو. او د برلن دیوال نه يی ځان خوشې کړو. نو مونږ پښتانه څنګه داکرښه اومنو؟ که دا مونږ اومنو نو لکه چې د خپل بدن نیمه حصه د ځان نه پریکړوـ ځکه چې د ډیورنډ په دواړو څنډو یو قوم پښتون اباد دی، او د دوی ټولو یو ګډ هېواد دی – د دوی ژبه یوه ده ، د دوی کلتور یو دی ، د دوی دود یو دی، د دوی تاریخ یو دی، د دې لامله مونږ د ډیورنډ کرښه نه ده منلې – ان تر دې چې د پاکستان پاللی د طالبانو د چاړې او د ټوپکمار دولت لپاره هم د دې کرښې منل ګران ووـ

 کله چې پېرنګیان تلل نو پکار وه ، چې دا کرښه د مینځ نه لرې کړې شوې وی، ځکه چې د چا مور د ډورنډ د کرښې نه اخوا ده نو بچی ېې دیخوا دی. چې د چا پلار اخوا دی نو زامن ېې دیخوا دی.نو ځکه د دې کرښې د منلو د سره څه منطق نه جوړیږی.

تپوس : خو چې څومره مونږ اوګورو، نو چې د باچا خان بابا او ولی خان بابا څومره مرکې دي، لیکنې او کتابونه یې دي ، نو په هغوی کښې هم دا خبره په ډاګه نه ده کړې شوې چې دوی د ډورنډ کرښه نه  مني.ستاسو د دې په اړه څه نظر لرﺉ؟

نسیم ولی : بچې هغوی هم دا خبره کړېده. بلکل ېې کړې ده ، که هغوی نه وه کړې نو مونږه بیا په څه خبره دا خبره کوو.مونږ خو هغه خلق یو چې د باچا خان بابا په فلسفه مو یقین دې او د ولی خان په سیاست مو یقین دې.نو که چرې مونږ د دې دوه خبرو نه اووزو، نو مونږ بیا دا نه شو وئيلې چه مونږ د پاچا خان بابا پیروکار یو.

تپوس: د ډیورنډ د کرښې نه منلو څخه ستاسو څه مطلب دې ، ، ایا تاسو د امو نه تر اباسین پورې لوئ افغانستان جوړول غواړئ ؟

نسیم ولی : نه بچې مونږ لوئ افغانستان جوړول نه غواړو ، افغانستان خو جوړ دې د آلله پاک مهربانی ده. باچا خان بابا چې کومه کرښه یادوي، هغه د اټک نه تر جهلمه یادوي.ځکه چې دغلته ټول پښتانه اوسي. او میانوالي او تحصیل عیسی خیل هم ځمونږ علاقې دی. او زما خیال دې چې د باچا خان بابا په زړه کښې دا وو ، چې مارګله ځمونږ حد دې د پنجاب سره.  مونږ ایله دا وایو ، چې د افغانستان وروڼه زمونږ نه بېل کړي شوي دي، نو دا تاسو اومنئ چې مونږ او د افغانستان خلق یو خلق یو.پاکستان کښې خو ځمونږ خوش قسمتۍ یا بد قسمتۍ چې هر څه ورته اووایو،نو مونږ د ډیورنډ د کرښې نه دیخوا پاتې شوې یو او څه پښتانه د کرښې نه هغه خواته پاتې شوې دي. زه دلته تاسو ته یوه واقعه بیانوم. سردار داود خان خدائ دې اوبخښي ، هغه د پاکستان په دوره راغلې وو،نو هغه له ئې په نتهیاګلۍ کښې پروزه کیښودله، نوهغه د چا نه تپوس اوکړو چی نتهیاګلۍ کوم ځائ کښې ده ، هغوی ورته اووئیل چې دا خو په پښتونخوا کښې ده. هغه اووئيل زما دوره ختمه کړئ ،زه د پښتونخواه په دوره نه یم راغلې ، زه د پاکستان په دوره را غلې یم. نوبیا هغه پروګرام لاهور ته بدل کړې شو .مونږ دزمکې په حساب خو پاکستانیان یو،خو د خپلوعنناتو او د خپل غیرت د تقاضو مطابق خو مونږ افغانان یو که نه. زه کله نه کله د پاکستانیانو نه تپوس کوم چې تاسې کله چې کاغز ډکوﺉ بیا تاسې قوم څه لیکئ ، نو ټول خلق قوم افغان لیکي . او دا بیلتون چې دې، دا د انګریزانو مونږ ته یوه ډالۍ ده.چې مونږ ته پاتې شوې ده.

تپوس: د باچا خان بابا او ولی خان بابا ډېر پېروکار اسفندیار یو طرف ته کړل ، خو بیا هم په ټی وی وایي چې دی د باچا خان او ولی خان په قدم روان دی، او دا هم وایي چې دی به د پاکستان د بقا او سالمیت د پاره هر قسم قربانی ورکوي. نو ایا دا تاسو منئ چې اسفندیار د باچا خان او ولی خان په لار راوان دې؟

نسیم ولی : که دې د باچا خان او ولی خان په قدم روان وې نو زه به ترې نه ولې خفه کیدم . زما د هغه سره د دشمنئ ، تربګنئ ، خفګان او د بغض څه لامل خو نشته که نه. زه خو د ټول قام د بچو سره خوشحاله یمه. او دې خو د ولی خان زوئ او زما بچې وو. دې چې د پینځو کالو وو ، نو زه واده شوم او ما لوئ کړو. نو که دې په هغه لار روان وی نو د ده نه زما ګیله څه وه . ده خو د هغوی لار پریښوده ـ خورئینه يئ د ځان سره کړل . چې زما وریرونه دی ـ حیدر خان زما وراره دې، چې کوم چیف منسټر وو. نو زه د دوی نه خفه په څه یم ـ خو په دې ترې خفه یم چې د باچا خان لاره مو ولی پریښوه ـ تاسو د هغه وارثان وې ـ یواځې د جائيداد وارثان یې نه وې، د سیاست وارثان ئي هم وې ـ نور څوک که وو او که نه وو، خو اسفندیار خو ئي د وراثت حقدار وو ـ نو که دې لګیدلې وې او د باچا خان او ولی خان لار يی اختیار کړې وې نو مونږ به ورسره ټول ګډ ناست وو که نه. ما ته څه ضرورت وو چه زه د اتیاو کالو په عمر کښې را اوزم ـ او زه خلقو ته دا وایم چې د باچا خان فلسفه دا نه وه لکه دا اوس چې ده.ولی خان چی ومړ نو ما سنګین ولی ته اووئيل چې بچې په خپل مينځ کښې دواړه کښینئ او په خپل مینځ کښې د جائيداد وېش اوکړئ ـ چې داسې او نه شي چی بیا خلق وایي چې د باچا خان نمسو په جائيداد لاس ولګوو ـ نو په دې حجره کښې دواړه وروڼه ناست وو او پټواریان ئي راغوښتی وو ـ سنګین ولی ورته اووې چی ګل دادا ستاسو کومه زمکه خوښه وی ، نو هغه ستاسو او چی کومه پاتې شې نو هغه زما ـ نو زمونږ په مینځ کښې نورې څه جګړې نشته، یوازې سیاسی جګړې دی ـ چې دوی د باچا خان او ولی خان سیاست پریښودو. د اتیاو کالو د هغوی خدمت يی په اوبو لاهو کړو.هر سړې راځه او فریاد کوه.

ما سره خو دومره څه نشته چې دا خلق زه ټول راټول کړم ـ اووه کاله زه دغسې ناسته ووم – او هیڅ خبره مې نه کوله ـ خو کله چې د انتخاباتو نتیجه راغله ،نو د هغې نه اندازه اولګیده چې دوی څومره نامقبوله دي . نو چې کله زه دوی د ګوند نه اوویشتم نو ما دوی ته ۳۳ ممبران پریښې وو. دا مې ورله د دیارلسو نه ۳۳ کړی وو. او په دې کښ ډیر هغه کسان وو چې کوم د پښتون سټوډنټس فیډریشن نه را اوتی وو. ما سره په اسمبلئ کښ ۹ کسان هغه هلکان وو- لکه فرید طوفان شو، باز محمد شو – نو زه په دې خفه شوم که چرې تاسوغلط کارونه نه کول نو نتیجه به داسې ولې راتله ـ د خلقو نه ووټ اخستل ډیر ګران کار دې. په ځان به ډیر تکلیف تیروې . زما په وخت کښې چا په ګوند د رشوت تورونه نه وو لګولي. نو څه داسې چم وشو ، چې د چا سره پا کوڅه کښې ګوډ خر نه وو نن هغه په بولټ پروف ګاډیو کښې ګرځي . دا تپوس څوک نه کوي چې دا د کوم ځائ نه راغلي دي؟

تپوس: بي بي چې کله په ۱۴ ګست۱۹۴۷ پاکستان جوړیدو، نو په هغه وخت باچا خان بابا او ولی خان بابا د افغانستان سره د شامیلیدو خبره نه وه کړې او د دویم نه واخله ترڅلورم ستمبر کال ۱۹۴۷کښې په سردریاب کښې د خدائ خدمتګار غونډه وشوه،چې په هغې کې دا فیصله اوشوه چې پاکستان جوړشو او اوس مونږله د پاکستان خدمت پکار دې. ستاسوڅه ویاست؟

نسیم ولی : مونږ چونکه له دې نه مخکښې په ګډهندوستان کښې وو، او باچا خان په دې ګیله من وو چې  په هندوستان کښې د ازادئ جنګ مونږه او کانګرس په شریکه کړې وو. او مونږ د کانګرس نه ښه جنګ کړې وو. او د کانګرس په پرتله موډیر وهل خوړلي وو. خو مونږ ته د هغې صله تر لاس نه شوه . باچا خان وئيل چې دا کوم پاکستان تاسو اخلئ،په دې کښې نیم د سمندر نه اخوا دې او نیم دې خوا . ا و نوم مو ورله مشرقی پاکستان او مغربی پاکستان کیښودو.نو دا خو تاسو د هندوستان وېش نه کوئ بلکه د مسلمانانو وېش کوې. ځکه چې د پاکستان نه زیات مسلمانان په هندوستان کښې پاتې شو. د دې نه پرته چې خلق د بنو قرارداد یادوي، نود هغې صدارت زما پلار کړې وو. نو د بنو قرار داد کښ دا خبره اوشوه، چې تاسو د نورو صوبو اسمبلیو ته دا واک ورکوې چې هغوی د پرېکړه اوکړی چې د چا سره شا ملیږی، نو مونږ له هم دا واک راکړئ – مونږ سره ریفرېنډم ولې کوې . او که رېفرینډم راسره کوې، نو بیا را له دا واک راکړې چه مونږ د چا سره شاملیدل غواړو ،د هغوی سره شامل شو. دا د بنو قرارداد وو. خوچې کله مونږ په خپله دا فیصله اوکړه چې مونږپاکستانیان یو نو بیا خو د بنو د قرار داد هډو څه اهمیت پاتې نه شو. باچا خان بابا د لجیسلیټیو اسملې ممبر شو.او دپاکستان د وفادارئ حلف ئي د جناح صیب د تصویر د لاندې واغشتو. او هغه د هغې بېرغ لاندې ولاړ وو ، کوم چې د پاکستان بېرغ دی . خو د دې باوجود به پاکستانیانووئيل چې باچا خان پاکستان نه دې منلې.

تپوس: بې بې تاسو دا وايې چې د بنو قرارداد د پښتونستان قرارداد نه وو؟

 نسیم ولی: نه ، دا دپښتونستان قرار داد نه وو. دا قرارداد د دې لپاره وو چې که تآسو ټولو اسمبلو ته دا اختیار ورکړو، د پنجاب او د سنده د اسمبلو نه مو تپوس وکړو، نو دغه شان د پښتنو د اسمبلې نه دې هم تپوس وشي. حالانکه په هغه اسمبلی کښې ۲/۳ میجارټی زمونږ وه. او پکار وه چې زمونږ د اسملې نه تپوس شوې وې، چې مونږ په پاکستان کې شاملیږو او که نه. او په مونږ باندې ئي رېفرېنډم را اوتاپه. او بیا داسې رېفرینډم ؟؟؟ په ملکونو کښ په ۵۰ % او ۵۰ % رېفرینډم نه کیږی. او ووټونه دا سې چې یو یو کس به څلورڅلوراو پینځه پینځه او د دې نه هم زیات ووټونه اچول. زما نه خلق تپوس کوي چې هندوستان اذاد شو،نو څنګ هغوی دومره مخکښې لاړل ،او پاکستان ولې مخکښې نه ځی؟ نو زه ورته وایم چې کومو خلقو په هندوستان کښې د اذادئ جنګ کړې وو نو حکومت هم هغې خلقو ته ملاو شو. هغوی د وطن د پاره قربانۍ ورکړې وې. نو هغوی د وطن په ابادولو لاس پورې کړل. په پاکستان کښې چې چا قربانۍ ورکړې وې، نوهغه خلق جیلونو ته لاړل او د هندوستان نه راغلي خلقو ته حکومت په لاس کښې ورکړی شو. د جناح خو خپله د ووټونه حلقه نه وه. هغه خو د بمبئ سړې وو. پکار وه چه بمبئ کښې ئي ټاکنې کړې وی.دغسې د لیاقت علی خان هم خپله حلقه نه وه. نو که په پاکستان کښې هم هغه خلقوته حکومت په لاس ورکړی شوی وی نو پاکستان به ئي ورانیدو له نه وی ورکړی. پاتې شوه د بلوچستان خبره، نو بلوچستان په هغه وخت کښې صوبه نه وه . هغه يئ خو هسې د ځان سره را واړوله. خان اف کلات به بار بار دا شکایت کوو، چې زه خو په پاکستان کښې شامل شوې نه یم . زه خو دوی په زور شامل کړم .

تپوس: د رېفرنډم مخالفت خدائي خدمتګار کړې وو. او په ریفرېنډم کښې ئي برخه نه وه اخستې ، آیا د د خدائي خدمتګار غلطی نه وه ؟

 نسیم ولی : مونږ د ریفرنډم بائيکاټ اوکړو. ځکه چه مونږ وئيل چه زمونږ په صوبه کښې رېفرنډم کوې نو په پنجاب او په سینده کښې یې هم اوکړﺉ.او مونږ په بائيکاټ باندې پښيمانه نه یو. ځکه چې هغه یو دروغژن ریفرنډم وو.

تپوس: په کال ۱۹۴۸ کښې باچا خان بابا په قانون سازې اسمبلۍ کښې د پاکستان د وفاداراۍ لوز پورته کړو. او بیا پاکستان باچا خان بابا او ولی خان بندیان کړل . او بیا ئي په ۱۲ د اګست ۱۹۴۸کښ ئي ورله د بابړې ټولوژنه ورکړه ، خو بیا هم دوی د پاکستان مرسته کوله؟ اخر ولې ؟ ستاسې په اند پاکستان پښتنو له څه ورکړي دي؟

نسیم ولی : مونږ همیشه په اپوزیشن کښ پاتې شوي یو. مونږ پوهېږو چې زمونږ په صوبه کښې څومره وسائل دي او زمونږ خلق څنګه ژوند تیروی.په بل اړخ پنجاب دې چې بې د هیڅ وسایلو مالامال دې. ځکه چې پاکستان پنجاب دې او پنجاب پکستان دې. نو په هغې کښې خو څوک څه وئيلی نه شي. د پنجابیانو خبره بهلې بهلې – بجلی زمونږ ده اختیار پنجاب سره دې. تېل زمونږ په صوبه کښې را اووتل ، واک ئي پنجاب سره دې .ګیس زمونږ په صوبه کښې را اووت ، ا واک ئي پنجاب سره دې . په دې صوبه کښې ئي د کالاباغ شوشه پریښوه ، چه د دې صوبې د ډوبیدو یوه تابیا وه . مونږ ورته چغې وهلې چې داسو او بهاشا ډیمونه جوړ کړئ . په هغې خرچ هم کم راځې او جوړیږی هم زر . نود هغوی سره دا غم شو چه دا پښتانه را نه اوس د تربیلې رائلټي غواړي، بیا به را نه د داسو او بهاشا رائلټي هم غواړي. مونږ چې کله په ړومبی ځل په اسمبلې کښ قرارداد وړاندې کړو چې مونږ له دخپلې برېښنا حق راکړﺉ. په ړومبی ځل هغوی اومنله چې هو ستاسو د برېښنا حق کیږی. او د هغې د پاره ئي داسې فارموله را اوویسته چې اوس به درله شپږ اربه روپې درکړو. په راتلونکې کال کښ به د دې نه زیاتې درکړو. او داسې به هر کال دا پېسې مونږ تاسو له زیاتوو. خو بیا په دې فارموله هډو هغوی عمل اونکړو. او هم په شپږ اربه باندې ېي بند اووساته. همیشه زمونږ صوبه قرضداره وي. مونږ وایو چه زمونږخلقو ته خير ورسي او زمونږ خلق په هوساژوند وکړي. خو زمونږ خلق اسمبلو ته لاړ شي او په پردي حق خوړلو دا سې شروع اوکړي ، لکه کور کښې ورله مور پلاو چې پوخ کړي وي.

تپوس: بېرسټر باچا د وائس اف امریکه سره په یوه مرکه کښې دا وئيلی وو چې کله پاکستان جوړ شو، نو د مرکزي حکومت نه د صوبه سرحد حکومت ته دا هدایات ورکړې شو چې که د پښتنو نه مو خپل تاریخ ، خپله ژبه اوخپل کلتور هېر نه کړو نو دا پښتانه پاکستانیان کیدې نه شي . او باچا خان بابا وائي چه د کوم قام نه خپل تاریخ ، خپله ژبه اوخپل کلتور هېر شي نو هغه قام ورک شي. خو چې کله بهټو ولی خان ته اووئيل چې ته د خپلې صوبې ژبه پښتو کوې او که اردو، نو ولی خان ورته اووې اردو. آیا ولی خان د باچا خان بابا د فلسفې مخالفت نه دې کړې؟

نسیم ولی : ولی خان یو داسې سړې وو چه هغه به د هر څيز جاج اغشته. او هغه به د هر څيز نتیجې ته کتل. چه د بهټو په وخت کښې هغه د پښتو ژبه د صوبې ژبه کړې وې ،نو په هغه وخت اسمبلې کښې پښتو ژبه نه وه. ترڅو پورې چه تا د اولي نه چا ته پښتو ژبه زده کړی نه وي، نو هغه به په پښتو څنګه پوهيږی. بل خوا ته اردو هم قامي ژبه نه ده. د پښتنو خپله ژبه ده. د بلوچو خپله ژبه ده . د سندهیانو خپله ژبه ده ، د پنجاب خپله ژبه ده. دا اردو خو د چا ژبه نه ده. هغه خلق چې د هندوستان نه راغلي ، شپېته کاله پس هم ځان ته مهاجر وائي. اردو بهرنۍ ژبه ده او په مونږه ئي په زور راتپلې ده چې دا قامی ژبه ده. مونږ خو دا نه شو کولې چې خپله ژبه هېره کړو. د باچا خان خبره سل په سله رشتیا وه. چې د کومو خلقو نه خپله ژبه هېره شي، د هغوی نه هرڅه هېر شي. قام ترې هېر شي ، قومیت ترې هېر شي ، رسم و رواج ترې هېر شي . خپلې طور طریقې ترې هېرې شي. ما په اسمبلی کښې په ړومبي ځل دا خبره اوکړه چې پرائمري تعلیم دې په مورنئ ژبه کښې وي. ما د هغه وخت چیف سیکرټری چې د پړانګو وو  ته اووې چه ته خو عجیبه سړی یې، چې ته ماله پښتو رانکړې او زما بچې تعلیم زده نکړي ، نو هغه به اول ژبه ایزده کوي او بیا به تعلیم ایزده کوي، نو د نورو قومونو سره به په کوم چم زما بچې مقابله کوي؟ هغه بیا ما سره وعده اوکړله چه مونږ سره لا د پښتو کتابونه نشته ، چې مونږ ئي پرائمري تعلیم د پاره ورکړو. او زما تا سره وعده ده ، چې کله مونږ کتابونه چاپ کړو نو بیا به پرائمری تعلیم په مورنئ ژبه کښې شروع کړو.

تپوس: ضیاءالحق یو مارشللاء ډکټېټر وو. هغه د پښتنو او د بلوچو په مینځ کښې چې کوم په نیشنل عوامی پارټئ کښ وو اختلافات پیدا کول غوښتل نو وئيلې شی چه دا کار هغه د ولی خان نه اغشتې وو. تاسو د دې سره موافق یاست؟

نسیم ولی : زه نه پوهیږم چې خلق داسې ولې وایي . د ولی خان خو د ضیاءالحق سره هيڅ قسم اړیکه نه وه. ولی خان يئ یو ځل د جیل نه د فوځیانو هسپتال ته راوستو، د غاښونو تکلیف وو ورته. نو ما ته سوال جواب اوشو، چې هغه په خپله کوټه کښې دې که تاسو ورله راځئ . زه لاړم. دا هغه ورځې وې چې یحی خان هم په هسپتال کښې وو. یوه ورځ ولی خان ته اووئيلی شو چې د غاښونو معائنه ده. نو زه بهر په بنچ کښیناستم . خو ډېر وخت تېر شو او چې کله دی بېرته راغې نو ما ته یي اووې ځه چې کمرې ته ځو. هلته یې ما ته اووې چې زما ضیاءالحق سره ملاقات وو.او هغه ما ته اووې چې زه څه اووکړم. نو ما ورته وې چې هیڅ هم مه کوه. دا څه چې دې کړي، دا واپس کړه. مارشل لاء دې لګولې، دا واپس کړه. یوه ورځ شهنشاه ایران راغلې وو، نو مونږ ته دعوت وو، نو زه هم لاړم. نو زما هم د ضیاءالاحق سره تعاروف آووشو. ضیاءالحق ولی خان ته د پاکستان د صدارت پیشکش کړې وو ، خو ولی خان قبول کړې نه وو.

تپوس: د خدایي خدمتګار نه واخله تر د عوامی نیشنل پارټئ پورې ټول دا وایي چه مونږ د عدم تشد پیروکار یو – نو چه کله آجمل خټک او ستاسو ورور اعظم خان په کابل کښې وو، نو په هغه وخت کښې چې په کوزه پښتونخوا کښې بمونه چاودېدل، نو د هغې تور په دوی لګېدو. په دغه کوم مهال دعدم تشد د پالیسی چرته وه؟

نسیم ولی : تخریبکاریۍ ډېرې پیسې غواړي. دا کیمپونه او مشقونه غواړي، او داسې حالات غواړی لکه څنګه چې پاکستان د تخریبکارئ د پاره یو ډګر اوښتی دی. آجمل خټک د لیاقت باغ د ناورین نه پس نیغ لاړو آفغانستان ته.ځما ورور اعظم باندې د بلاسټونو ۸۰ یا ۸۵ مقدمې جوړې شوې وې نو ځکه هغه هم فراری وو.زمونږ کابو ۱۰۱ هلکان د جلال اباد په کیمپ کښې وو.او دا اجازت ورته نه وو چې د کیمپ نه را اووزي . او د دوی په شان نه چه ۳۲ لکه خلق ئي راوستل آو دلته ئي پریښودل چه چرته ځې نو هلته ځې. نه ورسره پاسپورټ وو او نه ویزا. نو هغوی به تخریبکاری د کم ځائ نه کړې وه . آجمل خټک خو یو فقیر سړې وو ژوند او خبرې ئي ټولې د فقیرانو وې.ما سره به ئي کله کله رابطه کوله او بل چا سره ئي زما په خیال رابطه هم نه وه. اصل کښې تخریبکاری د بلوچستان نه دمری قبیلې خلقو شروع کړه. دوی ډېر لوئ تعداد کښې وو. بیا پکښې منګل او د بزنجوقبيلو خلق هم وو.بیا د عطا۶الله منګل زوئ ایجنسو پورته کړواو د اوسه پورې ئي پته اونه لګیده.  ښځې به ئي ورله وهلې ټکولې . مونږ پښتانه هم خفه کیږو، خو د بلوچو د پاره هم دا د مرګ او ژوند سوال دې چې د هغوی ښځو سره دې دا سې سلوک اوشی.مونږ پښتانه بیا څه سیاسی شعور لرو. عام بلوچ لا د هیڅ نه هم نه دی خبر. هغوی ټول د سردارانو په رحم و کرم وي.

تپوس: باچا خان بابا د ګاندهي سره ډېر نزدې تعلق وو.خو بیا وروسته باچا خان بابا ګاندهي ته اووئيل چې تاسو مونږد پړانګانو خلې ته واچولو. نو ستاسو څه خیال دې، چې باچا خان بابا په سیاست کښې ناکام شو؟ او کانګرس د ده سره دهوکه وکړه؟

نسیم ولی : د باچا خان بابا متعلق خو زه اکثر دا خبره کووم چې بابا  په خپل مقصد کښې کامیاب شو.د هغه مقصد دا وو چې د ملک نه دې فرنګې اووزی. د باچا خان په ژوند هغه خدائ سرته اورسوو. او دا بله خبره ده چه د فرنګی نه بد تر حالات جوړ شو. هو، باچا خان دا خبره کړې وه. ځکه چې هغه ورته اووئيل چه مونږ په شریکه د اذادئ د پاره جدوجهد کړې وو، نو تاسو هډو زمونږ خیال او نه کړو چه مونږ سره به څه کیږی؟ باچا خان بابا په سیاست کښې ناکامه شوی نه دې.

تپوس: باچا خان بابا د خپل سیاست مرکز دهلی جوړ کړ ، کابل ئي ولې جوړ نه کړو.

نسیم ولی : باچا خان چې کله د ملک نه تلو نو افغانستان ته لاړو، هندوستان ته لا نه ړو. ځکه چې آفغانستان ېې خپل ګنړلو.

تپوس: په کال ۱۹۷۱کښې چې کله بنګله دیش جوړ شو نو په هغه وخت کښې ولی خان د پښتنو د اذادئ چغه ولې او نه وهله چې یا افغانستان سره شامل شوې وې او یا ئي ځان له جدا وطن جوړ کړې وې.

نسیم ولی : بنګال د پاکستان د لاسه ډېر تکلیفونه تیر کړي وو.د بنګال ابادي ۵۴% وه او دا مغربی پاکستان ابادی ۴۶% وه. د دې د پاره ون یونټ جوړ شو.او دا سې چه د ابادئ کوم تفاوت وو ، نو دا به ختم شې. اصلی پاکیستان خو بنګال وو، ځکه چې ابادی د هغوی ذياته وه.او زه اوس هم دا وایم چې مجیب ډېره کم عقلتیا کړې وه. هغله پکار وو ، چې خپل ملک له ئي پاکستان نوم ایښودې وې. او دا پاکستان ئي پريښوې چه ځان له ئي نوم لټولې وې. ځکه چه ابادی خو د بنګال زیاته وه. هغوی ځکه اذادی واغشته چې په شا ئي هندوستان ولاړوو. د باچا خان نه یو کس تپوس وکړو چې بنګالیانو په تش کوتک اذادی واغشته او مونږ پښتنو په ډېر څه وانغشته ، نو باچا خان ورته اووئيل چه د بنګالیانو په شاه یوه نره ښځه ولاړه وه. او زمونږ په شاه کمزورې سړې هم نه وو. بنګال له جنګ هندوستان ړې وو. او د پاکستان فوځ او جرنیلآنو  په بې عزتې سره وسله اوغورزوله.

تپوس: په پاکستان کښې د پښتنو او د بلوچو قتل عام شروع دې ، بلوچیان لګیا دي د خپلې اذادئ د پاره جنګیږی. نوایا پښتانه دې هم د خپلې اذادئ د پاره جدوجهد شروع کړی؟ ستاسو څه خیال دې؟

نسیم ولی : د نن زمانې په پښتنو مې دا خیال نه راځی چې هغوی به په پاکستان کښې د ازادئ جنګ اوکړی.د اذادئ جنګ کولو واله مړه شول.صرف مفاد پرست پاتې شو. دا مبارزه به شاید دا مفاد پرسته پښتانه او نکړی شی.

تپوس:غنی خان یو ډېر لوئ نوم دې. هغه د شلمې پیړې یو لوئ شاعر دې. د پاکستان د جوړیدو نه پس هغه د سیاست نه ډډه اوکړه. نو آیا د ده د پاکستان سیاست نه وو خوښ یا د ده دباچا خان بابا او ولی خان سره څه سیاسی لانجه وه؟

نسیم ولی : غنی خان ما ته ډیر نزدې وو. یوه ورځ ئي ما ته وې ، ته مې ډیره خوښه ئي خوستا پلار مې ډیر بدی شی، نو ما ورته اووې دادا زما خو ته هم خوښ ئي او ستا پلار مې هم خوښ دې.شاعر سړې اکثر په حقیقی دنیا کښې نه اوسي. غنی خان فلسفیانه سړې وو. زما دا خیال دې چې د هغه ذهن سیاسي نه وو. سیاست ته ئي څه خاص توجه نه وه. د هغه فن د هغه د ټولو نه لوئ سیاست وو.هغه په خپل وجود کښې لوئ جهان وو.

تپوس:” تاسو عوامی نیشنل پارټی ولي” جوړه کړه. تاسو د ډیورنډ کرښه نه منلې ده او نه ېې منﺉ. نود آمو نه واخله تر د اباسین پورې د لوئ افغانستان په باره کښې به ستاسو د پارټئ لائحه عمل څه وی؟

نسیم ولی : پارټی مونږ د مجبورئ نه جوړه کړې ده.افضل خان لالا ناجوړه وو، او په پښتونخوا هاوس اسلام اباد کښ پروت وو. نو ده ما ته اووې ،دا تاسو څه کوې. ما ورته اووئيل چه مطلب دې څه دې. نوده اووې چې دا پارټی خو د باچا خان بابا پارټی ده. او دا خوستاسو وراثت دې. نو دا پارټی چه په التو غلتو سر ده نو تاسو هیڅ هم نه کوې. ما ورته وې خان لالا په پارټې کښې قدم پورته کول ډیر ګران کار دې.نو ما ورته وې چه پارټی خوستا هم ده.ته مشر ئي ، ته مخکښې شه ، زه به خپل ورور هم رضا کړم اومونږ به در پسې شو.نو بیا د خان لالا د کتاب کتنه وه. نو زه یې هم غوښتېووم. نو ما په سټیج دا خبره اوکړه. نو بیا چې کله دې سټیج ته راغې نو وېل یې چې او دا خبره دې ماته کړې وه. نو ما ورته اووې چې ځکه ته زما سره راپاڅیدې.زه خلقو ډیره مجبوره کړم چې راپاسه او راپاسه. د پارټې د نیمې نه زیات خلق خفه دې ـ نوځکه زه راپاسیدم.

تپوس: پښتانه د تیرو ۳۵ کالو نه جنګ په سر دی.نو دا د دوی خپل جنګ دې او که دا په دوی ورتپل شوې دې.

نسیم ولی : چې کله پاکستان ووېل چې داجهاد دې او پاکستان پکښې خپل کار شروع کړو. نو باچا خان او ولی خان ووئيل چه دا د پښتنو جنګ نه دې. او دا نه جهاد دې. د جهاد اعلان د حکومت سربراه کوی.نو دا جهاد نه دې بلکه فساد دې. دا دوو لویو طاقتونو جنګ دې او که په دې جنګ کښې مونږ ورننوتو نوبیا موترې خلاصیدل نشته. نوچا پکښې اووئيل چې څنګه ورننوزو نو دا به ترې واپس را اوزو. نو دوی ورته اووې چې فوځ د یو کمانډ د لاندې دې،که کمانډر انچیف اووې چه راواپس شې نو ټول فوځ به راواپس شی. او دا جهادیان به بیا څوک راټولي. زه خو همیشه دا خبره کوم چې په دې جنګ کښې یو خوا هم پښتنون مري او بل خوا هم مري . د پاکستان حکومت په اسلام اباد کښې د افغانستان حکومت خلاف د باغیانو حکومت اعلان کړی. او په اسلام آباد کښې د باغیانو د حکومت اسمبلی سپورټ کوی.نو دا جنګ د پاکستان په خپل ځان په خپله تپلی دی او که نه دی.

 تپوس: چې په پیښور کښې کوم افغانان اوسیږی نو ستاسو څه خیال دې چه دوی دلته د مهاجرو په حیثیت اوسیږی او که په خپل تاریخی وطن کښې اوسیږي ؟

نسیم ولی : یوه ورځ یو میلمه راغې او ولی خان ته ورغاړوتو . نو ولی خان ته وائي زه مهاجر یم. نو ولی ورته اووې پښتون ې ؟ نوهغه ورته اووې چې آو پښتون یم. نو ولی خان ورته اووې چې شرمیږې نه ،چې په خپله زمکه ولاړ يې اوځان ته مهاجر وايې.

تپوس: پاکستان یو سکیورټی سټیټ دې، تاسو د پاکستان د مستقبل په باره کښې څه نظر لرئ؟

نسیم ولی : زه کله نه کله د ځان سره فکر کووم چې خدایه دا کوم افت په مونږ راپریوتې دې، د دی افت حل به څه وی .  دوی چې فوځیانو له د عدالتونو اختیار ورکړو زه په ډیره خفه ووم. خود جنرل شریف مخ ماته د ریښتیاو ښکاری. د دې جرنیلانو مخونو ته چې سړې اوګوری نو سمدستی پوهه شی چه د ده په زړه کښې څه دي. زما په خیال د ده په زړه کښې چې څه دي ، هغه کوي .ځکه چه هغه نورو به وې چه مونږ اپریشن کوو. نو اول به ئي دهشګردو ته اطلاع ورکړه. د سوات او باجوړ نه ئي را اویستل وزیرستان ته. ټول وزیرستان يئ ورته بند کړو. او شمالی وزیرستان کښې ېي ورته لار پرښوده . او دا ټول په شمالی وزیرستان کښې کیناستل. دا چا اوکړل . دا دې فوځیانو اوکړل او که اونه کړل؟ ځما په خیال دا جرنیل د خپل ځان په خپله واکمن دې.

تپوس: یو پنجابې لیکوال دې، مجاهد حسین ، هغه یو کتاب په اردو کښې لیکلې دې پنجابی طالبان. هغه لیکي چې د دهشتګردو ، ترهګرو زیاتترې اډې ، کیمپونه ، په لاهور او د پنجاب په نورو علاقو کښې دي. خو د پاکستان فوځ چې کوم جنګ د دهشګرو او ترهګروخلاف شورو کړې دې هغه يي د پښتنو په سیمه کښې شروع کړې دې. نو د دې اپریشن متعلق ستاسوڅه خیال دې او تاسو داپریشن په باره کښ څه تحفظات لرئ؟ مونږچې اوګورو القایده یا د دهشتګردو غټ غټ کمانډران چې وو، هغه ئي ټول د پنجاب نه نیولي دي. او په پنجاب کښ ې،په لاهور کښ ، مریدکی کښې،اچهره کښې حفیظ سعید وغیره دا ټول مشران هغلته ناست دي.خو ارمی اپریشن صرف د پښتنو په سیمه کښې کوي، هغلته کښې ئي ولې نه کوي؟

نسیم ولی : مونږ خو فوځیانو له مشورې نه شو ورکولې. صبا به وائي چه غلته خبره يۍ اوکړه. مونږ د فوځیانو خلاف غلطه خبره نه شو کولې. دوی ځان ته د وطن محاظ وائي . نو دوی له پکار دی چې کوم ځائ کښې دا کمپونه دي چې دا اوولي. که هغه په پنجاب کښې دي، په سنده کښې دي، ولې چې په پښتونخوا چې کوم حالات دي نو هغه خو په کراچی کښې هم دي.نوولې هغلته اپریشن په یوه طریقه او دغلته په بله طریقه. ولې؟

تپوس: داسې وائۍ چې د پاکستان ارمی چې کومه ده، هم دوی دا طالبان ، دهشتګرد ساتلي دي؟ په دوی باندې انډیا یروي. په دوی باندې نور ملکونه یروي. آودا د پاکستان یوه شیډو ارمی ده.

نسیم ولی : داسې چل دې چې ارمی هم په څو برخو تقسیم ده.یوه پکښې آئ ایس آئ ده او داسې نورې څانګې. زما خو ډیر خیال دا دې چې دا کومه لوبه روانه ده په دې کښې آئ ایس آئ ملوث ده. نصیرالله بابر به په خپله وئيل چې طالبان زما بچي دي. بل یو کرنیل دې یوسف ،هغه یو کتاب لیکلې دې، چې څنګه مونږ کیمپونه جوړ کړل،څنګه راله وسله راغله. څنګه به تربیت کیدو. او نتیجه دا شوه دا خلق اوس د فوځ نه هم ډیر تربیت یافته دې.

تپوس: نو ستاسو څه خیال دې ، چې په آفغانستان کښې په ۳۵ کاله کښې دا څومره بربادۍ مینځ ته راغله ، نو دا د پاکستان په وجه وه؟

نسیم ولی : چې کله ړومبې بمي چاودنې شروع شوې نو ولی خان ته چا وې چې دهماکې کیږي. هغه ورته وې چې ته چا کره ګلونه لیږې نو تاله به ګلونه راځي او که ته چا کره اورونه لیږې نو تا کره به اورونه رالیږي.او دا اوور به دا بارډر ټینګ نه کړي. دا اور به دلته را اوړی. دا به په طورخم را اوړی. او دهلته به حالات ډېر خرابیږی.

تپوس : دا تپوس مې کولو چې د ډیورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان په مینځ کښې دا یوه لانجه پرته ده. افغانستان دا وائی چه زمونږ تاریخی وطن چې کوم احمد شاه بابا جوړ کړې وو، هغه د آمو نه تر ابا سینه پورې دې. او دا به یوځل بیا په وجود کښې راځي. نو ستاسو څه خیال دې ،چې د ډیورنډ لائن به څه نتیجه را اوزی؟

نسیم ولی : بس یو کیله ده څوک ئي منی نه. زمونږ کور دې. په دې کښ راته کرښه راښکلې ده. دا څوک منلی

تپوس : د پښتنو میرمنو ته ستاسو څه پیغام دې؟

نسیم ولی : زما د پښتنو مېرمنو ته پېغام دا دې چې خپلو بچو له داسې یو تربیت ورکړې چې هغوی په دې پوه شي چې دوی څوک دي. ځکه چې کله دوی ته خپل ځان وراوښیي، چې دوی ته خپل اصلی تاریخ وراوښیي چې تاسو څه یې. څوک يې، د کوم ځائ نه راغلی يې . څه پسې راغلی يې . د بچی اولنئ تعلیم ګاه د مور غیږه ده. او سائکارټستس وایي چې په پنځه کالاونو کښې د ماشوم خوئ خصلتونه برابر شی. د پنځه کالو نه پس یا پالش کیږی یا په زنګ راځي.نوکه په پنځه کاله کښې میندو خپل بچی په دې لار راوان کړل نو امید دې چه یوه پاکه  معاشره به مینځ ته راشي. او دا هم ورته وایم چې دا جنګ یوازې د سړو جنګ نه دې. دا زمونږ شریک جنګ دې. ملاله میوندی څوک وه. ” که په میوند کښ شهید نه شوې ګرانه لالیه بینګې له دې ساتینه.” زه خو دا هر ځائ کښې وایم چې که ښځه ځان کلک کړي نو د سړي نه مضبوطه ده. زور زغملې شی ، زیاتې زغملې شی، بې عزتی نه زغمی. نور هر څه زغمي،لوږه په ځان تیرئ ،تنده په ځان تیرئ ، د خپلو بچو د پاره سر ورکئي. نو که داسې ښځې معاشره کښې راپاڅي چې د خپلو ورنړو ، بچو، خاوندانو سره څنګ په څنګه جنګیږی. معاشره یوازې د سړو نه ده ، دا د ښځو او سړو شریکه معاشره ده. ښځو له خدائ لویه مرتبه ورکړې ده.دا تخلیق کوي، بچی زېږوي.

تپوس: پښتانه او بلوچ په پاکستان کې وژل کیږي،  د دې نتیجه به څه را اووزي؟

نسیم ولی : زه یوه خبره کوم . پیشنګوئی نه شم کولې. رښتیا خبره دا ده طاقت مې نشته چه د یوې خبرې پیشنګوئی اوکړم. نو زما دا خیال دې چې د ډېرو خلقو او د ډېرو قوتونو دا اراده ده چې د پښتنو دا اصولی ژوند چې کوم دې او د بلوچو چې کوم ژوند دې هغوی غواړي چې دا ختم کړي. دا کار چې ھر څوک د پښتنو او د بلوچو سره کوي، که د پښتنو قتل عام کوی او که د بلوچو . دا د دوی سره سراسر دشمني ده.

Interviewed by Aurang Zeb Khan Zalmay

Co-Editor and International Correspondent of THE PASHTUN TIMES

ALL RIGHTS RESERVED WITH THE PASHTUN TIMES

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*