لاهور پوهنتنونو کښې لسګونه بلوڅ او پښتانه زدهکړیالان د پنجاب پولیسو نیولی دی

د پاکستان په پنجاب پوهنتون کې د اسلامي جمیعت طلباء او د بلوڅ – پښتون کونسل د د زده کوونکیو ترمینځ له نښتې وروستو پولیسو نېږدېدوه سوه طالبعلمان نیولي دي، او په دوی کې يې ځنې د ترهګرۍ ضد عدالت ته هم وړاندې کړي دي

PU

د روانې میاشتیې په یوه ویشتمه نیټه د زده کوونکیو تر مینځ په نښتو کې اتلس طالبعلمان ټپیان شوي وو.

د پښتون بلوڅ کونسل مشران وايي ــ په نیول شویو کې ډیر د بلوچستان، قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا سره تړاو لري خو د اسلامي جمیعت طلباء پاکستان ناظم بیا ادعا کوي چې په نیول شویو کې اتیا د دوی د تنظیم غړي دي.

له مشال راډیو سره د خبرو په وخت د اسلامي جمیعت طلباء پاکستان ناظم سهیب کاکاخېل وویل دوی د نویو زده کوونکیو هرکلې لپاره یوه مېله جوړه کړې وه چې د پښتون بلوڅ کونسل غړیو پرې برید وکړ او تر هغه وروستو نښتې وشوې.

نوموړي د پوهنتون په تېره انتظامیه تور ولګولو چې د پوهنتون په انتظامیه کې داسې ځنې عناصر دي چې د خپلو ذاتي ګټو لپاره طالبعلمان له یو بل سره جنګوي.

خو د پښتون بلوڅ کونسل او فریډم سازمان غړي وايي ــ چې اسلامي جمیعت طلباء په پوهنتون کې خپله بادشاهي جوړه کړې ده او په زده کوونکیو په زور خپله خبره مني. د پښتون بلوڅ کونسل یو مشر سهېل خټک له مشال راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې څوک د جمیعت خبره نه مني هغه د تشدد ښکارېږي.

تر نښتو وروستو په پنجاب پوهنتون کې په لوی شمېر کې پولیس ګمارل شوی دی او د پوهنتون انتظامیې هوډ ښودلی چې په تشدد کې د ککړو کسانو پرضد به بې له څه تفریقه ګامونه پورته کوي.

شاهین بونیری

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*