سوله به کله راځي؟/ اباسین بریال

abasin baryalسپینه غوا مې له پړي نیولې وه، پلار د غنمو له پټي راغږ کړل؛ ګرمي ده لوګري ستړي دي، نن لو بس دی.
ما غوا د لښتي پرغاړه راتاو کړه، پلار مې راپاڅېد د لښتي په اوبو یې تڼاکې لاسونه لامده کړل، یوه لپه یې مخ ته اچولې وه، چې الوتکو پشنګ خوشي کړل.
پشنګ د بمبار اخطار و، لوګري په یو غږ دغنمو له کروندو راووتل، ترڅو چې خلکو ځانونه تیښتې ته جوړول الوتکې راټیټې شوې، راکټ بمونه راغورځېدل، له ښکته نه د غنمو کروندو اور واخیست. پلار مې او لوګرو ځنګل ته منډه کړه، زه تلولی شوم، د غنمو په کرونده کې مې ځان وغورځاوه.
ښه مې یاديږي، د جیټ الوتکو تورو خېټو ته مې کتل او راکټونه ورېدل. پلار راغږ کړل ژوندی یې ماویل هو، ویل له ځایه ونه خوځې ماویل سمه ده، خو تنکی زړه مې ناقراره و.
چې د الوتکې غږ کرار شو، له پټي مې منډې کړې، لا شل متره نه وم ځغلېدلی چې بیا الوتکو دوره وخوړه، د سنځلې تر ډډ مې لاس تاو کړ، راکټونه مې له ککرۍ بچ شول، بیا مې منډه کړل، درېیمه پیره چې الوتکو دوره وخوړه زه په یو رڼه درمندځای ولاړ وم لاره رانه ورکه شوه، ویالې ته مې ورټوپ کړل، ځان مې کشوولو تورو خټو او ګیلاو مې لباس دروند کړی و، چې الوتکې بیا الونیا شوې، منډه مې کړه داځل د کلي ددیوالونو څيرمه په ژړا او دعاګانو تر کوره ورسېدم، خویندې وروڼه او مور مې د دهلیز تر زینه لاندې په توره تیاره کې ولاړ وو، الوتکو ټوله سیمه په لوګیو لړلې وه. د آرام ساه مې واخیسته.
لوی ارمان مې داو چې د مور په غیږ کې مړ شم، خو مړ نه شوم دادي دا توري لیکم.
دا د روسانو د وخت کیسه ده، زه اوس اته دیرش کلن یم. خو چې کله مې په سنګین کې د ناټو د بمبار واورېدل، څه ځان غوندې ماشومې څیرمې مې سترګو ته ودرېدې، چې څومره به د مرګ له ویرې ځغلېدلي او رغړېدلي وي، ښايي د ډیرو به یې لا دا ارمان نه وي رژېدلی چې د مور په غیږ کې مړ شي، له مور سره یوځای مړ شي.
اته دیرش کاله وتلي، په اسمان کې د بم غورځوونکو الوتکو پیلوټان بدل شوي، خو زموږ ماشومان هماغسې له بم سره زاره چاودي کيږي.
سوله به کله راځي؟
ژوند به دلته د ژوند لپاره کله وي؟

لیک: اباسین بریال

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*