د پښتو لوستونکې ولې کم دې

Pashto1

پښتو د کروړونو پښتنو يوه داسې ژبه ده چې ويونکې، اوريدونکې او ليکونکې يې شته خو لوستونکې يې د نيشت برابر دې د پښتو لوستونکې ولې کم يا نشته؟ دا يو داسې اهم سوال دے چې د پښتنو مشرانو حکمرانانو او دانشورانو نه جواب غواړې عام ولس خو پريږده زمونږ کوم خلق چې تعليم يافته ګڼلې شې لکه وکيلان، ډاکټران، انجنئيران، افسران او استاذان وغيره هم پښتو ليکلے او لوستلے نه شې. که چرې د ضلعو په سطح سروې وشې چې په څلو کښې څو تنه پښتانه پښتو ليکلے او لوستلې شې نو ډير مايوس کن اعداد وشمار به مخې ته راشې ددې افسوس ناک صورتحال ذمه وار څوک دې؟ يقينا چې ددې ذمه وار د پښتنو مشران او حکمرانان دې دوې يو داسے تعليمې نظام جوړ کړے دے چې په هغې کښې پښتو ژبه ځائيدې نۀ شې د پښتنو بچې چې د پښتو ليک لوست زده نه کړې نو که هغوې په نورو ژبو کښې تعليم يافته هم شې خو د خپلې ژبې په حقله به نا خوانده وې. دا هر کال يويشتم د فرورې د مورنو ژبو د ورځې په توګه ولې مانځلے شې. دا ورځ مونږ ته يادونه کوې چې خپله مورنې ژبه د ورکيدو نه بچ کړې. د ژبې د ورکيدو نه د بچ کولو صرف يوه ذريعه ده چې دا د تعليم ژبه شې. پکار ده د پښتنو د سياسې ګوندونو مشران د ژبې په مسئله په سنجيدګی سره غور وکړې او د ملک په آئين کښې چې مورنو ژبو ته کوم حق ورکړے شويدې هغه دې پښتو ژبې ته هم ورکړې. که داسې اونۀ کړې نو پښتو به صرف د وئيلو او اوريدلو ژبه پاتې شې او څه زمانه پس به دغه حيثيت هم بائيلې.

د وخت او د حالاتو جبر د پښتو د ليکونکو په سر دا ذمه وارې اچولې ده چې د خپلې ژبې د جائز حق ترلاسه کولو دپاره هلې ځلې وکړې او دا هلې ځلې تر هغه وخته جارې وساتې تر څو چې پښتو ژبې ته خپل جائز او آئينې حق نۀ وې ورکړے شوے.

ليک: د پاڅون ادارې مردان له خوا

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*