پښتانه په پاکستان کښې: ما مه شمیره درګډ / ارمان لوڼی

Kamil Mandokhailپښتانه په پاکستان کښې: ما مه شمیره درګډ

ارمان لوڼی

ملا نذر يو چا ته ښکنځل وکړه نو هغه سړي په ملا نذر پسې منډه کړه ، ملا نذر په توت ځني و ختی! نو دا سړی ورته وايي را کښته سه ، ملانذر ورته وايي فهو!! زه نور پسي خېزم ته وايې را کښته سه ماغزه دي کار نۀ کوي

        موږ پښتنو ته پنجابيان هره ورځ ښکنځل کوي، وهي مو، وژني مو، هر څه يې راسره وکړل خو پښتانه منډي پسي وهي په توت يې خېژوي، او منډه دا ده  که يې  ډېره مړانه کړې ده هغه د احتجاج مړانه ده، اويا يې  کېس بيرته  د دوی په عدالتي  نظام کي کړی دی او غوښتنه يې دا ده چي راکښته سه مانا زياته يې بس کړه مۀ مو وژنه مۀ مو وهه، ظلم مۀ را سره کوه، پنجاب وايي فهو زه نور پسي خيژم ته وايې را کښته سه.

        پنجاب دا فيصله کړې ده چي پښتانه او بلوڅان  به په پاکستان کي د يوه شي حق نۀ لري، مانا نور شيان خو پرېږده د ژوند حق لا نۀ لري. نو يې د دنيا ټولي حربې استعمال کړې، ښپېتۀ کاله يې جنګ پر مسلط کړی دی، يواري يې په مجاهيدنو، بيا په طالبانو، بيا القاعده ، بيا داعش  اوس نو مختلف اپرېشنونه. خو دې قومو سر نۀ کړی خلاس که څۀ هم بلوڅ لږ مزاحمت وکړی خو هغۀ يې ډېر و ځپل او ځوانان يې په ډرېل مشينانو سوري سوري کړل ، او تر اوسه په درځنو ورک دي(ميسنګ). د دې ټول ظلم تر څنګ يې يو بل لوی او سائنټيفک کار هم روان کړی دی، هغۀ دا چي د بلوچستان تعليم يې دانسته د نقل کولو جوګه کړی دی، مانا په بلوچستان کي داسي نقل کېدی او تر اوسه کيږي چي څوک يې تصور نه سي کولای، هغه په دې چي دلته زموږ په خوا يې ټول سرياکي استاذان لګولي وو چي هغه به اېله په نوم د ماسټر وو خو شی به يې زده نۀ وو ، اول خوزموږ خلګو سکول ويلی نۀ  چي به چا ويلی هغۀ ته به د ښوولو استاذ نه پيدا کېدی، ځکه چي پښتانۀ خو د انګرېز له وخته نوکري ډېر بده ګڼله او هغه به يې په جاسوس حسابلی، نو چي نوکرياني يې نۀ کولې نو سبق څۀ کاوی. نو دغو سرائيکي استاذانو په ذريعه يې نقل ښه پرېمانه ور اېله کړ، ځکه چي لوستونکی خو به ټول کال څه ويلي نۀ وونۀ به استاذ څۀ ور ښوولي وو، نو به استاذ نقل ور اېله کړ، دا نقل هم څنګه رواج سو؟ هغه داسي چي د کال په اخرکي به استاذ لوستونکو ته هغه سوالونه ور ښوول چي په پرچه کي به راتلل، نو به يې لوستونکو ته و ويل چي بس دا زده کړئ  د ټول کتاب زده کول ضرورت نسته. نو دا رنګه به لوستونکو ټول کتاب(د هر سبجکټ) نۀ ويلو چي هسي هم استاذ په اخر کي سوالونه را ښيي. نوبه زموږ له سکولانو هغۀ خلګ راوتلو چي هم به  د پلار له کشت وکروندې وتلی وو هم به د نوکرۍ وړ  نۀ وو،  بيا چي کيسه لږ پر مخ ولاړه مجموعي سوه نو يې په غټو امتحانونو کي کش پسي ورکړ،  دا رنګه يې زموږ درې، څلور نسله را تباه کړل ، ورسته چي به د ايم اې لوستونکی ټيسټ ورکړ نو به د سرياکي استاذ د لسم جوماعت زوی پر نوکرۍ ځني و لګېدی دی به پاته سو!! داسي د مقابلې رجحان جوړ سوچي د دوی د لسم لوستونکي پر نوکري راځي او زموږ د ښپاړسم لوستونکی ولي نۀ سي راتلی؟  نو پښتنو لوستونکو سبق ويل پيل کړ، داسي سبق ويل يې پيل کړ چي په لږه موده کي پر ډېرو ښو ښو نوکريو راغلل، په دې منځ کي د پنجاب وزيراعلی په ۲۰۱۲ کي د پلوچستان و لوستونکو ته د سکالرشپ اعلان وکړ چي د پلوچستان پېکج پر نامه يې يو څو نوکرۍ هم ورکړې او د پنجاب په مختلفو پوهنتونونو کي يې داخلې هم ورکړې. او د بلوڅو، پښتنو لوستونکو د سکولونو  او کالجونو پر کچه و پنجاب ته مخه کړه ځکه چي هلته نمبر ښه نمبر ورکول کېدل،  په بلوچستان کي نمبر کم وو د هغه وجه دا وه چي دلته خو نقل کېدی د نقل په وجه به دسلو ۱۰۰ نمبرو له پرچې څلوېښت نمبره اول وار په سر کي د نقل ځني کاټېدل، پاته به سو ښپېتۀ نمبره په هغۀ کي به چا څلويښت واخستل چا پنځوست. او په پنجاب کي د پوره ۱۰۰ نمبرو پرچه به کتل کېده نو په هغو کي به کمزوري لوستونکي  هم تر ښپېته زيات  نمبر اخيستل. نو پښتنو او بلوڅانو پنجاب ته ورمخه کړه. هلته دا و سو چي د ۲۰۱۵ په کال چي د پنجاب څۀ پوهنتونونه  دي که کالجان دي  که يې سکولونه دي، او په هغو کي چي څۀ ډپارټمنټونه دي د ټولو اکثريت اول نمبران پښتنو او بلوڅانو واخستل! يعني دا سمه سروې سوې وه. پنجابيانو چي دا وليدل نويې له هغې ورځي دا چم پيل کړ چي هر کال د پرچو(امتحان) وخت را نزدې سي نو د دوی يو غنډه تنظيم (اسلامي جمعيت طلبا) پوليس ورسره!  پر دې پښتنو او بلوڅو لوستونکو د پوليسو لاټي چارج اولغړيانو ډنډې  ورا واخلي ټول لوستونکي هم و هي هم يې له امتحانه و باسي او هم يې جېلو ته واچوي. زموږ يات دي چي هر کال دا پېښي کيږي تېر کال يې زموږ پر سقاپتي سټال باندي بريد وکړ او اوور يې ور واچاوه، بيا ستا سو ياد دي چي پنجابيان يې توت وه خېژول . خو د ټولو لوستونکو پرچې ضايه سوې. دغه رنګه په د جناح پوهنتون اسلام اباد کي هم داسي و سو چي د پيسانو د کمښت په لړ کي ټول تنظيمونه(کونسلان)  سره يو سول احتجاج و سو دلته پر بلوڅو يو څو لوستونکو باندي ايف،ائي،ار کاټ سو هغۀ له پوهنتونه خارج کړل سول، او له نورو کونسلانو سره انتظاميه جوړه سوه د هغو لږ ډېر څه يې ومنل، دوی دا ورسره ومنل چي بس دا خارج کسان دي خارج وي. خو بيرته پښتنو او بلوڅانو په زور او په حکمت دغه مسله حل کړه. کني دوی خپل کوښښ وکړ

دا ځل هم دا پېښه د هغې پاليسۍ کړۍ ده، نن درېمه ورځ ده چي په پنجاب پوهنتون کي پر پښتنو او بلوڅو لوستونکو باندي د جماعت اسلامي لغړيانو او ورسره ۱۰۰۰ نفره پوليسو تشدد روان کړی دی. اول وار خو يې و وهل ورسته يې موټران په ډک کړل جېلونو ته يې يوړل، ۳۰۰ سله لوستونکي يې ګرفتار کړي دي، د ۴۰نفرو په خونه کي يې ۱۵۰ کسان اچولي دي. او د کومو لوستونکوچي نمبران بند دي د هغو خو څۀ  درک هم نسته ، په نيول سوو  لوستونکو کي يو پروفيسر کامل مندوخېل هم شامل دی چي تر اوسه پوري يې هيڅ درک هم نسته چي چيری دی، مانا که د پښتانه پروفيسر دی که لوستونکی هغۀ د دوی په نظر هم ترهګر دی هم غنډه په دې دی چي يو خو پښتون دی او بل قام پال دی. بېګا ماښام يې  د پنجاب پوهنتون دلوستونکو د سازمان اتحاد رئيس عالمګير وزير او ملګری اسفند پوليسو نامعلومه ځای ته وړي دي چي تر اوسه يې يو درک نسته. چي کوم څوک په هاسټل کي پاته دي په هغوپسې يې دروازې له دباندي خوا بندي کړې دي.دا ټول نن درېيمه ده چي بند دي نه څوک ور پرېږدي او نۀ دوی دباندي پرېږدي، دا خبره هم کيږي چي د لوستونکو حالات ډېر خراب دی. د دويمي کربلا ياد تازه کوي زما خيال، له تندي يې وژني.  په دې کي خو يوه لوستونکي بل دوست ته مېسج کړی دی چي زه خو ۱۸م هاسټل کمره نمبر ۲۱۹ کي نن درېيمه ده چي بند يم نۀ مي څه خوړلي دي او نۀ څه څېښلي دي، هغۀ خو لا پرېږده زما نن اخري پرچه ده! هغۀ راڅخه پاته سوه، مېسج پر سوشل ميډيا پروت دی. او عمليات (چاپې)  لا رواني دي. د حيرانۍ خبره خو دا ده چي  دا ځل خو د سرايکي سيمي لوستونکي هم پکښې دي، او د پښتنو او بلوڅانو د لسم، اتم ، د يولسم (پرسټ ايير) ، د دوولسم ( سېکنډ ايير) لوستونکي هم چي په کوم سکولونو يا لېسو(کالجونو) کي پيدا کوي تهاڼو له يې بيايي چي تر اوسه پوري يې هيڅ حال نۀ دی معلوم. او عمليات (چاپې) لاروان دي. د انسداد دهشتګردۍ عدالت چي پر کومو بلوڅو، پښتنو لوستونکو جسماني ريمانډ حکم کړی دی، له دې پرته چي نور څوهم لوستونکي د لاهور په بېلابېلو تهاڼو کي دي او جسماني ريمانډ باندي روان دی. لکه د کوټلکپت، مسلم ټاون، ماډل ټاون او د ډېفنس په تهاڼو کي بنديان دي.  هلته چي کوم زخميان دي د هغو علاج هم نۀ کيږي. خو موږ اوس و اسمان ته لاسونه پورته کړي دي چي خدايه ته يې را خلاس کړې! له پنجابه سره نۀ کيږي هغۀ خو ډېر زورور دی موږ يې د زور نۀ يو خدايه ته يې په خپله چاپېړه و وهې

زه دا وايم چي پر پنجاب زياته بوج يو هغۀ غواړي چي ځان راڅخه خلاس کړي، هغو دا ټولي راسره وکړې، په ګوليو يې مړۀ کړلو، په بمانو يې مړۀ کړلو، مانا د بابړي له شهيدانو يې راوخله ، د لياقت باغ پېښه، د ملالۍ ويشتل، سياسي کارکنان ويشتل، د اې پي اېس پېښه، د باچاخان پوهنتون پېښه، د وکيلانو پېښه، د پوليسو والا پېښه، د مشال پېښه ، د زرعي پوهنتون پېښه، د نقيب مسحود پېښه او بيا د اوس پېښه دا ټول يې د دې دپاره راسره وکړو چي ګوندي پښتانه او بلوڅان را پورته سي او دا و غواړي چي زياته نور په پاکستان کي نۀ اوسو، خو پښتانه ورته وايي چي موږ په مکه شريفه  کي قران درسره کوو چي موږ ښۀ پاکستانيان يو. هغه وايي له توته راکښته سئ خو پښتانه ورته وايي چي نۀ موږ نور هم خېژو ته وايې راکښته سئ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*