د پاکستان خوب/صابر نور

15310490_1838528363059942_61026521_n يوې سندهۍ انجلى چيغه کړه تر نجد جيزان ورسيده بن قاسم راغى باب اسلام ې جوړ کړ، وخت بل پړاو ته داخل شو سيالکوټ والا خوب وليدو اسلامي پاکستان جوړ شو، د جوړونکي بابا دا مالومه نده چې د کراچى بابا ٶ که د ټهټه خو خير د پاکستانيانو بابا د اسلامى مسلم ليګ مشر د اسلام په نوم د بيل هيواد جوړونکي د خوښې خواړه د سرکوزي د غوښې سنډوويچ خوراک ول، وخت بل پړاٶ ته لاړ چون اسلام له تر اوسه مکمل اباد نه ٶ نو پينډۍ ابۍ خوب وليد چې اسلام ورکيږي ماسره څنګ کې اسلام اباد کړئ؛ ترڅو د بوټ بابا توپک ماما تګ راتګ ورته اسانه وي چې د اسلام حفاظت وشي وختونه تيريدل د شريفو د کورنۍ ملابابا خوب ليدل پيل کړل هغه خوب 15 کاله مسلسل ليدل کيدو پيغمبر ص د مدينې مبارکې څخه راتلو او ملابابا ته يې دينى علم ورزده کاوه، اخر هغه ملابابا دومره لوى عالم شو چى شريفان ې پريښودل د کنيډابابا شو خو چى کله پينډۍ ابۍ په خپل اسلام اباد کې اسلام ته خطره محسوسه کړه نو کنيډا بابا د ټورنټو ټاور په سر اوخوت او اسلام اباد ته په ويښه راغلو ترڅو خپله دنده ترسره کړي؛ نن سبا لندن بابا خوب ليدلى دى او په ټيليفون يې راويونډبابا ته ويلى دى، د رايونډ بابا د خوب تعبير ورکړ دومره يې ونه کړل چې د لندن بابا خوب وارزوى تصديق ې وکړى سمدلاسه ې د اسلام اباد په مبارکه رسنيو بيان کړ، يو څو موده وروسته به کوم واشنګټن بابا خوب اوويني او ناعوذبالله د راې ونډ بابا ملګرى به په عشره مبشره کې ور شامل کړي ؛ دا د اسلام په نوم جوړشوى هيواد دى دلته هرڅه ممکن اسلامي شي ؛؛؛؛ خداى پاک ته اوګورى دا 21 تمه پيړۍ ده خلک پوهيږي نور د خوبونو څخه رابهر شى د اسلام مقدس دين ته نور زيان مه رسوئ

 

لیک: صابر نور

 

دی پشتون ټائمز

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*