د نوي کال په مناسبت د حامد کرزي پیغام او د طالبانو پر تحریک ږغ

Hamid Karzai sb04

ګرانو وطنوالو، خویندو او وروڼو!

تاسو ټولو ته د نوي کال او تاریخي نوروز د رارسېدو له امله د زړه له کومې مبارکي وایم، د نوروز جشن او نوی کال مو مبارک شه!

تیر کال مو په تأسف له ستونزو او کړاوونو ډک ؤ او ګران ملت مو له نا امنیو، ملکي او پوځي تلفاتو او د پاکستان له مکررو تېریو وځورېد.

دغه ټولې ناخوالې په داسې حال کې موږ ته راپېښېشوې چې امریکا او متحدین یې په افغانستان کې پراخ پوځي او سیاسي حضور لري.

یوه نیمه لسیزه مخکې د امریکا متحده ایالات او متحدین یې د سیمې د مهمو هېوادونو په کامل ملاتړ او همکاري د تروریزم سره د مبارزې په نامه زموږ هېواد ته راغلل. متاسفانه د امریکا له خوا د تروریزم خلاف جګړې کې د غلطې تګلارې د غوره کولو له امله نه یوازې چې دغه ناوړه پدیده له منځه نه ولاړه بلکې تروریزم او افراطیت لا پیاوړي شول. تر دې چې د داعش ډله هم منځ ته راغله.

ګرانو وطنوالو

د تروریزم او افراطیت د قوي کېدو او پراخېدو ترڅنګ بل خطرناک انکشاف چې زموږ هېواد تهدیدوي دا دی چې هېواد مو د سیمه ییزې همکاری پر ځای د بېلابېلو هېوادونو د تقابل په ډګر د تبدیلېدو په حال کې دی.

په داسې مبهمو حالاتو کې د افغانستان د ژغورنې لپاره ضروري ګڼم چې د افغانستان حکومت او ټول افغان ولس په ګډه د یو ملي اقدام له لارې او د یوې ملي تګلارې په جوړېدو سره زموږ د ولس د کړاوونو د ختم او د سولې د راوستو لپاره جدي اقدام وکړي.

دلته یو وار بیا د طالبانو پر تحریک ږغ کوم چې له دغه ګډ ملي اقدام سره خپل ږغ یو کړي او د وطن د کړاوونو په ختمولو کې خپل ملي او دیني  دین ادا کړي.

دی پشتون ټایمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*