د نوازشریف ملګری ولې؟ ګل مرجان

 گل مرجان

گل مرجان

د پښتنو مشرانو په پاکستان کې تر هر قام زیات د ظلم، جبر او ناروا قوتو په ضد مبارزه کړې ده- زمونږ مشرانو د باچاخان، عبدالصمدخان اڅکزی او نورو مخورو په قیادت کې د وخت هر جابر ته مخه نیولې ده-د ټولو قامونو ائینی، جمهوری او ټولنیز واک کټلو په خاطر زمونږ مشرانو پرته له کوم تعصبه نه سټرې کېدونکې مبارزه کړې ده- د ایوب خان، یحئ خان، ضیاءالحق او د مشرف د مارشلا په ضد تر ټولو اول زمونږ مشران میدان ته راوتلی دی او د اولس واکئ د کټلو په ډګر کې ي د زندان د تورو دروازو تر شا وختونه تېر کړی دی- د پاکستان نه اګاهو د پښتون نومیالو مشرانو د برطانوی سامراج په ضد یوه اوږده وسلواله مبارزه کړې ده- د عمراخان جندول، ملا پاونده، حاجی ترنګزئ، اېپی فقیر، کاکا صنوبر مومند او د نورو مالومو او نامالومو شهیدانو او غازیانو د سرشیندنې او قربانئ په ورکولو مونږ تاریخپوهانو ته ښودلې ده چې دا قام د هیڅ جابر په وړاندې سر نه دې ټیټ کړې- په سیاسی ډګر کې پښتنو د باچاخان، عبدالصمدخان اڅکزی او هغو د ملګرو په همت دې قام د برطانوی سامراج او بیا د پاکستان پوځی ډکټاټورانو نه د سیاسی ازادئ ګټلو په لار کې ډېره لویا مبارزه وکړه- د پښتون قام د پاره د ویاړ خبره ده چې د دوي مشرعبدالصمدخان اڅکزی د ایوبی مارشلا لومړئ سیاسی قیدی و او ۱۴ قید بامشقت ورته وارول شوې و- د پاکستان په ټول تاریخ کې سول او پوځی افسرشاهی د خپل مقصد د پاره سیاستدانان د موسمی ګلانو په شان په ګملو کې کرلی دی او بیا ي د اولس په وړاندې پېش کړی دی-خو د پاکستان په لنډ تاریخ کې به څوک دا په ګوته نه کړی چې پښتنو ملتپالو د کوم پوځی زورواکی په وړاندې سر ایښې وی- د اوسنئ وزیراعظم نوازشریف چې کله د پنجابی پوځ په اوږو سپور و او پوځ او پنجابی نوکرشاهی اېجنډه ي په مخ وړله نو دې پښتنو ملتپالو هغه د قام دښمن باله او په هر دګر کې ي د هغه مخه نیوله-

په دویم ځل چې راغې نو د پوځ واک کمولو هڅې ي پېل کړې او د اولس واکئ پراختیا ي اړینه وګڼله نو پوځ یو وار بیا دې له قدرته ګوښه که او په اټک قلا کې ي بندی کړو- چې پنجابی وزیراعظم نوازشریف د پوځ سپېړه وخوړه او اقتدار نه په زوره ګوشه کړو او کورنئ سره د ملک نه وشړل شو نو ماغزه ي ځاي ته راغلل- په دریم ځل په واک کې د راتلو سم داسې برېښېده چې د قامونو د برابرئ او د ګاونډیانو او په خصوصی توګه د افغانستان سره اړېکې سمول به دې په خپل لاس کې اخلی او پوځی او استخباراتی ادارې به د منتخب پارلیمان د واک لاندې راولی- د پوځ به په کورنی سیاست کې رول ختم کړی- نو د داسې وزیراعظم په ملګرتیا کې پښتنو ملتپالو د خپل قام روڼ سباوون لیدو او د اولس واکئ هغه خوب پوره کېدو چې زمونږ باباګانو د خپل ژوند مقصد کرځولې و-

 

پښتانه د هیڅ انسان نه په دې نفرت نه کوی چې د هغه ژبه، کلتور او مذهب څه دې- مونږ انسانیت ته د قدر په نظر ګورو او ټول انسانان د آدم علیہ السلام او حوا بی بی بچی ګڼو- زمونږ یواځې سیالی د خپلو حقوقو د ګتلو پورې ده- د بل حق خوړل بدکار بولو او خپل حق بل ته پرېښودل بېغیرتی

لېک: ګل مرجان

دی پشتون ټاېمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*