د مُلا عقل له خوله، د ملا ښه دې “خان عبدالغنی خان”

Ali Sherani

رښتيا چي غني خان فلسيوف وو رښتيا چي انځورګر وو د راتلونکي وخت بل ځای “وايي زړه د ملا له توده حلوا ښه ده” چي په حلوا موړ شي نو به بې وخته او بې ځايه فتوې نه ورکوي هم دلته ختمه نه شوه خبره مونږ ته بيا خبرتيا راکوي وايي چي
“دلته چي ملا ستا په نوم پاس په منبر اوخيژي”
“ژبه کي ېې زهر او په زړه کي ېې بلا وي”
او مونږ ېې وينو چي دا وخت د منبر نه کم فساد نه دی راوتلی او مونږ ېې په کم وير او غم نه يو اخته کړي بابا کله هم د ملا په جهالت خپله مبارزه نه ده ايسار کړې بلکه خپلي مبارزې ته ېې دوام ورکړی دی هغه د قام ده منافق هوښيارانو ته هم غندې دلی دی واي چي
” ټولو هوښېارانو د پردې مخونه ايښي دي”
“يو رنګ وي دننه او بل رنګ دنيا ته ښايي”
د ژوند په هر اړخ ېې زمونږ لارښودنه کړې ده دملا د جهالت نه واخلې ده قام د هوښيارانو د منافقت پوري . په خپل ژوند کې کله هم منجمد نه دی پاته شوې چي څه ېې لوستي دي هغه ېې ليکلي دي چي په څه هم پوه شوۍ دۍ هغه ېې د قلم په ژبه د کاغذ په مخ ېې ويلي دي د چانه ېې وېره نه د کړې
“چي څه مي زړه کي دي ويلې نه شم که دروغ وايمه شرمېږم”
“ما د کتاب په دې معصومه ځمکه چرته دروغ ليکلي نه دي ګله”
غني خان که څه هم په غرب کي سبق ويلی وو او هلته ېې ژوند کړی وو خو د خپل وطن او قام محبت ېې په زړه کي ښه ټينګ ساتلی وو
“ما ليدلې امريکه کښي دي ښارونه”
“چي وريځو ته ېې رسي مکانونه”
“خو چي ووينم زه خپل د خټو کور”
“رانه هېر شي محلونه ښائيسته نور”
غني خان په باطن کي صوفي د رندانو په مذهب مسلمان وو او حسن پرستي ېې د ګل نه واخلې تر بشري جانانه پوري سر په سترګو منلې وه خو د خپل قام او د قام د ځوانانو فکري لارښودنه ېې هر وخت په نظر کي وه او اظهار به ېې په شعرونو داسي کاوه
” د غضب په نيلي سور شو د شېرشاه لمسی باتور”
“سترګي بيا د پښتون سرې شوې چي نيم اور دۍ او نيم نور ”
ننګ او غیرت ېې خالي د پښتانه قام د ځوانانو د پاره نه خوښه وو په خپله هم په آرام سره د پاته کېدو سړی نه وو يو وخت خپلي خوږې مور ته هم وايي
“چي قطرې قطرې مي فوځ د دښمن نه کړو”
“مورې ما پسي په کوم مخ به ته ژاړې”
“يابه دا بې ننګه ملک باغ عدن کړم”
“يابه کړم د پښتنو کوڅې ويجاړې”
د خپلو پښتنو غم ېې د هر وخت د پاره په سر وو پښتنو ته ېې د ورور ولۍ سبق داسه ورکوو
“فيقه،شريعت،پښتو په دغه ځای تمامه ده”
“وينه د پښتون په بل پښتون باندي حرامه ده”
په حقيقي خدای مئين انسان وو د خدای نور ېې منلی وو کم چي سائنس د انرجي په صورت مونږ ته بيانوي دی واي چي
“ته د نور سمندرونه زه د خاوري يو زره”
“دا ځما او ستا به څنګه شي دوستي او يارانه”
غني خپل خدای ته همېشه په ګيلو ګيلو ژړلي دي او د خدای نور ېې په خپل مادي وجود کي ليدلی دۍ د خپلو ناکردو او ګناهونو په کولو سره بې خوده سوی دی کله کله خو د ژوند د بې مانا وجود نه ډېر زيات تنګ شوی او آخر ېې د مادي دنيا او مادي وجود نه فرار غوښتلی دی ځکه خو دی اظهار داسي کوي
“هی د غره د سر دا واوره”
“که غني وې څه به ښه وې”

لیک: علی شیرانی

دی پشتون ټایمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*