د سولې په نوم د جهاديانو جنګ ته تيارئ

15879119_403238780017947_257248524_nڅلويښت کاله کيږي چې د سولې په نوم مختلف نظامونه رامنځ ته شوي دي خو هر نظام د سولې په نوم سقوط کړئ دا لړې همداسی تر نن دوام لري

ملت اوس په دې پوه شوئ چې دا نظامونه چا جوړ کړي دي او د چا لخوا ړنګ شوي دي؟ خو دلته زيات مشکل په افغانانو کې دي هغه دا چې دلته ټول جوړښتونه د افغانانو په وينو ترسره کيږي. خو بيا همدا ملت د خپلو وينو په ارزښت نه پوهيږي بيرته يې په خپلو لاسونو ړنګ وي څوک چې نظام او هيواد جوړ وي هغوی هميشه له بلې خوا د دين دوښمنانو په نوم معرفي کيږي. افغانان هر وخت همدا تکراري پريکړې کوي او تر سوليزو نظامونو جهادي ګوندونو ته د عقيدې له مخې برتري ورکوي.

د ډاکټر نجيب الله په دوران کې هم همداسې د سولې خبرې وشوې خو افغانان په جهادي تنظيمونو د عقيدې له مخې دوکه شول خپل جوړ نظام يې ړنګ کړ

لنډا دا چی نن هم د سولې خبرې کيږي افغانان د جهادي تنظيمونو راتلو ته خوښ دي خو اوس دلته انديښنه دادی چې همدې جهادي مشرانو افغانان په خپلو کې جنګولو او ورانولو ته بيا تيار کړي دي نن که دا نظام سقوط کوي نو د همدې جهاديانو او د هغوی لارويانو د لاسه به يې کوي.

همدا لويه ناپوهي ده چې د چا لخوا ښه سلوييز نظام راجوړ شوئ. هغوی د دين او خلکو دوښمنان معرفي شوي دي. په دې فکر نه کيږي چي هيواد ورانول او وژل د همدې جهادي تنظيمونو لخوا رمنځته شوي دي. يعنې د هيواد په ابادولو او سوله کې دين ته خطر ده

ليک: امير خان منګل

دی پشتون ټايمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*