د زړونو باچا ارواښاد شیر علي باچا / نجیب زیری

Sher Ali Bacha

د مردان په ګلورینه سیمه په کال ۱۹۳۳ کښې شیر علي باچا د سید اکبر شاه باچا کره سترګې وغړولی. وړومبۍ ذده کړې یې د خپلې مور نه وکړې. هم دغه وجه وه چې د باچا جي په وینه کښې د اولس او خاورې مینه په غورځنګونه وه. دغه بې کچه مینې باچاجي د خوار اولس د زړونو باچا کړو. زړۀ یې داسې منصف باچا وۀ چې په انسان د بل انسان ظلم منلو ته یې هیڅ کله غاړه نه ایښوده. ځکه خو محترم مشر محمود خان اچکزی د باچا جي په اړه لیکي

 

باچا ژوند وو، باچا زړۀ وو باچا ځان وو د پښتون اولس د زړونو ترجمان وو هر اړخیزه پوه ادب هنر یې مل وو په رښتیا چې باچاجي یولویې انسان وو

 

لویې انسان خو ځکه وو چې ټول عمر یې د خوار اولس سره په پولو او بانډو تېر کړو. د باچا جي مثال د ګرځینده پوهنتون وو. خدایی بخښلي صدر بابا جي چې د روستم د سیمي د باچا جي ملګری وو یوه ورځ مې ترې د باچا جي په حقله وپوښتل صدر بابا اوئیل

“مونږ به پټو کښې د غنمو لو کؤو باچا جي به راغلو مونږ به وئیل باچا مونږ اوزګار نه یو نو باچا به لور رواغستو او زمونږ سره به د غنمو په لو کښې شامل شو. په دغه لو کښې به یې راته د عقل او پوهې خبرې وکړې” باچا جي د پښتون اولس په ذهنونو کښې د فلسفې کر کول غوښتل نو په کلیواله او ساده پښتو کښې یې د فلسفې یو ورکوټی کتاب “فلسفه څه ته وایې” ولیکو. دغه کتاب که د لارې کوڅې او پولو پټو خلک ولولي نو زما یقین دی چې د فلسفې د استاذ ضرورت به هیڅ کله محسوس نه کړي. باچا جي چې په ډیر سخت وخت کښې ژوند کړی دی. هر طرف ته د زورورو واک اختیار وو په اخبار او ریډیو کښې چا د اولس خبرې نه شوې کولې نو باچا جي د وخت سره سم خپل پیغام ولیکو او د هغې کاپیانې به یې په خلکو کښې تقسیم کړی.

باچا جي د سیاست او فلسفې سره په مذهب هم ډیره پوهه لرله. د پیر پایې نوښار سراج لالا چې د باچا جي د سنګر ملګری وو، راته اوئیل چې یوه ورځ مونږ په جیل کښې وو نو باچا جي به قیدیانو ته لیک لوست کولو او قیدیانو له به یې امامتي هم ورکوله. د اختر ورځ وه نو قیدیانو وئیل چې باچا د اختر مونځ کول غواړي وې باچا په سر څادر وتړلو او مخکښې شو او ټولو قیدیانو له یې د اختر جمع ورکړه.

باچاجي د وطن په مینه داسې مست وو چې خپل کور ته یې هم وخت نه ورکوو. د باچاجي د ځوی سید ساجد علي باچا وایې “مونږ واړه وو خو مونږ خپل پلار په کور پوره یوه اونۍ نه دی لیدلی. چې راغلو به نو ملګري به ورسره وو او بیا به د هغو ملګرو سره لاړو”.

باچاجي یو ډیر ښه شاعر هم وو. په خپلو شعرونو کښې یې د وطن د بدې ورځې حل په خوږه پسته ژبه انغښتی دی. د باچاجي نوره شاعري به هر چا لوستي وي. زه د ارواښاد ډاکټر خالق زیار د یادونو نه د هغوي د وراره قدرمن جوهر لونګین په وساطت دا شعر او واقعه رانقل کوم “په یو غونډه کښې چرته چا د باچاجي د تحریک خلاف څه خبرې وکړې. نو چې د باچاجي د تقریر موقع راغله نو دا شعر یې ورته اوئیلو

زه رڼا ته دې راکاږم چې راوځه

ته تېرو ته رانه تختې ښاپیرکه

باچاجي یو فلسفي وو هغه د قومي ستونزو ادراک په یو خاص هنر کړی وو. باچا جي د وطن د ښې ورځې تصویر د خپل رسا فکر په مدد سره لیدلی وو. کله چې باچاجي دا خبره ادراک کړه چې پښتانه د قوم په حېث غلامان دي نو بیا طبقاتي بیرغ کېښودو او قامي بېرغ یې رواغستو او د قام د سرپرست ته یې معیار داسې ټاکلی دی

نه دي سرپرست چې قام پرست نه دي

دا د راز خبره مختصر کوو

شیر علي باچا د پښتون د ازادۍ دپاره یو مېکېنیزم لرلو. او دغه ټول هر څه یې د “بل مشالونه “نومې کتاب کښې چاپ دي. د باچاجي ملګری اصغر لالا د هغه د ژوند او شخصیت او کار په اړه په ملي اتل نومې کتاب کښې خپل تاثرات داسي لیکي. زه یې هو به هو هم هغه شان رانقل کوم

“د باچا ژوند ښکاره ژوند وۀ. هغه د پټ پنا یعنې دنیاوي رسمي رواجي ژوند نه سخت خلاف وۀ او په ډاګه او اخلاص یې د داسې ژوند نه بغاوت کړی وۀ او انسان یې د انسان د ظلم او جبر نه ازادوۀ. د ظالم په مقابله کښې د مظلو په پره وۀ. د جاګیرداره مزاج خلکو په مقابله کښې د کسان ملګری وۀ، د سرمایه دار مقابله کښې د مزدور مرستیال وۀ د نو آبادیاتي طاقتونو په ضد د ازادۍ ننګیال وۀ د جدید نو آبادیاتي سرمایه دارۍ په مقابله کښې د قام پرستۍ جنګیالی وۀ د پښتنو دپاره د ازاد پښتون ریاست قائل وۀ.

د کال ۱۹۹۸ د جولایې د میاشتې په ۲۵ نیټه د زړونو باچا شیر علي باچا د دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې. د رحمت شاه سایل هغه ساندې په ټول وطن د ځنګل د اور په شان خورې شوې

نن دي دلته غونډ څو لیوني باچا به چرته وي

یه ډاکټر اسراره شیر علي باچا به چرته وي

دا وطن یو نوی ادراک نوی تجزیه غواړي

څه شو چې مونږ پوه کړي فلسفي باچا به چرته وي

خو ډاکټر اسرار د باچا جي د فکرونو په اړه باوري دی چې دا تورې تېرې به د باچاجي فکرونه رڼا کوي. لکه چې وایي

پښتانه به اوس هیڅ لاره خطا نه کړي تا بل کړي دي د فکر مشالونه

په ګور یې نور شه

لیک:  نجیب زیری/سوات

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*