د بي بي سي پښتو سره د میا افتخار حسین مرکې ته د عامر یوسفزي ځواب

15645710_1228658700559900_631982502_nکه چرې موږ د لر او بر افغان خبره کوو نو په خپل تاریخ ناپوه پښتانه موږ ته وایی چې عرب هم په 20 ریاستونو کې پراته دی او د هغوی بیل بیل ملکونه دی همداسې زموږ پاکستان هم بیل ملک دې
دا خبره بیګا بی بی سی سره مرکه کې زموږ پوه او زیرک سیاست دان میا افتخار حسین هم وکړه چې موږ افغانان یو پاکستان زموږ ملک دې او افغانستان زموږ ګاون‌‌‌‌‌‌ډي ملک نو اوس دا ضروری نه ده چې مونږ افغانان یو خو د افغانستان دې شو دغسې که عربو ته وګورو نو دغسې که موږ عربو ته وګورو نو شلو ملکونه یی دی خو هغه بیا هم عرب دي.
زه میا صیب ته د دې خبرو ځواب په یو مختصر لن‌‌‌‌‌‌ډ تاریخ او په ساده الفاظو کې ووایم مصر عرب ژبه ویونکې دې کلتور هم د حجاز د عربو لری خو مصران هیڅکله دا نه وایی چې موږ عرب یو عرب په اسلامی فتوحاتو دور کې راغلی مصر ته او موږ ته یی خپله ژبه ،کلتور روایات راوړی موږ خپل مستند تاریخ لرو موږ د نړۍ وړمبې تهذیب یافته قام یو یونانی مورخ هیرو‌‌‌‌‌‌ډټس کوم ته چې د تاریخ لیکونکو پلار هم ویلی شی هغه خپل کتاب کې دوه نیم زره کاله مخکې د قدیم مصر تاریخ راغون‌‌‌‌‌‌ډ کړی چې د حجاز د عربو د تاریخ نه هم مستند دې د نن دور مصران هغه تاریخ په رڼا کې ځان ته د مصر اصلی بچیان وایی نه چې د حجاز عربان.
دویم :شام یا لوانت [اردن ،لبنان ‌،فلسطين ]شام په مینځنی مشرق کې مهمه درجه لری د هغوی هم ژبه عربی ده او کلتور روات عربی خو اکثریتی شامیان ځان ته د شام باشنده ګان وایی کوم چې د هیرو‌‌‌‌‌‌ډټس د کتاب نه ثابت ده دې کې د شام د باشنده ګانو 6000 کاله مستند تاریخ دې چې د هغوی ګواهی د شام د ښار حلب د پخوانۍ ابادۍ نه کیږی د یو شامی تاریخ پوه سره چې کینۍ نه هغه وایی زه قدیم شامې یم نه چې حجازې .
دریم بابل عراق :-عراق د عرب نړۍ اهم ملک د وسایلو نه ‌‌‌‌‌‌ډک په تاریخ مالدار ملک دې ژبه یی عربی ده کلتور یی عربی هر یو عراقی دا یقین ساتی چې موږ ته کلتور ژبه د اسلامی عرب[حجازی ]فتوحاتو نه بعد راغلی خو ځان ته عرب بلکل یو عراقې نه وایی عراقیان په خپل اسارین تاریخ فخر کوی کوم چې 4000 زره کاله مستند او پخوانې دې .
دغسې ټول موجوده عرب ملکونه خپل تاریخ مستند لیکی کوم چې د حجازی تاریخ نه ‌‌‌‌‌‌ډير پخوانې دې زه دا منم چې عرب ژبه وینکو کې به حجازیان هم میشته وی خو بیا دغه تاریخ هم مستند دې چې دغه حجازیان په اسلامی فتوحاتو دور کې هغه ملکونو کې میشت شوی لکه مثال مراکش ،مراکش د افریقیایی بربرو مسکن دې عرب وروستو راغلل او هغوی ته یی حجاز نه ژبه عربی راوړه .
راځم پښتنو افغانانو له
هیرو‌‌‌‌‌‌ډټس خپل کتاب کې پښتنو ته پکتویس لیکی او ددې اصلی ځائ پکتیک لیکی کوم چې نن دور کې پکتیا دې هیرو‌‌‌‌‌‌ډوټس دا تاریخ د پښتنو د 26,25 سو کالو ګواهی کوی هم ددې ځائ نه د پښتنو مستند تاریخ شروع کیږی
یو بل یونانی تاریخ لیکونکې بطلیموس د پښتنو لرغونی ښار بلخ لیکی ددې نه ثابتیږی چې پښتانه ددې ځائ نه خواره شوی او د کرکیلی په عرض تر اباسین رسیدلی
د بطلیموس د تاریخ نه ثابته شوه چې پښتانه د تیرو دوه زرو کالو نه د امو نه واهله تر اباسین میشته دی
ددوی اصل یو دې نه یو پښتانه لکه د حجازیانو مصر ته تللی نه شام ته بلکې پخپله خاوره د امو نه تر اباسینه پراته دی ټول یو مستند تاریخ ژبه کلتور روایت لری که او یاکه چرې موږ اوس عراقی اسارین بابلون ته عرب یا د قدیم مصر خلګو ته عرب وایو او بیا ورسره پښتانه په یوه تله کې اچوو نو دا به یو تاریخ سره جبر وی

لیک: عامر یوسفزئ

دی پشتون ټايمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*