د باچا خان سره یو یادگار سفر/ بهروز خان

bacha khan Behroz lala

باچا خان په خوﺉ ډير ساده وو او سادګي يې خوښوله. په دغه سفر کښې ورسره د کور نه خوراک او دوه جوړې جامې وې

چا راته اوويل خبر يي! باچا خان کراچۍ ته روان دی. ذرذر مې ځان سم کړو. اته پته مې وکړه او هم په هغه اورګاډي کښې مې ټکټ واخست په کوم کښې چې به باچا خان تللو.

دا د کال ۱۹۸۶ د مارچ مياشت وه. زه هم په دغه ورځو کښې په کراچۍ پوهنتون کښې وم. کلي ته راغلی وم. او هسې مې هم کراچۍ ته د تلو تکل کولو نو د دې نه به بله بختوره موقع کومه وه چې د پښتنو د يو ژوندي تاريخ سره يو ځاﺉ سفر وکړم چې هم د دغه تاريخ خپله يوه برخه شم او هم يې د سترګو ليدلی ګواه جوړ شم. باچا خان به د جهاز په ځاﺉ د ريل ګاډي سفر خوښوو او وجه به يې د ځان او د ملګرو د کم خرچ سره سره دا هم وه چې په لاره د ډيرو خلکو سره رابطې اوکړي او خپله خبره هم اولسونو ته ورسوي. زه ځان خوشبخته ګڼم چې په دغه دوه شواروزه سفرکښې ورسره ملګری شوم. او باچا خان مې د نزدې نه وليدو. د ضياالحق د مارشل لا د دور تورې تيارې وې. باچا خان د سندهي قام پرست جي ايم سيد په بلنه سنده ته روان وو.

باچا خان چې څومره په پښتنو ميين وو نو دومره ترې ګيله من هم وو. د يوې خبرې وضاحت ضروري ګڼم چې په دې ليکنه کښې د باچا خان خبرې ټولې په يو ځاﺉ نه دي شوي څه د هغه د جلسو ويناګانې دي او څه يې د مجلسونو خبرې دي چې ما اوريدلي دي او غواړم تاسو سره يې شريکې کړم. په کراچۍ کښې په کوړو هاوس کښې يوې غنډې ته چې زه هم پکښې شريک وم په خپله وينا کښې ويل” پښتانه مرده پرسته قوم دی چې اوس درته لګيا يم نو لاسونه پړکوﺉ او جذباتيان يۍ. خبرې ته مې غوږ نه نيسۍ او که صبا مړ وم نو غټ بابا به مو رانه جوړ کړی وي.”

يو بل ځاﺉ يې دا هم ويلي وو “په قبر به مې شمعې بلوۍ د قبر کانړي به په ځان مږۍ کله به راله ماشومان راولي واېي به چې په سر يي لاس راکاږه. زه څه پير خو نه يم. او نه ستاسو بابا يم. پيرانو او باباګانو خو خوړلي يۍ. زه خو ستاسو خدمت ګار يم. زه خو دې ولي (ولي خان) دي ته ويم چې مړ شم نو دې سيند ته مې واچوۍ چې هډو قبر مې نه وي.”

چې کله اور ګاډی د اټک پل نه پورې غاړې د پنجاب صوبې ته واوړيدو نو ګاډی هم په يوه مخه روان دی او که څومره هم ځاﺉ په ځاﺉ په سټيشنو خلک يا د بابا د ليدو په انتظار وو او يا يې نورو سيمو ته د تلو د پاره د ګاډي انتظار کولو خو که غلط نه يم تر لالا موسی پورې ګاډی په يو ځاﺉ کښې هم ودريدلی نه دی. باچا خان چې په دې خبر شو حکومت نه غواړي دی دې د پنجاب د خلکو سره رابطې وکړي نو ډير خفه شو او وييل يې “زه خو د پنجاب وروڼو ته د وروولۍ پيغام ورکول غواړم او خلک هم زما خبره اوريدل غواړي خو حکومت نه غواړي.” باچا خان د هغه سورلو په تکليف هم ډير خفه شو چې يا په کوم سټيشن کوزيدل او يا دغې ګاډي ته يې ختل غوښته.

ډ لالا موسی په سټيشن چې کله ګاډی ودريدو نو دومره خلک د هغې ډبۍ په خوا راغلل کومه کښې چې باچا خان وو چې هډو څه حساب يې نشته. چا پکښې يو ميګافون هم راورسولو او چې تر څو ګاډی ولاړ وو باچا خان په اردو ژبه وينا وکړه او خلکو ته يې ويل “تاسو خو زمونږ وروڼه يۍ. زه خو ستاسو خدمتګار يم. راځۍ چې په شريکه د ملک او خلکو خدمت اوکړو. په خدمت کښې خو اختلاف نه راځي اختلاف خو د خود غرضۍ نه پيدا کيږي.” ټولې خبرې راته يادې نه دي خو چې څومره مې په ياد دي کوښښ کوم چې دلته يې وليکم.

باچا خان په خوﺉ ډير ساده وو او سادګي يې خوښوله. په دغه سفر کښې ورسره د کور نه خوراک او دوه جوړې جامې وې. په خوراک کښې ورسره عبدل خالق خان چې به ورته خلکو جج صيب وې، فريد طوفان او زه هم شريک شو. دغه دواړه د باچا خان د قافلې ملګري وو. د چرګ شوروا وه او د کور پخ شوې ډوډۍ وې چې شريمه مو په هغه سليپر کيبن کښې اخوړه چې دوﺉ درېواړو ځان له بک کړی وو. چې ډوډۍ مو اوخوړه نو څه سعت پس ورپسې بابا يو يو ګلاس پۍ هم راکړه.

د باچا خان د خوراک لوښي چې پکښې يو ټيفن کيرير، يو تهرماس، دوه د سټيلو رکيبۍ او يود ډوډو تړلو هغه سپوټی زما سره پاتې شو چې بيا ما د ځان سره تر ډيرې مودې لکه د تبرک وساتل. خو افسوس دی چې څه هغه وخت مات رامات شو چې کله په بونير کښې زمونږ زوړ کور د کال ۱۹۹۱ په زلزله کښې راپريوت او چې څه ما ساتلي وو نو هغه په کال ۲۰۰۹ د جولاېي په مياشت کښې د شکمنو تالبانو د لاسه تباه شول او وسوځول شو چې کله يې زمونږ نوی کور راوران کړو.

يوه خبره مې راياده شوه د سفر په دوران کښې جج صيب (عبدل خالق خان) د باچا خان نه پوښتنه وکړه. چې بابا په دې افغانستان کښې داسې نر تکړه پښتون څوک شته؟ دا د ببرک کارمل دوره وه. نو باچا خان ورته وې. “جج صيب يو خو ستاسو او د ولي (ولي خان) دي په شان پښتانه وي کنه. نو داسې خو پکښې ډير دي خو چې زه چاته پښتون وايم نو داسې پکښې يو هم نشته. ټول د اقتدار په لالچ کښې دي او د يو بل په وژنه اخته دي.” جج صيب غلی شو او بله پوښتنه يې ونکړه.

د سفر په وخت باچا خان د ځان سره د خپل کتاب زما ژوند او جدو جهد يوه ډکه بوجۍ کتابونه هم وړي وو چې قيمت يې سل روپۍ وو. يوځل ورته د پښتون سټوډنټس فيډريشن څه غړي ودريدل او ورته يې وې چې بابا مونږ خو سټوډنټس يو او پيسې نه لرو نو مونږ له مو کتاب ويړيا راکړۍ. باچا خان به هميشه ورته وې چې ويړيا خو يې نه درکوم البته په نيمه بيه به يې درکړم. او دا ځکه هم چې ويړيا کتاب بيا څوک لولي نه.

ښا! طريقه به دا وه چې چا به کتاب اغستو نو باچا خان ته به ورتلو او هغه به ورته د فريد طوفان په نوم چيټۍ ورکوله ځکه هغه به د کتابونو انچارج وو. د سنده صوبې د پښتون سټوډنټس فيډريشن صدر قاسم جان له يې چيټۍ ليکله نو مسکی شو او وې يې- “هلکو سيلۍ ورته وليکم که طوفان” او ټولو وخندل.

د سنده په دوره يې د ضياالحق په حکومت کښې د خزانې وزير ډاکټر محبوب الحق لخوا د کالا باغ ډيم په حق کښې د تيار کړي رپورټ هغه ځواب هم د ځان سره وړی وو چې باچا خان پخپله ليکلی وو او د پمفلټ په شکل کښې چهاپ شوی وو. د پمفلټ ۵۰۰۰ کاپۍ يې وړې وې او د يو پمفلټ بيه اته انې وه. چاته يې هم وړيا نه ورکوله.

د قاسم جان مننه کوم چې معلومات يې راسره شريک هم کړه او ډير څه يې راياد هم کړه. هغه وې چې کله يې پمفليټونه خرڅ کړه نو ۲۶۰۰ روپۍ چې جمع شوې وې هغه يې فريد طوفان ته ورکړې.

د خپلو اصولو ډير پابنده وو. چې کله ګاډی کراچۍ ته ورسيدو او باچا خان په سټيشن دا دومره ډیر خلک وليدل نو سخت خفه شو او د ګاډي نه د راکوزيدو نه انکاري شو. وييل يې “ولې مو دې دومره خلکو له تکليف ورکړی او ولې د دوﺉ د لاسه دې سورلو ته تکليف ورسيدو؟ تر څو چې دا د ګاډي ټولې سورلۍ وتلې نه وي تر هغې زه د ګاډي نه کوزيږم نه.” جلوس ته چې خبر ورسيدو چې بابا خفه دی نو خلکو زر تر زره لاره خالي کړه او چې سورلۍ ټولې د سټيشن نه ووتلې نو باچا خان راکوز شو او خلکو ته يې ويل “زه خو هسې هم تاسو له راغلی يم نو تاسو ولې دا دومره تکليف کړی.”

د باچا خان د دورې غټ مقصد دا وو چې په اين اي ډي انجينيرنګ پوهنتون کښې د پښتنو او سنيدهيانو تالبعلمانو جګړه شوې وه چې پکښې د پښتونخوا د بنو سيمې جميل خان د سيندهيانو په ډزو وژل شوی وو. جي ايم سيد صيب باچا خان له جرګه ليږلې وه چې دغه روغه وکړي. او باچا خان هغه روغه وکړه او د هغې ذکر يې د مارچ په ۲۳مه نيته د بنارس په جلسه کښې داسې وکړو. “څه قوتونه لګيا دي چې د پښتنو، بلوچو او سيندهيانو په منځ کښې سازشونه وکړي خو خداﺉ خير وکړو او هغه سازشونه کامياب نه شو.” باچا خان د کراچۍ نه علاوه سن ته جي ايم سيد صيب له، لاړکانې ته ممتاز بټهو له او حيدراباد ته هم لاړو او جلسې يې وکړې.

په کلو او کوڅو کښې به دغه ملنګ سرګردانه ګرځيدو او پښتنو ته به يې ويل “دا تاسو له چې خداﺉ کوم طاقت درکړی دغه طاقت په بل قوم کښې نشته خو د افسوس خبره دا ده. افسوس په دې دی چې خداﺉ مونږ له کوم طاقت راکړی دی نو هغه طاقت مونږ د مخالف په مقابله کښې نه استعمالوو. هغه طاقت مونږ په کور کښې استعمالوو. کور کښې تاسو وينۍ جې زمونږ څه حال دی. پرې دي جنبې دي تربګنۍ دي دشمنۍ دي بغض دی کينه ده. چاته؟ د يو پښتون بل پښتون ته”…

د حميده کوړو په کور کښې ورپسې اخبارواله راغلل چې خبرې ورسره وکړي خو باچا خان انکار وکړو. ورته يې ويل زه چې څه وايم هغه تاسو نه شۍ ليکلی. خو چې کله هغوﺉ ژمنه وکړه چې ارو مرو يې چاپوو نو باچا خان ورسره خبرې وکړې. قاسم جان وايي چې صبا له د بابا تپوس له لاړم نو اخبار يې لوستو او موسکی موسکی کيدو او ويل يې ما ورته نه ويل چې نه يې شي چاپولی. يوه خبره يې پکښې هم نه ده چاپ کړې.

خبره راغونډوم خو لږ ذکر دا هم اړين ګڼم چې باچا خان په واپسۍ کښې خلکو ته د مخه ښا د پاره د نه راتلو اپيل وکړو خو ولې بيا هم ډير خلک سټيشن ته راغلل. باچا خان چې کله د ګاډو په جلوس کښې د ريل ګاډي سټيشن ته ورسيدو نو د سټيشن په پوړو په خپل ويل چير يا د ناروغانو د سهولت کرسۍ کښې وو نو هلته ودريدو او خلکو ته يې ويل “هيڅوک به هم دننه نه راځۍ ځکه چې ستاسو په وجه نورو ته تکليف رسيږي او زه خو يو خدايي خدمتګار يم چا له تکليف ورکول نه غواړم.”

لېکوال: بهروز خان

دی پشتون ټایمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*