د امریکه حضور په افغانستان کې باید د سولې راوستو لپاره وي نه د کړکېچ د زیاتوالي لپاره: حامد کرزي

Karzai 01د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی چی د اروپایي او امنیتی پالیسي لپاره د اتریش انستیتیوت په بلنه دغه هېواد ته سفر کړئ و په ویانا دیپلوماتیک اکاډمۍ کې د وینا پر مهال وویل:

د امریکا متحده ایالات باید د افغانستان مشروعه بنسټونو، قانون، رسوم او عنعناتو او په خاصه توګه لویې جرګې ته چې د افغانستان د خلکو د ذهنیتونو او افکار ګډه هینداره ده او کولی شي په افغانستان کې د امریکا اوږد مهالي حضور ته هم مشروعیت ور وبخښي، په کلکه درناوی وکړي.

حامد کرزي زیاته کړه د متحده ایالاتو حضور په افغانستان کې باید د سولې او امنیت د راوستو لپاره وي نه په افغانستان او سیمه کې د کرکېچ او بی ثباتي د زیاتوالي لپاره. افغانستان ته د سولې او ثبات د راوستو او له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې امریکا باید د سیمې د هېوادونو اعتماد تر لاسه او له دوی سره صادقانه او نږدي همکاري وکړي.

پخواني جمهور رئیس همداراز وویل اروپایي هېوادونه باید په افغانستان کې خپلې تګلارې او سیاستونه په مستقیمه او مستقله توګه پر مخ بوزي او په پراخه کچه افغانستان ته د سولې د راوستو لپاره مرسته او همکاري وکړي. په دې توګه به بې ځایه شوي افغانان وکولای شي بېرته خپل ټاټوبي ته راستانه شي او دغه همکاري به مرسته وکړي چې افغانستان یو ځل بیا د کړکېچ له مرکز څخه د همکارۍ په مرکز بدل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*