د اسلامي حزب او ګډ حکومت ناکام مذاکرات: نظرمحمد مطمئن

gh

طالبانو لاهم کابل نه وو نیولی، په پېښور کې د طالبانو او دهغه وخت هم اهنګي شورا (اسلامي حزب، د استاد مزاري ډله، د دوستم د جنبش ګوند)  تر منځ د یو دریځ پر سر خبرې رواني وي

له څو ورځو خبرو وروسته پر سبا به پریکړه لیک اعلانیدی او جهتونو به هوکړه لیک لاسلیک کاوی، چې د اسلامي حزب استازي قطب الدین هلال ته د ښاغلي حکمتیار له لوري پېغام ورسید چې له طالبانو سره هوکړه لیک لاسلیک نه شي او نه هم د مذاکراتو وروستی پړاو رسمي اعلان شي

وروسته خبره معلومه شوه چې د ایران په هڅو همایون جریر توانیدلی وو چې د ښاغلی حکمتیار ذهنیت د احمدشاه مسعود سره جوړې او یوځای کیدو ته وګرځوي، همهغه وو چې د ماهیپر تړون وشو، ښاغلي حکمتیار د لومړي وزیر په توګه کابل ته راننوت،  نږدي یوه نیمه میاشت وروسته کابل طالبانو ونیوی. په ختیځ او شمال کې د اسلامي حزب ځیني قومندانان او ډیر وسلوال له طالبانو سره یوځای او د طالبانو په لیکو کې د شمال ایتلاف سره په جګړه بوخت وو

د امریکا له خوا چې پر افغانستان برید وشو، د طالبانو نظام له ګواښ سره مخ شو، ښاغلي حکمتیار ډیر ناوخته د طالبانو ملاتړ اعلان کړ، د طالبانو د هغه وخت د باختر اژانس مشر ملاعبدالحنان همت وایې چې له ښاغلي حکمتیار سره يې رابطه وه، او حکمتیار ډاډ ورکړ چې د طالبانو د هغوی د دریځ ملاتړ به کوي

د امریکا / ناټو  پوځونو په مقابل کې طالبانو او د اسلامي حزب د مخالفت خوځښتونه پېل شوه،  طالبانو په بېلابېلو سېمو او د اسلامي حزب ځینو ډلو په کنړ او خوست ولایتونو کې له ناټو پوځیانو او افغان حکومت پلوه وسلوالو سره جګړې کولي، په غزني او میدان وردګو ولایتونو کې هم د اسلامي حزب کسان په ځینو ځایونو کې سره راټول او منسجم کیدل چې طالبانو یې مخه ونیوله او له هغوی څخه يې غوښتل چې د طالبانو په لیکو کې له ناټو او افغان حکومت سره جګړه وکړي

میدان وردګ ولایت کې د طالبانو او اسلامي حزب د وسلوالو ترمنځ نښتې وشوې یو بل ته يې مرګ ژوبله واړوله

د هیواد په شمال کې چې له پخوا   څخه اسلامي حزب جنګیالي درلودل، په بغلان ولایت کې بیا هم د طالبانو او اسلامي حزب د وسلوالو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوي

ولي په ډیرو ولایتونو او سېمو کې د اسلامي حزب پوري اړوند کسان د طالبانو په لیکو کې په تیرو ۱۵ کلونو کې وجنګیدل او لاهم جنګیږي

طالب ، اسلامي حزب او حکومت

په تیرو ۱۵ کلونو کې په بېلابېلو وختونو کې د طالبانو او اسلامي حزب د نږديوالي هڅې وشوي، د اسلامي حزب د سیاسي کمسیون مشر غیرت بهیر چې د باګرام زندان څخه راخوشی شو، هغه هم تر ډیره د یادو ډلو د نزدیکتهڅه وکړه، ولي نتیجه يې ځکه ورنه کړه، چې د اسلامي حزب مشر له طالبانو سره د ایتلاف په ډول یوځای کیدل غوښتل، دهغه نظر داوو چې طالبان او اسلامي حزب په خپلو نومونو همداسي پاتي او په ګډه به د ناټو او افغان حکومت پر ضد جګړه کوي

طالبانو پخوانیو تجربو او ایتلافونو ته په کتلو سره غوښتل چې اسلامي حزب ورسره یوځای او ښاغلی حکمتیار پر خپلو پلویانو ږغ وکړي چې د طالبانو په لیکو کې منسجم شي

داچې د اسلامي حزب لومړۍ ډله د خالد فاروقي په مشري دهغه وخت له ولسمشر کرزي سره د هغه د حکومت په لومړیو وختونو کې وکتل، او دغه هیئت د ښاغلي حکمتیار صاحب په اجازه کابل ته راغلی وو، عبدالهادي ارغندیوال هم د هیئت غړی وو، د هیئت د راتګ نتیجه داشوه چې په کابل کې یې اسلامي حزب ثبت او دلته یې عملا فعالیت پېل کړ، لږ وروسته بیا د خپلمنځي اختلافونو له کبله خالد فاروقي بېل او ارغندیوال د حزب په میراث کیناست

وحیدالله سباوون هم هڅه وکړه چې د اسلامي حزب نوم خپل ځانته ولري، ولي دهغه سره د ارغندیوال په نسبت د حزب کسان لږ وو، هغه اوس مهال د حزب متحد اسلامي په نوم ګوند لري

د اسلامي حزب نور هیئتونه هم په بېلابېلو وختونو کې کابل ته راغلل او له کرزي سره یې لیدني کتنې درلودلي، ولي کومه ځانګړي لاسته راوړنه يې نه درلودله

قطب الدین هلال له کرزي سره د ملګرتیا تارونه نښلولي وو، هغه هم په کابل کې د ارغندیوالو او نورو حزب اسلامي پوري تړلو ډلو څخه بېل فعالیت شروع کړ، تر دي چې په ۲۰۱۴ ز. کال کې ولسمشریزو ټاکنوته ودرید او ښاغلي حکمتیار يې ملاتړ اعلان کړ

د اسلامي حزب شوراګانو په نوم بله ډله بیا هغه وه چې له ارغندیوال ډلې څخه  له دي امله خفه چې ولي د ډاکټر عبدالله سره ملګري شوه، دوی ورڅخه جلا او د ښاغلي اشرف غني ملاتړ یې وکړ.

د طالبانو او اسلامي حزب تر منځ واټن هغه وخت اوږد شو چې کله د غزني ولایت د اندړو ولسوالي کې د اسلامي حزب کسانو د طالبانو مقابل کې پاڅون وکړ، ښاغلي حکمتیار له پاڅون کونکو څخه ملاتړ اعلان کړ. او پایله داچې د اسلامي حزب د قومندانانو فیضان او شلګري په مشري دغه پاڅون په اربکیانو تمام او تر دي مهاله په غزني کې د اندړو د قوم تر منځ نږدې ۶۰۰ تنه دواړو لورو (طالب او اربکی) ته وژل شوې.

کله چې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر د مرګ خبر خپور شو، د طالبانو د ویش خبرونه  ګرم وو ، اسلامي حزب د طالبانو د رسنیو په مټ بېلو شو ډلو څخه وغوښتل چې له دوی سره یوځای شي

ستونزه هغه وخت نوره هم جدي شوه چې د ننګرهار په اچین ولسوالي کې د اسلامي حزب ځینو پخوانیو کسانو د داعش بیرغونه پورته کړل،  ښاغلي حکمتیار يې ملاتړ اعلان کړ، ولي وروسته یې هغه اعلامیه او لیکنه چې په شهادت سایټ کې د لنډ وخت له پاره خپره شوه، لیري کړه او داخبر يې ناسم وګاڼه

کرزي په خپل ټول وخت کې ونه غوښتل چې ښاغلي حکمتیار  د اسلامي حزب  دمشر په توګه کابل ته راشي، بلکې د اسلامي حزب دویش او ټوټه کیدو هڅه يې ځکه کوله تر څو د پښتون قوم مشرتوب دده په میراث پاتي شي

د حکمتیار او غني مذاکرات

کله چې ګډ حکومت رامنځته شو، ښاغلي غني هڅه کوله چې ښاغلی حکمتیار پرته له کوم زیات امتیاز څخه کابل ته راشي. د همدي حکومت په لومړیو وختونو کې هم د ښاغلي حکمتیار د راتګ خبرې ډیرې ګرمي شوي، د حکمتیار صاحب د زامنو په شمول د اسلامي حزب د اطلاعاتو (استخباراتو) مشر عبدالمالک او ځیني نور د اسلامي حزب مشران کابل ته راغلل، له چارواکو سره یې لیدنې وشوې

د  غیرت بهیر هڅه داوه چې حکمتیار صاحب کابل ته رانه شي، مګر همایون جریر بیا حکمتیار صاحب ته د راتګ زمینه برابروله. جریر صاحب په ځینو ناستو کې د اسلامي حزب رسمي استازیتوب کاوو، او دا ډول د ولسمشر غني سلاکار هم وو او دی

ولسمشر غني یو ځل په یوه مجلس کې په خورا وضاحت سره ویلي وو چې دده له پاره سوله له طالب سره ده، او طالب یو قوت دی چې باید له هغوی سره سوله وشي، د اسلامي حزب اړوند يې په هغه لومړیو وختونو کې هم د سولې کومه تګلاره او لیوالتیا نه وه ښکاره کړي

کله چې څلور اړخیزې ناستې له ناکامۍ سره مخ شوې، طالبانو پکې  د  نه ګډون اړوند رسمي اعلامیه خپره کړه، همهغه مهال پاکستان له ستونزې سره مخ شو، او افغان حکومت هم له نیوکو سره مخ وو

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر زاخیلوال چې مخینه يې د اسلامي حزب غړیتوب دی، هغه د اسلامي حزب  مشر ښاغلي حکمتیار ته د ښاغلي غني  لخوا پېغام واستاوی چې له ګډ حکومت سره خبرو ته کښیني

ځيني ناتاید شوې راپورونه داهم دي چې ممکن د پاکستان فشار به هم وو، چې د حکمتیار صاحب او حکومت تر منځ د خبرو په شروع خپله ناکامي پټه کړي

د اسلامي حزب لومړي هيئت چې درې تنه وو کابل ته راورسیدل، دهغوی له پاره څه ډول چې لازم وو، هغه ډول ښه راغلاست ورته ونه ویل شو، تر دي چې د ملي امنیت شورا له مشر حنیف اتمر سره تر کتلو وروسته هغوی ته وویل شول چې خبره له سولې شورا سره مخکې یوسي

حنیف اتمر  فکر کوي چې ځان اسلامي حزب ته خواخوږی وښيې او د حزب اعتماد ترلاسه کړي، کومه طرحه چې د اسلامي حزب کسانو راوړي وه  هغه د حنیف  اتمر لخوا سولې شورا ته واستول شوه،  حنیف اتمر ځان ګوښه کړ ، هغه به  غواړي په راتلونکې کې د اسلامي حزب ملاتړ ولري، او له ځانه يې خفه نه کړي

یوځل چې کرزي سره د ښاغلي حکمتیار دخبرو او مذاکراتو اړوند خبرې وشوي، نو حکمتیار صاحب د خپل لوري څخه قاضي حکیم او پوهاند اسماعیل یون معرفي کړي وو، ، د پوهان یون اړوند یې داهم ویلي وو که د دولت یا اسلامي حزب له خوا استازی وټاکل شي ، ورته د منلو وړده، داډول یې ویلي وو چې دحکومت له لوري که انجنیر ابراهیم او قیوم کرزی استازي وي، دابه ښه وي

کابل کې د اسلامي حزب ځیني مشران غړي په دي نظر دي چې د ښاغلي حکمتیار راتګ په ګټه نه دی، ښه داده چې هغه هلته پاتې شي او رانه شي، همدلته چې ارغندیوال ، هلال ، سباون او نور دی همدا کسان دي په حکومت کې خپله ونډه درنه کړي

د کرزي صاحب په وخت کې وړانديز شوی وو چې  د حکمتیار صاحب زامن دي کابل ته راشي ، د هیواد دننه حزب اسلامي چوکاټ کې دي فعالیت وکړي، دا چې د استاد رباني زوی وزیر کیږي د حکمتیار زوی ته هم باید حق ورکول شي، او داډول حکمتیار صاحب دي سعودي عربستان او یا هم جرمني ته ولاړ شي، له تورلسټ څخه به دده او د اسلامي حزب د غړو نومونه لیري شي، ولي حکمتیار صاحب ونه منله

حکمتیار صاحب په کابل کې څلور ځایه د خپلو کسانو له پاره ځمکه غواړي، چې هلته به شهرکونه جوړوي او بیا به هلته خپل کسان چې مهاجر دي او ځينې دلته  دي هغه به پکې ځای په ځای کوی، حکومت ویره لري چې  دا پروګرام خطرناک دی، یو خو داچې د کورونو په ورکولو به يې همدا دکابل اسلامي حزب په نوم ډلې کمزوري شي، اوبل به هلته مدرسي او نور فعالیتونه وي، د تکنوکراتانو په اصطلاح بیا به په همدي کمپونو کې ترهګر روزل کیږي، حزب  غوښتل چې یو نفر معرفي  کړي او هغه به مشاور ارشد وي، صلاحیتونه به ورکول کیږي

د اسلامي حزب دویم هیئت د قاضي حکیم په مشري راغی، غیرت بهیر هم ورسره وو، حکومت تمه درلودله چې ددوی راتګ به پر طالبانو فشار راوړي، ولي داسي کوم څه تر سترګو نه شول، ناتاید شوې راپورونه ورکول شوه چې د طالبانو د قطر دفتر غړو په اسلام اباد کې د افغان حکومت له کوم چارواکي سره ولیدل، ولي که داخبره رښتیا وای نو بیا به غني کله هم ۶ طالبان په دار نه وای ځړولي

ویل کیږي چې د طالبانو دوه تنه اسلام اباد ته د یو مهم مجلس له پاره راغلي وو، اوس مهال د مجلس جزیات ددي وړ نه دي چې روښانه شي، ولي داخبره شته چې د ملابرادر اخوند د خلاصون له پاره د یوې معاملي احتمال موجود وو

ولسمشر غني چې ملي شورا ته وینا کوله په هغه کې يې پر جګړه اصرار وکړ، او د اسلامي حزب د سولې اړوند خبرو ته يې په خپله ټوله وینا کې اشاره هم ونه کړه، بلکې د طالبانو نوم يې واخیست که ځیني يې سولي ته اماده شي

بیا چې د ثور پر اتمه نیټه په ارګ کې غونډه وه، بیا هم ولسمشر غني د اسلامي حزب سره د سولې مذاکراتو څخه هیڅ ډول حتی اشارتا ً هم یادونه ونه کړه

ډیر وروسته چې کله د اسلامي حزب استازو په ارګ کې د اشرف غني میلمستیا کې ګډون وکړ، هغه ورته وویل چې دا ستاسي کور دی، دلته تاسي هر وخت تلای او راتلای شئ، موږ ستاسي قدر کوو، د ښاغلي حکمتیار صاحب یې ډیر توصیف وکړ، او د اسلامي حزب غړو د غني له خولي د حکمتیار صاحب په توصیف کې الفاظ هم په خواله رسنیو کې ولیکل (دانو د اسلامي حزب د غړو کمزوري وه چې دغني په خوله يې موږ ته حکمتیار صاحب معرفي کاوو)

په راغلي هیئت کې هم  د بهیر او جریر مسابقه روانه وه، جریر هڅه کوله چې حکمتیار صاحب پرته له امتیازه کابل ته راداخل شي، او هلال صاحب خو د اسلامي حزب خلکو ته وویل چې ممکن ډیر ژر به حکمتیار صاحب د هیواد په کومه سېمه کې په ناڅاپي ډول راڅرګند شي. ویل کیږي چې د بهیر او جریر تر منځ له ډیره وخته د نظر اختلاف شته، نو ځکه ممکن بهیر به د حکمتیار په داډول راتګ خوښ نه وو

وسلې کیږدئ او اساسي قانون ومنئ

د ولسمشر غني سره چې کله د حکمتیار صاحب نوم له تور لسټ څخه لیري کیدو خبره  د حزب استازو وکړه، هغه په څرګند ډول وویل چې دا مسئله باید له امریکا سره تاسي مطر ح کړئ، همدا ډول د اسلامي حزب د بندیانو د خلاصون اړوند هم امریکا باید په جریان کې وي

تر دي چې ولسمشر غني د اسلامي حزب استازو ته وویل چې ستاسي راتګ هم د امریکا په اجازه کابل ته شوی، که امریکا اجازه نه وای کړي ، ممکن تاسي  ته د راتګ اجازه حکومت نه وای درکړي

تر دي مهاله د اسلامي حزب شهادت بريښناپاڼي د سولې او روغي اړوند لیکني او نظرونه خپرول، د اسلامي حزب غړو ویل چې د بهرنیانو اشغال ۹۵ سلنه پای ته رسیدلي او ۵ سلنه پاتې دی، یو ډول يې د حکمتیار راتګ ته ناسم دلایل جوړول. او د طالبانو اړوند هم په لیکنو کې  منفي زیاتوالی راغی

نږدې۳۰ کاله مخکې  حکمتیار صاحب د هغه وخت د امریکا د ولسمشر رونالډ  ریګن سره دلیدو وړاندیز رد کړ. ولي اوس چې کله د اسلامي حزب استازو د امریکا له سفیر څخه د لیدني غوښتنه وکړه، دهغي خوا جواب داوو چې سفیر ډیر مصروف دی، وخت نه لري، تاسي کولای شئ چې مرستیال سفیر(لومړی سکرتر او یا ممکن کونسل) سره وګورئ، د امریکا سفارت هم په نه لیوالتیا  سره  جواب ورکړ

د امریکا پېغام د اسلامي حزب مشر ته داوو چې تر هرڅه لومړی یې باید وسلوال وسلې پر ځمکه کیږي (تسلیم شي)، د اساسي قانون د منلو اړوند رسمي اعلامیه خپره کړي، کله چې دا دوه کارونه اسلامي حزب وکړي بیا به امریکا د تورلسټ څخه د حکمتیار صاحب د نوم لیري کولو او اړوند مسایلو باندي بحث کوي.

ولي حکمتیار کمزوری اړخ خوښوي؟

ایران، هند، روسيې هم تشویش درلود، د روسيې سفارت تر دي چې هغه د داعش څخه د حکمتیار د ملاتړ اعلامیه او یا لیکنه يې له ځینو افغان سیاستوالو سره شریکه کړه، چې که حکمتیار کابل ته راځي، نو د داعش سره به مرسته وکړي، دا ډول ایران ویره درلودله چې د حکمتیار په راتګ به سعودي لاسوهني ته زمینه لا زیاته برابره شي، او په کابل او نورو سېمو کې به د حکمتیار په راتګ د شیعیزم د تکثیر مخه ونیول شي، او هند فکر کوي چې حکمتیار صاحب اوسمهال په پاکستان کې شتون لري، د پاکستان سره نږدې اړیکې لري، راتګ به يې د هند په ضرر وي

نړیوال او ځانګړي ډول اروپايې هیوادونه بیا ویره نه لري چې حکمتیار کابل ته راشي، هغوی غواړي چې د اسلامي حزب غړي په  حکومت کې غوښنه ونډه ولري، او ممکن امریکا هم په دي نظر وي چې ددوی په اصطلاح منځلاري حزبیان په حکومت کې کا روکړي او حکمتیار صاحب سعودي عربستان او یا کوم بل هیواد کې میشت کیدو ته وهڅوي

په داسي وخت کې د حکمتیار صاحب د راتګ خبري کیږي چې طالبان بیا  مخ په قوت او حکومت مخ په کمزوري دی، عام خلک په مجلسونو کې وایې چې حکمتیار صاحب د هغه چا ملګري کوي چې مخ په ورکیدو وي، د مسعود ملګرتیا يې هغه  وخت وکړه چې طالبان د کابل په دروازو کې وو، د طالبانو ملګرتیا يې هغه وخت اعلان کړه چې دهغوی نظام مخ په چپه کیدو وو، او دادی د ګډ حکومت سره د ګډیدو له پاره یې زړه هغه وخت ښه کړ چې حکومت په ډیر کمزوري حالت کي دی

د حکمتیار له راتګ سره نه خو په کابل کې د ارغنديوال ډله، نه هم د سباوون ډله او نه هم شمال ټلواله راضي ده، استاد سیاف هم په وروسته وخت کې ګیله درلودله چې لاهم د اسلامي حزب لخوا دده اړوند ناسمې څرګندونی د هغوی په بريښناپاڼه کي کیږي

عطامحمد نور هغه وخت ټکان وخوړ چې د حکمتیار د  راتګ له اوازو سره همهاله په مزار شریف کې د جمعه خان همدرد او دوستم پلویانو د عطاء نور په ضد لاریون وکړ

اوس چې د اسلامي حزب سره د ګډ حکومت خبرې ناکامه شوي، هڅه روانه ده چې د عطاء نور او جمعه خان همدرد جوړه وشي، او د اسلامي حزب کسان همدلته په حکومت کې په ګډه کار وکړي، او د حکمتیار راتګ ته نوره اړتیا پاتې نه شي، ځکه اوس هم د شمال ټلواله او د اسلامي حزب مخالف جهتونه دلیل راوړی چې نږدې ۸۰ سلنه د اسلامي حزب کسان په ګډ حکومت کې غوښتنه ونډه لري

اسلامي حزب ډیر زیات انعطاف وښود، حتي تر دي چې د امنیتي تړون اړوند او په هیواد کې د بهرنیو اډو په اړه يې د مذاکراتو په جریان کې محتاطانه څرګندوني کولي

غني  له حکمتیار سره هغه چل وکړ لکه چې د خپلو کمپاین کوونکو سره يې وکړ، کله چې ارګ ته ورسید هغوی يې نږدې ټول رخصت کړه، د حکمتیار اړوند یې خبره دومره ګرمه کړه چې راتګ يې خلکو ته په یقین شو، اوس يې ورته شا کړه. او خبرې ناکامه، د اسلامي حزب استازي به یواځي له خیالونو او تمو سره بیرته اسلام اباد ته ستانه شي

لیکوال او شناند: نظرمحمد مطمئن

THE PASHTUN TIMES

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*