د ازاد قبايلو په اړه وضاحت : مشتاق رحيم

Mushtaq Rahim

پرون مې په فاټا یوه لیکنه کړی وه، د ملګرو مې بیلا بیل غبرګونونه ولیدل. د یو شمیر معلومو غبرګونونو په اړه به خپل نظر شریک کړم

۱. د فاټا په خیبر پښتونخوا کې یو ځای کیدل به د افغانستان په امنیت ښه اغیز ولري:
ملګري وايي که فاټا لکه د پښتونخوا غوندې د سیاسي فعالیت امکانات ولري، مدني ټولنې ولري، ازاد مطبوعات ولري نو د پاکستان اداره به ونکړی شي د اوس په شان په افغانستان کې آزادانه لاسوهنه وکړي.

دوستانو، پاکستان د خپلو استختباراتي لوبو دپاره جغرافیې ته اړتیا نه لري. اسامه په فاټا کې وو، ولې بالاحصار کې درته خلک نه ساتل؟ چراټ په فاټا کې وو؟ وروره، همدا قبایلي سیمې به وي، همدا د تیراه، او د وزیرستان غرونه به وي او زمونږ په هیواد کې لاسوهنې. د پاکستان بقا په هیوادونو کې، په ځانګړي ډول په افغانستان کې، مداخلو کې ده نو که فاټا شته وي او که نه، د پاکستان مداخله به روانه وي. دا کوټه خو فاټا نه ده، هلته نه ولې مداخله کیږي؟

۲. فاټا که په اوسني حالت پاتې وای نو د دغه سیمې خلک به همداسې بد مرغه پاتی وای

هو، د افغانستان د روان حالت له کبله مونږ او فاټا په معما کې ګرفتار یو. که په اوسني حالات پاتې کیدل یې غواړو نو خلک یې مجبور دي چې په یویشتمه پیړۍ کې د نولسمې پیړۍ ژوند وکړي او که بدلون غواړي نو باید خپله آزادي له لاسه ورکړي. هو، په بده معما کې ګرفتار یو، یو خوا ډانګ دې او بل خوا پړانګ! د فاټا خلک به یا د ایف سي آر د ظلم لاندې ژوند کوي او یا به آزادي بایلي.

زما نظر دا دې چې د دې ضمانت اوس چیرته دې چې د فاټا په پښتونخوا ورګډیدو د پرمختګ او سوکالۍ خاوند شي. پخپله پښتونخوا تیر اویا کاله هغه حق نه دې ترلاسه کړی چې پنجاب یا سند یې لري، بلوچستان خو فاټا هم نه ده، ولې په اولسمه پیړۍ کې ژوند کوي؟ که د پاکستان نیت سم وای نو په پښتونخوا د ورګډولو پرځای به یې فاټا ته لکه د ګلګت-بلتستان په څیر د آزاد ریاست دریځ ورکړی وای. ګلګت بلتستان د فاټا په څیر سیمه وه، پاکستان ورته د آزاد ریاست حیثیت ورکړی. او که نیت سم وای نو دغه سیمه به بیل ایالت په توګه پیژندل شوی وای. معلومه خبره ده چې نیت ناسم دی نو دا هیله کول چې د فاټا اوسني حیثیت بدلول د دغه سیمې د خلکو د نیک مرغۍ لامل شي ماته خام خیالي ښکاري.

۳. مونږ تر اټکه داعیه لرو نو د فاټا حقوقي حیثیت بدلول کوم ستره خبره نه ده

هو، مونږ د لوی افغانستان داعیه لرو، خو دا داعیه که حقوقي اړخ لري، جغرافیويي حقیقتونه، تاریخي حقیقتونه، او پځواني تړونونه به په راتلونکي کې په پریکړو اغیز لري. که د پاکستان پوځ درته په تورخم ودریږي، د پاکستان بارډر سیکیورټي فورسز د ملیشو ځای ونیسي نو ډیر تاریخي اسناد او حقیقتونه به خپل اهمیت وبایلي. د فاټا له لاسه وتل د لوی افغانستان داعیې ته خورا ستر تاوان دې.

۴. ولې د فاټا په اړه په اساسي قانون کې بدلون دومره ژر ترسره شو؟

په پاکستان کې، بلکې په بل هر هیواد کې، اساسي قانون تعدیلول یو له ډیرو اوږدو او سختو پروسو څخه ده. خو د فاټا په اړه پریکړه په چټکۍ وشوه، ولې؟ په یاد ولرئ چې په فاټا کې د حقوقي اصلاحاتو دپاره تیرو څو لسیزو څخه واړه واړه خوځښتونه روان وو، د فاټا ریفارم کمیټې تیر کال خپل وړاندیزونه وړاندې کړي وو خو څوک یې کیسه کې هم نه وو. اوس نو څه وشو چې خبره دومره چټکه شوه؟

ځواب، منظور پښتین او د پښتون ژغورنې غورځنګ پاکستاني ادارې خورا په عذاب کړي وی. د خلاصون لار ورته نه ښکاریده. کله به یې سختي ورباندې را واخیسته، کله به یې د خوځښت ځوانان خپل بچي بلل، کله به یې غدار او کله خپه ځوانان. هیڅ یوې هڅې کار نه ورکولو. اوس فاټا خیبر پښتونخوا شوه، اوس به منظور پښتین ته وايي چې وروره، لاړ شه له خپلې ایالتي اداری انصاف واغواړه، پیښور هایي کورټ ته لاړ شه! نور نو مرکز او پوځ سره کار نه لری! اصلي خبره همدا ده، خبره د پښتین د داعیې او خوځښت کمزوري کول دي.

۵. د فاټا خلک ولې غږ نه پورته کوي
د فاټا خلک تیر اویا کاله، بیا په ځانګړي ډول تیر څلویښت کاله، او له هغې هم په ځانګړي ډول تیر ۱۷ کاله دومره ځپل شوي چې د غږ پورته کولو انرژي پکې نه ده پاتې. تیر اولس کاله د فاټا هر هغه مشر چې د فاټا د حق خبره یې کړې، په فاټا د ظلم خلاف غږ یې پورته کړی وژل شوی. په سلګونو قبایلي مشران تیر اولس کاله وژل شوي نو غږ په چا پورته کوئ.

که کومه نظر راڅخه پاتې راته ووایاست چې خبره پرې وکړو. په ټوله کې د فاټا له لاسه وتل د لوی افغانستان داعیې ته ستر زیان دی.

مشتاق رحيم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*