د ارواښاد اجمل خټک په یاد

Ajmal Khattak

Ajmal Khattak

خوار خټک ته ګوره چی شعرونه په اوبو لیکی د۱۳۶۳ لمریز کال پسرلی و، په کابل کی به هر کال په پسرلی کی د قومونو

او قبایلو وزارت له خوا مشاعره جوړیدله.

زه د ننګرهار پوهنتون د انجینری د پوهنځی د دوهم کال محصل وم. شعرونه به می لیکل او کله کله به می له دوستانو سره په شخصی ډول لوستل. دا لومړی ځل و چی زه هم دی مشاعری ته بلل شوی وم، په مشاعره کی خټک صاحب هم و.

د هیواد د پښتو ژبی ډیر شاعران دې مشاعرې ته راغلي وو، ما ته وار راورسید ما خپل یو غزل په مشاعره کی ولوست. چی یو بیت یی داسی وو: داسی راته ښکاری راروانه ده دا سپینه سپوږمۍ چې ځلیدی نه شی کله چی مشاعره خلاصه شوه نو مرحوم خټک صاحب ته بلنه ورکړل شوه چی د مشاعرې د ارزونې په هکله خبرې و کړي.هغه د خپلو خبرو په لړ کې زما پورتنی بیت تکرار کړ او ډیر یې وستایه. له هغې ورځې وروسته بیا ترهغې ورځې پورې چې خټک صاحب په کابل کې اوسیده نو کله کله به له دوستانو او شاعرانو سره هر وخت د هغه کور ته تللو.

اوهلته به چی کله هه وخت لره نو موږ به شعرونه هم ورته لوستل او ده به زموږ دشعرونو او په عمومی ډول دپښتو ژبی دادبی بهیر په اړه خبری کولی.داو له مرحوم اجمل خټک صاحب سره دپیژندګلوی په اړه یوه ضمنی یادونه.اوس به راشم دهغه دژوند او ثارو په اړه څو ټکوته. کله چی دخپلی ژبی ددغه تلپاتی شاعر په اړه څه وایونو بده به نه وی چی دهغه دژوند په هکله هم لږ اوډیر څه ووایو.کله چی ارواښاد استاد بینوا اوسنی لیکوال لیکل نو هغه ته اجمل خټک دخپل ژوند په هکله داسی لیکلی وو:

(زه محمداجمل خټک دحکمت خان خټک زوی یم. د خټکو د مشهوری کورنی دخوشال خان خټک دخاندان سره تعلق لرم په ۱۹۲۵ میلادی کال داپریل په میاشت کی په اکوړه کی پیدا شوی یم.داکوړه خټک د اکوړخانبابا نه واخلی تر علی خانبابا پوری زموږ دنیکونو دګدی ځای واودکابل دسیند په غاړه چی دلته ورته لنډی دریاب وایی،په غاړه یو ډیر ښه ودان کلی دی …).

د خوشال د خاوری پورته یوه نغمه شوم     بل مشال په اباسین او تاتره شوم

سری یوی شوی د غیرت چغه سور اور وم     تا چی څومره رانغاړلم سره لمبه شوم

ارواښاد اجمل خټک زموږ د زمانی یو داسی نوم دی.چی په پښتو ژبه یی ډیرداسی څه لورولی دی چی تر څو ددغی ژبی ویونکی وی دهغه نوم به ژوندی وی.اجمل خټک زموږ په معاصر ادبی بهیر کی له هر څه نه وړاندی دیوه انقلا بی شاعر په عنوان زیات شهرت لری.اجمل نوم هم زموږ په معاصر ادبی بهیر کی او هم زموږ په معاصر سیاسی تاریخ یو داسی رنګین څپرکی دی چی نه یوازی په پښتنی سیمو کی دهغه مینه وال ډیر دی.بلکی دنړی دختیځ پوهانوتر منځ هم ډیر زیا شهرت لری.

اوس ټول اولس دهغی محبوبی سندری وایی خټک چی به دځان سره ژړله کله کله دهغه محبوبا دهغه وطن و دهغه پښتون اولس او دغه اولس ته دپیښو کشالومحبوبا ته هغه سندری وویلی او داسی سندری چی څو نړی وی دهغه دغه سندری به ژوندی وی.ښاغلی راج ولی شاه خټک دارواښاد اجمل خټک په هکله لیکی:

(دمحترم مشراجمل خټک دنوم په اوریدوسره چی کوم تاثراو تصور وړومبی مخی ته راځی،هغه زما په خیال دغه جرات اظهار دی،خټک صیب په خپله ددی مړانی داسی غږ دی چی دپښتون تاریخ په یو پوره دور پروت دی .  دغه غږ او دغه شورداستبداد په غوږو کی ورکړوګوتو هم ایسار کړی نه دی.ځکه چی …دیوی داسی عقیدی اواز دی چی دحالاتو ،موسمونواو حادثاتونه لړزولی شو اونه په کی تزلزل راوستی شو….) چی څه می کړی شول هغه می وکړل چی څه په کار و هغه ونه شول لار مو دوینوبلی ډیوی کړی که هیڅ ونه شول هم ډیر څه وشول په رښتیا هم هغه چی په خپلی وینو کومی ډیوی بلی کړلی،هغی دپښتنو دډیرو تتو سمڅو ګوټونه روښانه کړل،داسی روښانه چی ډیرودمینی پتنګانوپه دغو بلو ډیو خپل ځانونه وسیزل، ارواښاد اجمل خټک دیوی زمانی او دیوی ځانګړی دوری نوم دی،هر کله چی دهغه په اړه څه لیکو نو دهغه وخت دسیاسی او اجتماعی پیښو پاڼی به هم اړو.ځکه اجمل په داسی وخت کی سترګی وغړولی.چی دهند په لویه وچه انګریزی ښکیلاک خپله شړی غوړولی وه.

په پښتنو کی سیاسی شعوردودی او پرمختګ په حال کی و،دوخت دلوی مبارز خان عبدالغفارخان تر مشری لاندی دوطن دازای له پاره عملی مبارزه ښه په درز کی روانه وه.او مرحوم اجمل ددغه تحریک یو داسی نوم وچی ډیر ژرپه ټوله پښتونخوا کی خپور شو. دباچاخان دخدایی خدمتګارو دغورځنګ په اړه ډیر زیات کتابونه لیکل شوی دی او ډیر نو رلا هم پری لیکل کیدلی شی.خو دلته زما مطلب ددغه تحریک دیوه اورژبی او خوله ور لیکوال شاعراوسیاسی او اجتماعی شحصیت ارواښاد اجمل خټک دی،دهغه دپنځم تلین په اړه دهغه یاد او دهغه روح ته ددعا لاسونه پورته کول دی.

د کابل په تورو غرونو واوری وشوی خو زما دزړه موسمه بدل نه شوی او همداسی که زمانی هر څه وکړل چی اجمل بدل کړی خو تر پایه بدل نه شو،بالکی نوی نوی تجربی یی وکړلی او نوی شهکارونه او نوی اثار یی خپلی ژبی ته پریښودل: که ظالم می ژبه غوڅه کړه تیره شوه توره څومره چی تیره شوه لا خوږه شوه اوس که نر وی نو غوږونه دی خپل پری کړی چی زما نغمه سړه نه شوه لا سره شوه او کومه نغمه چی مرحوم اجمل خټک پیل کړی وه،اوس هم ګرمه ده.

د هغه شعر د ظلم او او استبداد په وړاندی د دغسی د یوی تیرې تورې ګوزار و چی چا په سر خوړلی نو سر یی نه دی پورته کړی.

چی د یار نوم یی څوک واخلی ورپسی وی    په خټک کی دا مرض دلیونو دی

یا لکه داچی وایی:

د زړه چمن می سوی سکور ښه دی چی بی له تا شی په کی اور ښه دی ننګ او ناموس پسی دی ګرځی خلک اجمل ته ستا مینه پیغور ښه دی د ارواښاد اجمل خټک ټول شعرونه نظمونه اوغزلی ډیری خوږی او زړه وړونکی دی.ډیر بحث او ډیری خبری پری کیدلی شی.او تر ډیره حده دهغه په ژوند او اثار ډیر څه لیکل شوی هم دی،زموږ دژبی او وطن دغه لویه هستی د۲۰۱۰ میلادی کال دفبروری په اومه نیټه د۸۵ کلونو په عمرسترګی له دی نړی نه پټی کړی دی.دهغه دتلپاتو نظمونو نه یو هم دبین مار نظم دی چی دخپلوخبرو په پای کی دهغه دیاد دژوندی ساتلو په خاطر دهغه ددغه نظم یوه برخه دلته وړاندی کوم او دهغه روح ته ددعالاس پورته کوم.تیاری دقبر ورته رڼا شه: …بین ته داسی پوکی ورکړه یو کړه لوړی او ژوری په یو تار دی زړونه ګډ کړه که نژدی وی او که لری دغه شاړی شاړی کندی ټول خوږه خوږه نغمه کړه دغه جاړی جاړی غر دی یو پسته پسته وږمه کړه داواز سره دی تاو کړه دتنکو زلمو روحونه دنغمو سره دی ګډکړه دنوخیزو قدمونه پردی ټولی تار په تار کړه که څوک لر وی او که بره ای بین ماره دتور غره ای شپونکیه دخیبره راشه پوک وهه دابین دی راشه پوک وهه دا بین دی.

لیک افضل ټکور

دی پشتون ټایمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*