دوزخي فکره بریزنسکي دې په دوزخ کې وریت شي

بریزینسکي له دوزخه الهام اخیستی او هلته دې وسوځي

ډاکټر فرحت تاج

ډاکټر فرحت تاج

زبیګنو برزینسکي یو مشهور پولنډيالاصله امریکايي وو، چې په نړیوالو اړیکو کې مشهور عالم تیر شوی او د امریکا متحده ایالاتو پخواني جمهور ریئس کارټر په اداره کې یې د ملي آمنیت د سلاکار په توګه دنده ترسره کړي ده. هغه په ژوره توګه د ۱۹۷۰ لسیزې د ناکراریو او ګډوډیو(پر افغانستان د شوروي یرغل او د ایران اسلامي انقلاب) پر وړاندې د امریکا د پالیسیو جوړولو په برخه کې خپل اغیزمن مقام ثابت کړی دی. نوموړي په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو د هغې پالیسۍ چې په افغانستان، پاکستان او منځني ختیځ او له هغو ور هاخوا سیمو کې یې پر مټ په پرلپسې ډول د میلیونونو خلکو د تباهۍ په پایلو تمامه شوي، خپل تمثیل تر نورو کلیدي بللی. نوموړی څه موده وړاندې په متحده ایالاتو کې مړ شو. په متحده ایالاتو او پاتې نړۍ کې خلک د ده ژوند ته له سره کتنه کوي او هغه ستايي. نیویارک ټایمز د هغه د کلکو نظریاتو او نه ختمیدونکي لیوالتیا په اړه د هغه شخصیت را سپړلی دی. اوس هم مناسب وخت دی، چې د برزینسکي په ژوندانه باندې یو سوچه پښتون لیکوال د خپل نظر څرګندونه وکړي او د برزینسکي په څیر یې په کټه مټه لیوالتیا سره شریک کړي.

د ملي آمنیت د سلاکارپه حیث، برزینسکي په افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل په مقابل کې وسله وال تیري کوونکی ځواب رامخې ته کړ. پدې لړ کې برزینسکي پخوانی پاکستانی دیکتاتور ضیاء الحق یو هغه ښه نیت لرونکی ملګری پیدا کړ چې په افغانستان کې د ستراتيژیک عمق پالیسۍ ته لیواله او پاریدلی وو. پر افغانستان د شوروي اتحاد له تیري وروسته نوموړی د فوځي مسؤلینو لخوا د کُرمې سیمې ته په قبایلو کې د جهاد د جذبې د راپارولو په موخه راغوښتل شوی وو. د پاکستاني فوځ قبیلوي چاڼ شوو کسانو ته دوی په خپل خطاب کې وویل چې: مونږ ته مالومه ده چې تاسو په خدای ج کلکه عقیده لرئ. ستاسو هڅې به تاسو بریا ته ورسوي. هغه وطن وینئ (البته، په دې وخت کې د ه د افغانستان سرحد ته اشاره کوله)، هغه ستاسو دی. تاسو به واپس هلته لاړ شئ، ځکه چې ستاسو جنګ ممتاز (مقدس) جنګ دی، تاسو به بیا خپل کورونه او جوماتونه خپل کړئ، ځکه چې ستاسو دلیل د حق دلیل دی او الله ج ستاسو سره دی.2

برزینسکې د دې سټراټیژیک موقعیت په لیدو سخت احساساتي شوی وو، یعنې د طوطي مښوکې ته ورته کرمې د موقیعت له امله، ځکه چې له دې ځایه د افغانستان په دریو ولایتونو (خوست، پکتیا، ننګرهار) باندې په اسانۍ سره تمرکز ساتل کیدلی شي، او همدا ده ته په روسانو د غلچکي بریدونو لپاره یو ښه خیالي او په زړه پورې موقعیت په نظر ورغی. د (ISI) تر څارنې لاندې چې سعودي او امریکا یې هم ملاتړ کاوه، د جنګیالیو قوماندان ګلبدین حکمتیار د افغانستان په سرحد باندې له کرمې سره نږدې د سپینې شګې په سیمه کې د دې لپاره خپل فوځي کمپ تأسیس کړ ترڅو، له دې ځایه په شوروي سرو فوځونو مرګوني بریدونه تر سره کړي. دا چې جنګ په یوه لسیزه کې راڅرګند شو، نو د (ISI) او (CIA) د چلوونکو محمد یوسف او برس رایډل له خوا نوموړی جنګ پرمخ بیول کیده، چې یادونه یې د دوی په کتابونو کې په پرلپسې ډول راغلې ده: د خرس دام او هغه میدان چې مونږ وګاټه. په پای کې، په دې ښوونه کې چې ورتهافغان جهادوايي، برزینسکي د پښتنو له نورو قصابانو لکه دیکتاتور ضیاءالحق، د (ISI) پخوانی ریئس حمیدګل، د مجاهدینو پخوانی قوماندان ګلبدین حکمتیار، سیاستوالان، لکه قاضي حسین احمد، مولانا سمیع الحق، د نورو ګڼ شمیر خلکو په مینځ کې سره اوږه په اوږه ودریدل.

برزینسکي هیڅکله هم پدې پښیمانه نه وو، چې دغه جنګ، په نړۍ کې د اسلامي تروریزم د ودې لامل شوی دی. دې پوښتنې ته په ځواب کې وايي: د نړۍ په تاریخ کې کوم شی مهم دی؟ طالبان که د شوروي امپراطورۍ راپرځیدنه؟ ځینو خو یې د مسلمانانو احساسات راوپارول، او یا هم د مرکزي اروپا د ازادۍ غوښتونکو تنظیمونو پارونه (لمسول)، او د سړې جګړې پای؟ هغه حقیقت چې طالبانو په زرګونه خلک حلال کړل چې په ځانګړي ډول پښتانه پکې زیات وو، د برزینسکي لپاره کومه مهمه خبره نه وه. هغه حقیقت چې د اسلامپالي ایډیولوژۍ له مخې به نوموړي پردي اولاد ته روزنه ورکوله، او د هغو مسلمانانو را پاریدل چې په رڼا ورځ به یې د غرب په کوڅو کې د غربي نړۍ خلک وژل، د ده لپاره کومه مهمه خبره نه وه. که یو څوک سر خپل ګریوان ته ښکته کړي، نو په مالوم ډول ویلی شي چې دا خو سل په سلو کې بې ګټې خبره ده چې ګني برزینسکي به کله هم په دې پیښو څه افسوس او یا شرم محسوس کړی وي چې له امله یې دوامداره په مرګ تمامه دوراني ویجاړتیا رامینځته شوه ،او همدا شان د میلیونونو پښتنو بې ځایه کیدنې پیښې ترسره شوې.

خو ولې باید پښتون د برزینسکي شرم او افسوس ته په طمع شي؟ ترپيړیوپیړیو، د پښتنو ځمکې په لویو فاحشه خانو او عریان خانو بدلې شوي چې ترمخه یې بچه بازانو د شوق له مخې خپل ځانونه د جهاديانو په ډول خرڅ کړي پرته له دې چې و ګوري چې ګني دوی به مسلمان، غیر مسلمان، دولتي یا غیر دولتي عاملین ثابت شي. هو، برزینسکي دا فاحشه خانه نه وه جوړه کړي. هغه د امریکا متحده ایالاتو حکومت ته دا سپارښتنه کړي وه چې ګني دوی د پالیسۍ د ګټې د پراختیا لپاره یوڅه خدمات په پيسو اخلي. هغه څه چې ده د متحده ایالاتو د حکومت لپاره کولای شول ویې کړل، ده په ډیرې زیرکتیا سره د متحده ایالاتو د حکومت پام د خپلې مشورې د تضمین لپار ځانته اړولی وو. ترهغې چې پښتني ټولنه په خپل ځان کې د خپل میراث فکر پیدا نه کړي او په ډله یزه جګړه کې په ټولنیز ډول د بدنامې خصلت پیدا نه کړي او هغه خلک چې له دوی څخه د نورو د ګټود سمبالښت لپاره جهادي فاحشې جوړوي، رد نه کړي څوک چې په پرلپسې ډول د بې ګناه پښتون په وینه خپل کور او کلی رنګوي، نو نه به دا لومړنی دولتي عامل وي، او نه به هم وروستی. د دې پرځای نن ورځ هم د ټولنې لویه برخه د جهادي نظرپالانو، لارښوونکو او قوماندانانو څخه ملاتړ کوي. د جماعت اسلامي پاکستان پخوانی رهبر قاضي حسین احمد او ګلبدین حکمتیار دواړه د برزینسکي په خوله ویل شويافغان جهادد پروسې ځانګړي شریکان وو، چې اوس هم ډیری پښتانه د دوی تعریف او ستاینه کوي.

د نورو ترمینځ مې یواځې دا دوه بیلګې تاسو ته وړاندې کړې. په پښتنو کې د مدرسې په ضد چې د دوی په ځمکه جوړیږي کومه کرکه شتون نه لري، کوم چې د جهادیانو د ملاتړ فکري (ایډیولوژیکي) شرایط مساعدوي چې په کې په ځانګړي ډول ورڅخه د جهادي جنګیالیو تولید تر سره کیږي. دا یو حقیقت دی، چې ځواکمنو دولتي عاملینو ته له یوې شړیدلې کمزورې پښتڼي ټولنې څخه د جهادیانو را ټولول اسانه کار دی. په متناقض ډول، د دولتي عاملینو په وړاندې ځواکمن او له مقاومته ډک حالات باید له همدې ټولنې څخه را و ټوکیږي، او یا هم د نورو لپاره د جهادي فاحشه خانې په ډول و اوسیږي او د پښتني ټولنې لپاره خپله ځمکه هغه قصابخانه و ګرځي چې د دوی په خپلو وینه سره وي. بدبختانه، چې دلته د پښتون لپاره دریم انتخاب شتون نه لري. د دولت او وضعیت په مقابل کې تر اوسه مقاومت شتون نه لري، البته ویلی شو چې ډیر لږ دی او هغه هم ګډوډ مقاومت دی. له دې ور ها خوا، ځینې یې د جهاد له نظریې سره جوړ دي او له دې څخه ځان په ناخبرۍ تیروي چې د پښتون او د ده په کور کې څه روان دي. د پیغور او کنایې په ډول که ووایو، چې دا کار هم د برزینسکي د هغه الهام له مخې دی چې پښتون د خیر او برکت په موخه باید جهاد ته غیږه ورکړي او د ده لپاره د دې سرچینې په پیاوړتیا کې د یوې مقتدرې قوې په ډول کار وکړي.

برزینسکي په پولنډ کې زیږيدلی وو، چې د ده کورنۍ هیڅ وخت د شوروي اتحاد د ټولواکۍ د تجاوز له امله د دویم نړیوال جنګ څخه وروسته بیرته هلته ور ونه ګرځیدله. پولنډ او د دې ځای خلکو د دې اشغال په ترڅ کې په ډیرو سختیو کې خپل وخت تیراوه. د برزینسکي غصه د پخواني شوروي اتحاد په ضد په مالوم ډول پرځای وه. د ده غصب کړی شوې خاوره، او همدارنګه په ویتنام کې امریکا متحده ایالاتو د پخواني شوروي اتحاد څخه د خپلې خولې او پوزې ماتیدو ګزار خوړلی وو، او په همدې لټه کې وو چې د روسیې څخه د غچ اخیستلو لپاره یو مناسبه موقع او ځای پیدا کړي. برزینسکي د متحده ایالاتو د پالیسۍ سره چې د پخواني شوروي اتحاد په زوال تمامه شوه، د مؤثرې همکارۍ له امله په یو غشي دوه مهم هدفونه ترلاسه کړي وو. ده شوروي اتحاد ته د پولنډ د لاندې کولو له امله سزا ورکړه، او بل یې د امریکا د هغې بې عزتۍ چې د ویتنام په جنګ کې یې به روسیه پور پاتې وه، غچ واخیست. نوموړي بسپنه ده ته د نیکه ګانو او د لاندې کړی شوي خاورې، پولنډ او د امریکا متحده ایالاتو لپاره د وفادارۍ او د یوه لایق زوی په یادګار کې ورکول کیږي. ده ته او د ده پاتې ژوند ته دا کار حتماً د یو غټ اطمینان د سرچینې په ډول ګڼل کیږي او هغه به حتماً د یو خوشحاله سړي په څیر د مرګ سره مخامخ شوی وي چاچې وکولی شول چې د دواړو هیوادونو په وړاندې خپل مسؤلیت ادا کړي. دواړه پولنډ او متحده ایالات باید په ده و ویاړي او زه هم همدا هیله لرم چې دوی به په ده ویاړي.

نو اوس پوښتنه دا ده چې: هغه وخت به کله وي چې پښتانه د برزینسکي په شان خپل هوډ د خپلې خاورې لپاره وکاروي؟

ایا په حقیقت کې به دا ورځ راشي او که نه ؟ (زمونږ په تقدیر کې به وي او که نه ) پدې ډول چې، د پښتنو لوی اکثریت خپل ژوند د برزینسکي په شان یې خپلې خاورې ته ځانګړی کړي، همدارنګه د تل لپاره د جهاد په نوم فاحشه خانه وتړي؟ ګني ترهغه به پښتون همدا فاحشه خانه سینګاروي او پښتون به خامخا وینې او اوښکې تویوي. په همدې وخت کې، تا، برزینسکي ته د خدای ج دوزخ هم دروښيي او هم د خدای ج په دوزخ کې سزا درکړي.

لیکنه: ډاکټر فرحت تاج

فرحت تاج یوه پښتنه لیکواله ده چې د پاکستان په شمال لویدیځ ، د کوهاټ د ځنګل خیل سیمې اوسیدونکې ده. د ۲۰۰۲ کال راپدیخوا نوموړي په پاکستان او د ناروې په هیواد کې په مؤقتي ډول ژوند کوي. ډاکټر فرحت تاج په ۲۰۱۳ میلادي کې د ناروې د اوسلو پوهنتون څخه د قانون په ټولنپوهنه کې د فلسفې دوکتورا په کچه تحصیلي درجه خپله کړيده. نوموړې د ناروې د بیرجین پوهنتون د (NORAD) په نوم مرکز چې د ناروې په زړه کې د ښځو او جینډر د څیړنې په برخه کې کار کوي غړیتوب لري. نوموړې له همدې ځایه د جینډر او پراختیا په برخه کې له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۴ میلادي پورې د (M.Phil) درجه ترلاسه کړې ده.

ژباړه: کډوال

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*