خيبر پښتونخوا يو تاثر/زاهد خټک

15698143_345722775813258_5579878311848544289_nپښور سره زما تړون د زمانو دی. د ایور‌‌‌‌‌‌ډز کالج هاسټل وو که د اسلامک سنټر ورورولې ، پښور ماته په ژوند ، په ژوند مین ملګرو مینه راکړې. دصدر خیبر مارکیټ وو که خیبر کیفی د یارانو علمې بحثونه او د نوې کتابونو مکالمې مو د هري ورځ ساعت تیري وه-. زه چې کله هم د ځان نه تختدلی یم دې ښار زه لکه د مور غیږه کې اخستی یم.. خو دا ځل، او په لومړې ځل ، پښور ما ته پردی پردی ښکاره شو. زه دلته د حکومتې ګامونو یا هلو ځلو خبره هم نه کوم. زما تاثر خالص Sociological دی. پښور کې آرټ او بیا آرټ سره تړلې ټول کارو بارونه نزدې په ورکیدو دې. ما لپاره فردوس سینما پښور وو. اوس هلته یوه غټه پلازه په ودانیدو ده. آرټ د Collective Catharsis یا د ټولنې اجتماعې تحلیل کوې او شعور ته پوهه ورکوې. ښکارې داسې چې د پشتانو د ټولنې نه آرټ او بیا د خپلې ژبې آرټ په منظم ‌‌‌‌‌‌ډول په غلا کیږې او د دوې پري غوږ هم نه ګریږې.. کتاب دوستي او کتاب لوستنه نا أشنا خبره ښکاري/نو ځکه د سینما په شان د کتابونو دوکانونه هم ډیر تړلی شوي او باقي پاتي د خپلو کتابونو نه دوړي پاکوي/ ګرد ښار کښي بس خوراک ، جامي او پیزار خرڅیږي . زما د یو ملګري په وینا د پشتانو د ټولني نه Consumer ټولنه جوړه شوي او هیڅ تخلیقي پیداوار نه لري. د مذهب په نوم ‌‌‌‌‌‌ډیرو موضوعاتو باندې بحث ګناه ګرزیدلې . او بیا یو خاص بیانیه خرصولو لپاره که یو خواه د معلوماتو نورې ټولې لارې تړلی شوې نو بل خواه هم هغه بیانیه په نفسیاتو کې داخلولو لپاره د یو مخصوص مذهبې مفکورې مدرسو زور نیولی. مثال به یی زه ورکم لکه جنسیاتو باندې خبرې یا بحث TABOO یا ممنوع ګرزولی شوی. خو دا فطرت دی چې څه هم په زوره بندوې هغه فشار جوړوې.او بیا د خوند خبره دا ده چي Pressure Coocker جوړي شوي دغه ټولني ته 24 ساعته د حورو کیسي څه په دا ډول اورولی کیږي چي د غه حوري نیولو لپاره خپل ځان خو څه کی شل دیرش تنان ځان سره نور هم قرباني کړي. غرض، یو RAW FORCE یا خام ځواک هر وخت موجود وې. پښور کې د حیات اباد له طرفه چې کینټ د داخلیږې نو غټې سکینرې لګدلې چې ورسره دا احساس سمدستې زړه ته راشې د کینټ باهر خلکو ژوند دومره مهم نه دی. ځینې ملګرو راته ویل امنیت ښه شوی نو ما ورته ویل امنیت هغه وو چې د پښاور یونیورسټی نه به تر غټې ا‌‌‌‌‌‌ډي پورې بغیر له څه کارټه ګرزیدو.

د انګلسی ژبې یو هنر مند

Zyan Malik

د سندرې ټکې د دې تاثر خلاصه اوګنړی

“It’s a paradise , It is a War zone”

ليک : زاهد خټک

دی پشتون ټايمز

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*