خيبر پختونخوا کښې دافغان کډوالو ريس ښاغلې ډاکټر عبدالحميد جليلي سره مرکه

naimat razaکوهاټ په خيبر پختونخوا کښې دافغان کډوالو ريس ښاغلې ډاکټر عبدالحميد جليلي وايي چې په پاکستان کښې ميشت افغان کډوال بيرته خپل هيواد ته ستنيدل ورته په ګټه تممېدلې شي،که چيرې کډوال نور هم په کالونو راهسې دلته په پاکستان کښې ميشت پاتې شي نو بيا هم د دوې د نسلونو راتلونکې روښانه کيدلې نشي ،او ددوې کاميابي يوازې خپل هيوادته په بيرته ستنيدلو کيده.دغه څرګنده ونې ښاغلي دکوهاټ افغان کډوالو کيمپ کې د قامي مشرانو يو غونډې ته په وينا کولو وکړې.په خپله وينا کښې د خيبر پختونخوا کښې دافغان مهاجرينو لپاره ټکل شوې ريس ډاکټر عبدالحميد جليلي دکوهاټ ډويژن په سويلي سيمې کښې ميشت د کډوالو په قامي مشران غږ وکړ چې دوي دې افغان کډوالو بيرته ستنيدلو کښې دافغان مهاجرينو رياست او دکډوالو نړيواله اداره يو اين ايچ سي ار سره مرسته وکړي چي وکولې په دغۀ اوسنې کال دوه زره اوولسم کښې ټول افغانان کډوالو بيرته خپل هيواد ته وليږدول شي چې نور د مهاجرت ژوند څخه وژغورل شي..ښاغلي جليلي په دغه خبره ټينګار وکړ چې که چيرته افغان کډوال نور هم په دغه ملک کښې په لسيزو ژوند وکړې نو د دوې ژوند به له ستونزه ډک ژوند وي، نو بايد پکار ده چې کډوال هم په دغه پوه شي او خپل ځانونه نور دسياسي کړکيچونو ښکار نکړي.او داوسني کال دمارچ اولنې نيټې څخه دې ټول هغه کډوال چې د يو اين ايچ سي ار اړخه ورته ورکړل شوې پژندل پاڼې لري دوي دې هيواد ته بيرته ستنيدونکې مراکزو کښې خپل فاميل ټول غړې رجسټرډ کړي اودمهاجرت ژوند څخه دې بيرته خپل هيواد ته ولاړ شي، چې دوې لپاره افغان دولت هم هلته کښې ورته خپل تصميم نولې دې او پلانونه ورته چمتو کړي دي.دغه غونډې ته راغلي دافغان کډوالويو شمير کيمپونو قامي مشران لکه چې هر يو ښاغلي ملک عبدالغفار شنواري،ملک معلم ولايت خان خوګياڼيوال او ملک اول خان هم ويناوې وکړي اودمهاجرينو ريس ښاغلې عبدالحميد جليلي ته يي دا په ډاګه کړه چې کډوال هم په دغه خبره سر ته راسيدلي دي چې نور باعزته خپل هيواد ته ستنيدلو کښې ورته ګټه ده. مشرانو پخپلو ويناوو کښې د هم وويل چې دکډوالو سره له وړاندې کيدونکې ټول ژومنې دې سر ته وراسول شي او ستنيدلو لپاره دې ورته پوره پوره چمتوالې ونيول شي چې بيا کډوالوته په بيرته سنيدونکې لړې په وخت د رجسټريشن يا اندراج کولو مراکزو کښې ستونزوسره مخ نشي

 

دی پشتون ټایمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*