ته ګټونکی یې!/مسلم منګل

5-qualities-successful-entrepreneursځينې انسانان په خپل ژوند کې تل هڅه کوي، چې خپلو موخو ته ورسیږي او موخو ته د رسيدلو لپاره په خپل ژوند کې لوړې او ژورې ویني. پر ځان لوږه او تنده تيراوي، له سختو حالاتو راوځي، تل په دې هڅه کې وي چې د بریا لپاره بندې دروازې پرانيزي او ځان تر لوړ پوړه ورسوي.
که څه هم د هرې بریا تر شا د ناکامۍ لوی لاس وي، خو بیا هم کله چې یو څوک د بریا تر حده ورسیږي، نو بیا دغه تيرې لوړې او ژورې داسې ورته ښکاري ته به وایي چې ده په ژوند کې هيڅ سختي نه ده ليدلې.
ځان ارامه احساسوي، خو بیا هم د دې بریا نه دومره خوند اخلي چې بار بار هڅه کوي خپل تجسس ته دوام ورکړي، نوښتونه رامنځ ته کړي، ژوند ته یو نوی رنګ وروبخښي، د ژوند تر اخري سلګۍ پورې همداسې خپل دماغ په کار اچوي او په ټولنه کې د یوه نوي تاریخ ساز په توګه پاتې کیږي.
چې وروسته د ده نه په تقليد سره سره د ده د افکارو سرچینه لاپسې پراخيږي او په ټوله نړۍ کې یې نوم او نښان اوچتیږي.
کله چې موږ تاسې غواړو نوم او نښان مو اوچت شي، د ذلت ژوند نه راووزو او د عزت ژوند غوره کړو، نو تل باید په ژوند کې د پرمختګ په اړه فکر وکړو او د زړو مفکورو نه د تجربو په اساس باید نوې مفکورې رامنځ ته کړو.
په ژوند کې د لا ښه والي لپاره بهتره دا ده چې تل د تجسس په حالت کې واوسو; نوښتونه رامنځ ته کړو او که د ۲۱ مې پيړۍ د حالاتو سره سم ځانونه عیار کړو، نو انشاالله بریا به زموږ او ستاسې وي.

لیک : مسلم منګل

دی پشتون ټایمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*