انساني قچاقبران زړونه نلري/نوربادشاه يوسفزئ

1021133454د انساني قچاقبرانو او طالبانو پرته په نړۍ کې ظالمان او وحشيان خلک نور نشته, ما په خپلو سترګو په استنبول ښار کې قچاقبران ليدلي چې د افغانستان او پاکستان نه يې مسافر رواستلي او سخت ظلمونه يې ورسره کړي, په اور يې سيځلي, په بليډونو يې غوڅ کړي او په موبايل يې د هغه مسافرو چغې د هغه خلکو کورونه ته اورولي تر څو کور ولا يې د خپلو کسانو  په سر زر زر پيسې ورکړي او خلاص يې کړي.

نن مې د يو قچاقبر ويډيو وکتله چې وايي په استنبول کې چې کوم پاکستانيان تښتول شوي وو په هغې کې زه لاس نلرم نو زه به يو خبره وکړم که که قچاقبر و وايي چې خدای يو دی هم يې ورسره مه منئ ځکه چې په دې کې يې هم چل ول وي, قچاقبر د نړۍ تر ټولو ټيټ, دروغجن او وحشي نوم دی کوم چې د يو چا د ژوند بربادولو او پيسو د پاره د هر څه تير وي.
په افغانستان پاکستان ايران او ترکيه کې ناست قچاقبران يو لنک لري, کله چې د پېښور قچاقبر ته واخلي مخکې دې په سل نورو قچاقبرانو خرڅوي, څوک دې په غرونو خيژوي, څوک دې د موټرو او بسونو په ډيکو کې ننباسي, څوک دې په کنټينرو, او بندو کورونو کې يوه يوه مياشت ساتي, قچاقبر هيڅ د سپينې ژيرې,ماشوم, روغ رنځور تميز نلري, ځکه چې دوي تل د ترياقو په نشه کې وي.
يوه بله ويډيو کې يو قچاقبر لګيا دی چې زه افغان يم, هيڅکله په کوم بل افغان ظلم نه شم کولې, زما افغانيت ماته د دې اجازه نه راکوي خو يقين وکړئ د دوي نه بيا افغانيت هير وي چې کله يې د څلور کسه په اتاق کې شل تنه افغانان ننباسلي وي, نه سمه ډوډئ ورکوي, ډوډئ پرېږده خدای ګواه دې که څوک د دغه مسافرو سره په سمه خوله خبره هم کوي.

زه د دې خبرې قايل يم چې هر انسان په خپل ژوند کې ازاد دی, که يو انسان د اتلسو کالو کم عمر لري پکار ده خپل مور پلار استاذ هغه ته لار وښايي او که يو انسان د اتلسو کالو پورته عمر لري نو هغه په خپل ښه او بد ښه پوهيږي نو فکر نه کوم چې هغه ته نصيحت وکړل شي ولې هغه خپل سوچ او فکر لري, خو ولې زمونږ افغانانو په ټولنه کې تعليم کمۍ دی هر پله تياره خپره ده نو څه نه څه حق جوړېږي چې لېږ څه د خپلړ خلکو سره شريک کړو, نو د هر افغان څخه يوه دا غوښتنه ده که قچاقبر هر څومره شنه باغونه درته وښايي په خبرو دې عمل نه کوي, په زرګونو يورو او ډالر دې نه برباده وي, قچاقبران د انسانيت دښمنان دی, دوي هيڅ زړونه نلري, احساس نه پيژني.

ليک: نوربادشاه يوسفزئ

دی پشتون ټايمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*