امانېزم، کورنۍ آزادي، او پاپولر ریفومز (اصلاحات) د امان د بدل رواېت، بدیل رواېت

  آمان او ثرېا په سیمه او افغانستان کښې د څلورو داسې فکرونو او خوځښتونو بنسټوال دي چې هغه وخت په سیمه کښې چا پېژندل هم نه، او ېواځې لوېدیځ کښې پرې نوي بحثونه او خوځښتونه رامنځته شوي وو

29th March 1928: King Amanullah of Afghanistan (1892 - 1960), with his Queen visiting Manchester. (Photo by H. F. Davis/Topical Press Agency/Getty Images)

29th March 1928: King Amanullah of Afghanistan (1892 – 1960), with his Queen visiting Manchester. (Photo by H. F. Davis/Topical Press Agency/Getty Images)

څېړوونکی او لیکوال: اسدالله داودزی

امان الله خان چې د غازي مختاړی او لقب ېې له نوم سره اخستل  کېږي د بهرنۍ خپلواکۍ اخستلو له کبله غازي  ېادېږي او په همدې نوم او حماسي رواېت  د خلکو په منځ کښې د محبوب پاچا په توګه پېژندل کيږي، ېعنې د امان الله خان په هکله زمونږه ټوله پېژندنه او شناخت د ۱۹۱۹ ېا د ۱۲۹۸ د ۲۸ د اسد د خپلواکۍ د ورځې  اود خپلواکۍ د جګړې د حماسې پورې محدود او منحصر دی له هغې وړاندې مونږ امان الله خان  نه پېژنو او نه هم لېوالتېا لرو چې وېې پېژنو ځکه د ېو جنګي، جګړییز او حماسي قوم او ولس لپاره د جنګي حماسې او د هغې په نتیجه  کښې پنځېدونکې کیسې، رواېت او اتل څخه وړاندې نور څه د علاقه مندۍ او لېوالتېا وړ نه شي کېدای ځکه خو تل په هماغه  رواېت او حماسې باندې پايي او وېاړي، دا ېواځې زمونږ د اجتماعي حافظې / شعور ستونزه نه ده چې مونږ دا ډول لید لوری او نړۍ لید لرو، دې کښې زمونږ د تاریخ او نصاب هم لوی لاس دی چې مونږ کښې ېې دغه ډول نرګسي، حماسي او انتخابي ذهنېت اوفکر پاللی او ساتلی دی. که له حماسې، غازيتوب او بهرنۍ خپلواکۍ نه وړاندې مونږ امان الله خان پېژنو او ېا مونږ ته راپېژندل شوی دی نو هغه هم په متنازعه توګه او د تکفیري فکري لید لوري څخه ، نو ځکه خو مونږ نه ېواځې چې له دې وړاندې د هغه په فکر، د هغه په لرلید او د هغه په نړۍ لید تامل او غور نه کوو او بې ارزښته ېې ګڼو بلکې د تکفیري فکر تر سېوري لاندې پر هغه لعنت واېو او حتی تردې چې مردود او مرتد ېې ګڼو، دا لږه ډېره چې د اسد ۲۸مه لمانځو دې سره مو په اصل کښې حماسي او جنګي احساسات او روان تړلی دی، او دا لمانځنه مو نه ډېره فکري ده او نه هم شعوري، هغه په دې معنا چې خپلواکي د څه او چا لپاره، خپلواکۍ نه وروسته پړاو به څه وي، خپلواکي به ساتو او پالو د څه لپاره او څنګه، بهرنۍ خپلواکۍ خو مو واخستله کورني ازادي به څنګه او ولې اخلو، څه ډول نظام او څه ډول ټولنه باېد ولرو او د هغې لپاره څه باېد وشي چې خپلواکي مو د خلکو په ګټه تمامه شي او تل ېې وساتو، وپالو او د ېو خپلواکه او مقتدر هېواد، حکومت او ولس په حېث باندې ژوند وکړو، دا او داسې نورې ورته پوښتنې خو نه د ولس لخوا راپورته شوې دي او نه هم ورته دا انګېزه ورکړل شوې او جوابونه خو ېې هسې هم همداسې پاتې دي، که داسې شوی وای نو نه به هغه وخت د امان مترقي او ولسي نظام له منځه تللو،نه به چا د احساساتو او هم د نورو په لمسون د آماني فکر خلاف بغاوت کولو، نه به مو خپلواکي بېا بېا له منځته تلله او نه به مو د خپلواکۍ لپاره په جګړو کښې هېواد وران او ولس قرباني کېدلو.

د امان پېژندنې او امانېزم متنازعه رواېت زمونږ ولسونه او ټولنه  د سیمې او نړۍ په کچه  د آمان الله خان د بې سابقه ، مدرنو او مترقي اصلاحاتو، کارنامو او نوښتونو د پېژندنې، خپلولو، وېاړ او دوام څخه محرومه او بې خبره پاتې شي. د امان شناسۍ د متنازعه رواېت بنسټ اېښودوونکو، پالوونکو او خړوبوونکو عناصرو او قوتونو ترڅنګ پړه او ملامتۍ بار زمونږ په حکومتونو، روشنفکرانو، پوهانو او علمي او څېړنيزو بنسټونو هم دی چې وېې نه شو کولای او ېې ونه کړ چې د اماني فکر، لیدلوری او نړۍ لید د امانېزم د اېډېالوژۍ په حېث روښانه، راټول، تدوین ، خلک پرې  پوه او اګاه کېدو وترڅنګ راتلوونکو نسلونو ته هم انتقال او نوي نسلونه پر دغه فکر او اېډېالوژۍ راټول او سازماندهي  شي او دغه فکرته  په ټولنه کښې د عمل د جامې په وراغوستلو د امان لار تعقیب ، نیمګړې ارمان پوره، او لید لوري ته دوام ورکړی وی.

راځم دې ته چې امانېزم څه دی؟ امانېزم په اصل کښې د امان الله خان د فکر، لیدلوري، نړۍ لید او لرلید نچوړ اوټولګه ده چې هغه ددې هېواد او ټولنې لپاره، پنځولي او پاللي وو تر څو د نوي، مډرن او مترقي افغانستان بنسټ او بنېاد پرې کېږدي. امانېزم د هغه د ټولو فرمانونو، اصلاحاتو، قانون ګزارۍ او نړېوالو تړونونو ترجماني، ښکارندوی او عکاسي ده، امانېزم ېوه ډېره افاقي، ژوره او فکري ډانچه (اډانه) او مترقي اېډېالوژي ده چې له بده مرغه مونږ تر اوسه پورې دې ته د فکري اډانې او مترقي اېډېالوژۍ حېثېت او ارزښت ورنه کړ او نه مو د هغه فکر او لید په امانېزم کښې خلاصه او تدوین  او نه مو هغې ته د اساسي قانون په چوکاټ کښې مشروعېت او دوام ورکړ، خو ددې برعکس د ترکېې د پلار کمال اتاترک فکر (کمالېزم) چې له امان الله خان څځه ېې  الهام اخستی و، د ترکېې په اساسي قانون کښې تسجیل، په خلکو کښې ترویج او راتلوونکو نسلونو ته انتقال شو چې لا تر اوسه پورې  د قانون، خلکو، حکومت په ځانګړې توګه د پوځ لخوا ساتل او ترویج کېږي چې د همدغه اېډېالوژۍ پر بنسټ ترکېه د پرمختللو هېوادونو په کتار کښې قرار لري.

اوس راځم د خپلواکۍ حماسې ته خو ماسره اوس هم د خپلواکۍ په هکله ډېرې پوښتنې دي او هغه د خپلواکه او ازادۍ په هکله زمونږ متضاد لید دی نو ماسره ځکه ډېری وخت دا لاندې پوښتنې پېدا شي چې خپلواکي؟ کومه خپلواکي؟ کومه خپلواکي، کومه ازادي، ازادي خو مونږ ځپلې ده، ازادي خو مونږ زنداني کړې ده، د ازادۍ پر ضد خو مونږ بغاوت کړی دی، ازادي خو مونږ تکفیر او مردود کړې ده، ازادي خو مونږ خاموشه او خفک (زندۍ) کړې ده.  زه نه غواړم خپلواکي تر سوال لاندې راولم،غواړم خپلواکي تعریف کړم، خو له تعریف وړاندې خپلواکي وېشم، وېشم! خرڅوم (پلورم ېې نه) ېې نه ځکه زه ېې خپله تر بل هرچا اخستلو او پېرلو ته اړتېا لرم، دا لږه ډېره ازادي لرم نو چې دا هم وپلورم نو بېا زه څه شوم، زما ژوند د څه لپاره، زه بېا ازاد انسان په څه شوم،  زه اړتېا لرم چې لږه نوره  ازادي هم واخلم او وپېرم چې نسبتا ازاد انسان په هېڅ په ازاده ټولنه کښې ازاد ژوند وکړم.

ښه خبره مې د ازادۍ د وېشلو کوله، هسې خو ازادي په ډېرو برخو وېشل کېږي، خو زه ېې په دوه عمومي برخو وېشم، بهرنۍ او کورنۍ ( کوردننه) ازادي، د بهرنۍ ازادۍ څخه مو مرام د تېري کوونکي او بلواکګر له واک ، تسلط او اسارت څخه ازادي ده، مونږ ددې ازادۍ اتلان او د برصغیر د خلکو په اصطلاح کهلاړي ېو او دا ټولې نړۍ ته معلومه ده، او د داسې ازادې غوښتونکو حماسو لوی او اوږد تاریخ لرو خو کله چې خبره کورنۍ ازادۍ ته راځي نو زمونږ نه بېا لوی اناړي او ځپوونکي نور څوک نشته.

 کورنۍ ازادۍ نه مو هدف ټولنیزه، مدني، فرهنګي او مذهبي ازادي ده ، د فکر، بېان، عقېدې، باورونو، ارزښتونو او په ځآنګړې توګه د ښځو ازادي ده، ازادۍ نه مو موخه د ېو ازاد انسان په حېث  د ټولنې د ېو وګړي او شهروند اساسي او بنېادي حقونه او ازادۍ منل او ساتل دي.

مونږ که له ېوې خوا د تاریخ په اوږدو کښې د خپلې بهرنۍ خپلواکۍ د ساتلو لپاره تل مبارزه او سرښندنه کړې ده، په ورته وخت کښې مو کورنۍ ازادۍ ځپلې، غلې کړې او محدوده کړې ده، د کورنۍ ازادۍ دغه ځپل ېواځې د واکمنو نظامونو لخوا نه وو، بلکې له نظامه ډېره د ټولنې  لخوا (د ټولنییز او کلتوري نظام او جوړښت پر بنسټ ) ترسره شوي دي او توجېه او رواېت ېې د کورني سستم ساتل، ، د ټولنې بقا او پاېښت، د ټولنییز نظام د نسکورېدا او بې لارۍ او انحراف څخه د اجتماعي او دیني بارونوله مخې  مخنیوی و او دغه د مخنيوي او پاېښت فلسفې نه دا چې د انسانانو ازادي سلب کړه بلکې تر دې مهمه دا چې د ټولنې د ېوه لوی قشر ېعنې ښځې څخه ېې د هغې ډېر بنېادي حقوق هم واخستل او ښځه نه ېواځې دا چې تر دوېمې درجې انسان څخه هم ښکته شوه بلکې ښځه ېې د  پېړېو پېړو لپاره د کور او ګور بنديوانه کړه، او د حبس ابد او نظر بندۍ دا رواېت لا تر اوسه هم دوام لري.

د امان فکر  مخالفت او دهغې په وړاندې بغاوت د کنزروېټو او کنوشنل وسډم  ېا محافظه کاره او دودیز ذهنېت له امله و، هغه ټولنې چې سخت ، ژور او له وړاندې تعریف شوې باورونه، ارزښتونه او معېارونه لري او هغه د پالل شوي ډاګماټېزم او ابسلوټزم له امله نهايي، بشپړاو مطلق ګني هغو ټولنو کښې بدلون او تغیر ډېرپه ندرت سره راځي هغه هم د سخت مخالفت سره، هغوی نه غواړي چې پخوانی نظم، نظام، فکر او بنسټ دې بدلون ومومي او هغه د بغاوت، انحراف او انحطاط په معنا اخلي او دې سره د ټولنې حاکم نظام او د  قدرت جزیرې هم تړلې وي نو نه غواړي چې دا بدلون ومومي او ددوی له لاسه قدرت او واک ووځي او ېا نورو (بل نسل) ته انتقال وکړي، افغانان هم د همداسې ېو ذهنېت او روان قوم دی او د تاریخ په او‌ږدو کښې ېې ( له پېر روښانه نه نېولې تر  آمانه، له آمانه نېولې تر باچاخانه او بېا تر دې دورانه)  د هر نوګراېۍ، جدیدېت او بدلون مخالفت کړی او هغه ېې سرکوب کړی دی.

اوس غواړم د امان الله خان له ۷۶ اصلاحاتو څخه ېې ېواځې  دهغو څو وتلېو اصلاحاتو ته چې نه ېواځې دسیمې په کچه لومړني او بې ساري وو بلکې د نړۍ په کچه هم ترې ځېنې الهام واخست په ځغلنده توګه کتنه وکړم.

*تر ټولو لومړی خو ېې د انګریز ښکېلاک څخه د سیمې په کچه لومړۍ خپلواکي واخستله چې ددغې خپلواکۍ په پاېله کښې ېې لومړی ځل خپلواکه بهرنۍ پالیسي مرتب کړه نو وېلای شو چې د خپلواکه او ازادې بهرنۍ پالیسۍ بنسټ ایښودل ېې لومړی بی ساری اقدام او اصلاح وه چې د هغو له مخې ېې د سیمې او نړۍ له ګڼ شمېر هېوادونو سره سفارتي اړيکې ټینګې کړې.

*دوېم ېې د سیمې او اسلامي نړۍ په کچه د ېو ډېر پراخ بنسټه او لبرال اساسي قانون تدوین و چې نظام په کښې له امارت څخه مشروطه بادشاهۍ ته چې د واک مشروعېت  د دیني توجیه څخه د خلکو رضاېت او محبوبېت باندې بدل شو، د اقلېت (هندوانو، سکهانو او ېهودو) ته په کښې د ازادۍ او برابرۍ حق قاېلېدل، د ښځو تعلیم لازمي کول، د عقيدې،  فکر او بېان ازادي او نور ډېر نوي موارد او مفاهیم تسجیل شوي وو.

لومړۍ ځل لپاره د نجونو ښوونځي جوړول

په حکومت او نظام کښې د ښځو ونډه

د ښځو د حقونو انجمن

د ښځو مجلې بنسټ اېښودل

د مدرن او نوي دولت بنسټ اېښودل

د ملت جوړونې پروسه – چې پخوانېو واکمنانو په ځانګړې توګه امیر عبدالرحمن خان د زور له لارې ترلاسه کول غوښتل

د دولت جوړونې پروسه

د مرکزي حکومت، ملي حاکمېت او ځمکنۍ بشپړتېا رامنځته کول چې پخواني واکمنان او امیران په کښې پاتې راغلي وو

کابینه جوړول

مقننه قوه او قضاېه قوه رامنځته کول

د لومړي ځل لپاره د تعلیمي نصاب او مرکزي تعلیمي نظام رامنځته کول – له هغې وړاندې ېواځې مدرسې وې او هغې کښې هم دیني علوم تدریس کېدل او د عالمانو تر کنټرول لاندې وې

د تعلیم جبري کول

د سواد زده کړې کورسونه جوړول

د پوهنې او تعلیم په نوم تر ټولو عالي دولتي مډال نومول

 د منظمې، غېرقباېلي او غېر قومي ، مسلکي ، مجهزې او مرکزي اردو بنسټ اېښودل

د هوايي ځواک بنسټ اېښودل

د ماشومانو څخه د شاقه کار استفاده کول ختمول

غلامۍ ته د پای ټکی اېښودل

چادري او برقه (بقره) ختمول

د ټولنې د نفاق، اختلاف، او انشقاق، د ختمولو لپاره د نوي او مډرن جامو او لباس معرفي کول

ښځو ته لومړی ځل د اسلامي نړۍ په کچه د خپلې خوښې د واده کولو حق، برابر میراث حق، د واده د عمر او سن تعین، او د استحصال او تشدد د مخنيوي لپاره قانوني ساتنه، د ډېرو ښځو ودول، د حرم سراېونو ختمول.

د  لومړي ځل لپاره د بودیجې جوړول

د افغاني پولي واحد او کرنسۍ معرفي کول

جبري مالېه له منځه وړل او ېو نوی مالي نظام رامنځته کول

د ځمکو د اصلاح او وېش پالېسي

د هوايي ټرانسپورټ بنسټ ایښودل

د شمال لوېه لاره او دهغې پر مټ شمال او جنوب سره نښول

ځوانان بهر ته د مسلکي، حرفوي او تخنيکي کسبونو اوکارونو د زده کړې لپاره لېږل

د صنعتي فابریکو او پارک رامنځته کول

په دارالامان کښې د نوي ښار او پلازمېنې ستره او لوېه پروژه په لار اچول

قباېلېت، قباېلي واک، او قباېلي امتېازات کمول او ېا ختمول

او داسې نور ګن شمېر ستر او بې ساري اصلاحات چې ددغې لیکنې له وس پوره نه دي بلکې لوېې اوعلمي څېړنې غواړي

د وروستېو خبرو په توګه باېد وواېم چې په اخر کښې دوه خبرې او دوه پېغامه ځوان نسل ته لرم ېو دا چې د مترقي ، مدرن او ازاد فکر مخالفين او ارتجاعي عناصر او قوتونه د پخوا څخه هم ډېر شوي دي، منظم شوي دي، سازماندهي شوي دي، فکري او شعوري شوي دي، پراخ امکانات په لاس ورغلي دي نو د همدې لپاره د امان د فکر په پل مبارزه او دهغه لرلید ته رسېدل او دهغه ارمان پوره کول لا نور هم سخت شوي دي نو د امان پېروانو او د مترقي، ازاد او مدرن فکر خاوندانو په ځانګړې توګه نوي نسل ته په کار دي چې دوی هم د امانېزم په اېډېالوژۍ راغونډ ، سازماندهي، منسجم او د هغه د فکر لارې ته دوام ورکړي

دوېمه او وروستی پېغام مې دا دی چې د امان الله خان له لس کلنې دورې او د هغه له اصلاحاتو، مترقي کارونو، پروژو او د افغانستان د مدرنېزه کولو پروسې مثبت ټکو څخه پرته مونږ د هغه له ناکامېو، خامېو او نیمګړتېاؤ څخه هم ډېر څه زده کولای شو، په ځانګړې توګه نوی نسل، روشنفکران، او د مترقي او مدرن فکر خاوندان چې د هغه لاره او ارمان تعقیبول غواړي کولای شي د هغه لس کلنه دوره د خپلې مبارزې لپاره د درس، عبرت او زده کړې ېوه لوېه سرچینه، پوهنتون او تجربه وبولي، د هغې په هر فرمان، د هغه په هر اصلاح، د هغه پر هر قانون ، د هغه پر هر اقدام لوېې لوېې څېړنې او د دوکتورا او پې اېچ ډي څېړنې کېدلای شي چې له بده مرغه مونږ لا تراوسه ېواځې د هغه فکر نه دی تدوین، تنظیم ، راغونډ او روښانه
(codify, articulate and translate)
د هغه په اصلاحاتوڅېړنې خو لا پرېږدۍ، زه داسې بهرني پروفېسران حتی زمونږ د ګاونډي هېواد پاکستان استادان او پروفېسران پېژنم چې هغوی د امان الله خان په اصلاحاتو او مدرنېزه کولو باندې پې اېچ ډېانې (دوکتوراوې) کړې دي، خو په ډېرتاسف سره باېد وواېم چې مونږ لا اماني فکر او امانېزم د ۲۸ اسد نه وړاندې پېژنو هم نه، دغه لیکنه زما ېوه ډېره وړه هڅه وه چې د امان، اماني فکر او امانېزم د بدل رواېت په وړاندې بدیل رواېت، د حماسي میراث او لمناځنې پر ځای شعوري، مترقي او علمي پېژندنه او پالنه او د مدرنېزه کولو د کامېابو او ناکامو هڅه څخه زده کړه او کامېابو ته ېې دوام او ناکامېو څخه ېې ډډه او پر هغې غور کول، او د اماني فکر تدوین، تحریر، تشکیل ، سازماندهي ، انتقال او دوام ته لاره هواره کړم. هیله ده چې نوی نسل به امانېزم خپله هم وپېژني، نورو ته به ېې هم وروپېژني، او د همدغې اېډېالوژۍ پر محور راغونډ او سازماندهي شي او د آمان نیمګړی ارمان پوره او د افغانستان د مدرنېزه، مترقي او روشنفکره کولو مبارزې ته دوام ورکړي
د آزاد انسان، آزادې ټولنې او آزاد ژوند په هیله
د امانېزم د آېډېالوژۍ ېو لاروی

برېښنالیک
asadullah.daudzai@gmail.com

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*