افغان فوځي ځواکونو په واورو کې بند په زرګونو مسافر د مرګ څخه و ژغورول

armzافغان فوځي ځواکونو په واورو کې بند په زرګونو مسافر ژغورولي

د کندهار تر تر کابل په لويه لار تر زابل څخه غزني پورې د درنې واورې له عمله يو شمير هيوادوال په واورو کې ګير پاتې شوي دي.

د غزني ولايت امنيتي مسولين وايي په ګيلان ولسوالۍ کې يې 130 موټرونه ژغورولي او 35 موټرونه پکې لا بند پاتې دي. امنيه قومندان امين الله امرخيل وايي په دغه موټرونو کې سپاره نژدې څلور زره مسافر يې خوندي ځايونو ته رسولي.

د زابل او غزني ولايتونو په اړوند د پښ کندې څخه تر عسکر کوټ پورې مسافروړونکي موټرونو کې په سلګونو مسافر په واورو کې بند پاتې دي چې کومک ته عاجله اړتيا لري.

په واورو کې بند مسافر وايي د سهار راهسې په موټرونو کې بند پاتې دي, خو څوک يې مرستې ته نه دي رسيدلي.

د غزني ولايت وياند وايي په سيمه کې 80 سنته متره واوره پرته ده مرستندويه ژغورنکي ټيمونو سيمې ته لېږلي, خو مسافر وايي تروسه کوم ټيم يې مرستې ته نه دې رسيدلی.

د قره باغ امنيه قومندان انجنير لطف الله کامران وايي د کندهار په لويه لار يې تر دې دمه 990 مسافر چې په واورو کې ګير وو د مرګ د ګواه خلاص کړي چې دوي يې په خپل پيسبوک پاڼه انځورونه هم خپاره کړي دي.

د پش کندی او عسکر کوټ ترمينځه په واورو کې بند مسافر کولی شي چې په دې نمبرو د امنتي ځواکونو سره تماس ونيسي
+0798003000
+0790215252
++0700264812

رپورټ: نور بادشاه يوسفزئ

دی پشتون ټايمز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*